ايران کې احتجاجونه: ملګرو ملتونو د حالت خبرداری ورکړی

د ویډیو تشریح، ايران کې احتجاجونه: ملګرو ملتونو د حالت خبرداری ورکړی

ملګري ملتونه به د پنجشنبې پر ورځ په ایران کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي - دا ناسته د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې ځوانې مهسا امیني د مړینې له امله د دوو میاشتو له مظاهرو وروسته پیدا شوي حالت په اړه ده.

د ایران د امنیتي ځواکونو په مرګوني عملیاتو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.