ايران کې احتجاجونه: ولسمشر يې پرې نيوکه کړې

د ویډیو تشریح، ايران کې احتجاجونه: ولسمشر يې پرې نيوکه کړې

د ایران ولسمشر ادعا کړې چې امریکا د ایران د پرمختګ مخه هغسې نیول غواړي لکه د ده په وینا چې واشنګټن په افغانستان او سوریه کې وکړل.

په پلازمېنه تهران کې محصلینو ته د وینا پر مهال ده په ټول هېواد کې پر روانو مظاهرو هم نیوکه کړې ده.

ابراهیم رئیسي د زده کوونکو ورځې لمانځلو لپاره دغه ځای ته ورغلی و خو ورته را ټول کسان له وړاندې انتخاب شوي وو.

دی دا خبرې د ډله ییزو اعتصابونو او اعتراضونو پر درېیمه او وروستۍ ورځ کوي دې اعتصاب لپاره ډېرو دوکانونو خپلې دروازې تړلې دي.