د ایران قضایه قوه وايي، علیرضا اکبري "بریتانیا ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شو

د ایران قضایه قوې خبر ورکړی چې بریتانوي الاصله ایرانۍ علیرضا اکبري اعدام کړای شو. دی بریتانیا ته د جاسوسۍ، د ملي امنیت پر ضد کړنو او فساد په تور په دار شوی دی.
۶۱ کلن علیرضا اکبري د ایران د دفاع وزیر علي شمخاني مرستیال او د یوې مودې لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار هم پاتې شوی و.
د ایران د قضایه قوه د رسنیو مرکز ویلي چې پر ده د "افساد فی الارض، د کورني او بیروني امنیت پر ضد کړنو او د انګلیسانو لپاره د جاسوسۍ" په تور د اعدام حکم اجرا شو.
علیرضا اکبري د انقلاب محکمې قاضي ابوالقاسم صلواتي له لوري پر اعدام محکوم شوی و.
ښاغلی صلواتي له بشري حقونو د پراخې سرغړونې له کبله د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري له بندیزونو سره مخ دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونک د ښاغلي اکبري پر اعدامولو خواشیني ښوولې او دا یې د ایران حکومت بې رحمه عمل بللی دی.
"زه په ایران کې د بریتانوي ایراني وګړي علیرضا اکبري په اعدام خواشینی یم. دا یو بې رحمه او ډارن عمل وو، چې د یوه وېرونکي رژیم له خوا د خپلو خلکو بشري حقونو ته له درناوي پرته ترسره شو. زه د علیرضا له ملګرو او کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم. "
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي د هغه د اعدام د لغوه کولو غوښتنه او سم دلاسه د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
د ایران اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو وزارت علیرضا اکبري "د بریتانیا د جاسوسي خدمتونو یو تر ټولو مهم او نفوذي کس" باله.
خو بي بي سي ته په یوه رسېدلي غږیز پیغام کې ښاغلي اکبري دا ټول تورونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې د دغو ادعاو د زباد لپاره هېڅ سند نه شته.











