ایران کې د لاریوني ښځو پټ‌ یادښتونه

د ویډیو تشریح، ایران کې د لاریوني ښځو پټ‌ یادښتونه

په ایران کې د ارشاد پولیسو له خوا د مهسا امیني له نیول کېدو او په بند کې د هغې تر وژل کېدو وروسته ایران کې کابو هره ورځ د ښځو او سړو لاریونونه روان دي او په دې هېواد کې له سختو قوانینو پرته ژوند او ازادي غواړي.

په تېرو دوو نیمو میاشتو کې ښځو خپل اندونه، غږیز او لیکني یادښتونه او رسمونه د بي بي سي خبریالې صبا زاوري ته راستولي.

دلته د دریو ښځو نومونه د خوندیتوب له کبله اړول شوي.