"ايران اوو مياشتو کې ۲۰ افغانان اعدام کړي"

اعدام

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان کال لومړیو اووه میاشتو کې "ایران ۲۰ تنه افغانان" اعدام کړي دي.

دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي، په دغه موده کې یاد هېواد "لږ تر لږه ۳۰۰ کسان" د بېلابېلو جرمونو له کبله د اعدام په سزا رسولي دي.

د ايران د بشري حقونو سازمان په رپوټ کې راغلي چې "۱۷۲ کسان د مخدره موادو، ۱۱۰ کسان د عمدي قتلونو او ۱۵ نور د فساد په تورونو اعدام شوي دي."

په رپوټ کې زیاته شوې چې "۵ کسان بیا اسرائیلو ته په جاسوسۍ، ۵ نور اهل سنت ډولو سره د اړیکو او ۵ کسان بیا د سیاسي او امنیتي مسائلو کې د ښکيلتیا په تور اعدام شوي دي. "

د دغه رپوټ په بنسټ د تېر کال همدومره موده کې د "مخدره موادو په تور ۲۱۶ کسان اعدام شوي" وو چې سږنیو شمېرو ته په کتو د مخده موادو په تور اعدام شویو کسانو شمېر کې شل سلنه کموالی راغلی.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، د تېر کال په رپوټ کې ویلي وو چې یوازې "دوه افغانان اعدام شوي" وو. د تېر کال پرتله د اعدام شویو افغان کډوالو شمېر نژدې لس برابره زیات شوی دی.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، MoRRAfg

په ایران کې د افغان وګړو د اعدام خبره داسې مهال راغلې چې تېرو څو میاشتو کې هلته د افغان کډوالو ناسم وضعیت په اړه وار په وار رپوټونه ورکول کېږي.

وروستۍ څو میاشتې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو نیولو او افغانستان ته یې په زوروه د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د ایران کورنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په دغه هېواد کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

ګڼ شمېر نور کډوال هم په هغو پخوانیو ور ګډ شول، چې له څلورو لسیزو راهیسې هلته اوسېږي. کله چې د کډوالو موضوع یاده شي، ایراني چارواکي مختلفې شمېرې ورکوي، له پنځو تر اوو میلیونو یې یادوي.

په ایران کې د افغانانو د نفوسو چټک زیاتوالی له کلونو راهیسې د ځینو ایرانیانو د اعتراضونو لامل هم شوی، ځکه دا هېواد له وړاندې تر نړیوالو بندیزیونو لاندې دی او اقتصادي کړکېچ یې پراخ دی.

بل لور ته پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا چټکه شوې ده. د هغه هېواد د چارواکو له قوله دوی ویلي، یوازې تېرو دوو اونیو کې ۱۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې هم ښيي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په وروستیو اونیو کې په چټکۍ سره روانه ده.