ایران کې احتجاجونه: د ایران استازي د ټرمپ څرګندونو په تړاو انتونیو ګوتېرش ته لیک استولی

د عکس سرچینه، IRNA
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیرسعید ایرواني د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه بېړني لیک کې د ایران په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ''لاسوهنه'' بللې.
هغه وویل چې دغه ګواښونه ''په ښکاره ډول د دوامدارې مداخلې او فشار اچولو یوه تګلاره ښيي، چې تل د ایران د خلکو د ملاتړ تر پلمې او پوښښ لاندې تعقیب شوې ده.''
ایرواني په دې لیک کې، چې انځور یې په ټولنیزو شبکو کې هم خپور شوی، دغه راز لیکلي دي:
''په یوه بل دولت کې دننه له تاوتریخوالي د ډکو فعالیتونو هر ډول هڅونه، ملاتړ یا اسانتیا برابرول، د نړیوالو قوانینو له مخې یو ناقانونه عمل بلل کېږي او په مستقیم ډول د مداخله کوونکي دولت نړیوال مسولیت بلل کېږي.''
له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې د سولهییزو احتجاجیانو له وژلو ډډه وکړي او په وینا یې واشنګټن به یې د ''ژغورنې'' لپاره رامخکې شي.
نوموړي پر خواله رسنیو یوه لنډ پیغام کې ویلي، ''موږ فعال او تګ ته تیار یو'' خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي یوه لوړپوړي سلاکار بیا د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، که هغه مداخله وکړه، باید ''محتاط واوسي'' او په ټول منځني ختیځ کې یې د احتمالي ګډوډیو خبرداری ورکړ.
بل لور رپوټونه وايي، په ایران کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت له کبله د یوه اونۍ مخکې پیل شویو احتجاجونو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
ښاغلي ټرمپ پر ټروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي: ''که ایران ډزې وکړي او په زور زیاتي سره سولهییز لاریونکوونکي ووژني، چې د دوی دود دی، د امریکا متحده ایالتونه به یې ژغورني ته راشي.''
د متحدو ایالتونو ولسمشر په خپل پیغام کې په مشخص ډول نه دي ویلي، چې واشنګټن به په هغه صورت کې د ایراني چارواکو پر ضد څه ډول اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو اندېښنه

د عکس سرچینه، Reuters
په ورته مهال د ملګرو ملتونو بشري حقونو د شورا ځانګړې استازې مای ساتو په ایران کې د وروستیو لاریونونو په ترڅ کې د اتو کسانو وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده۔
د بيبيسي فارسي څانګې د رپورټ له مخې د ملګرو ملتونو استازې مای ساتو ویلي، د ایران په لراوبر کې مظاهرې شپږمې ورځې ته غځېدلې او دا اداره وضعیت له نږدې څاري۔
د هغې په وینا، ترلاسه شوي رپوټونه ښيي چې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي۔
هغې له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بیان ازادۍ او سولهییزو غونډو حقونو ته درناوی وکړي او د مظاهرهکوونکو پر وړاندې د بېځایه زور له کارولو ډډه وکړي۔
مای ساتو زیاته کړې د ازادۍ د غورځنګ پر مهال چې کوم تاوتریخجن غبرګونونه لیدل شوي، باید بیا تکرار نه شي۔ هغې زیاته کړه: ''خلک باید وکولای شي چې خپل اختلاف څرګند کړي او پرته له دې چې د غچ اخیستنې له وېرې سره مخ شي، په سولهییزو اعتراضونو کې برخه واخلي.''
په تېره جون میاشت کې د امریکا متحدو ایالتونو د ډونلډ ټرمپ په امر د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
وروسته امریکايي چارواکو ادعا وکړه چې دې بریدونو سره د تهران لخوا د اتومي وسلو د جوړولو امکان په پراخه کچه پر شا شو، خو ایران یې دا ادعا رد کړه.
ایران بیا د غچ اخیستنې په پار په قطر کې د امریکا پر یوې سترې پوځي اډې د توغندیو برید کړی و.
تازه، د ټرمپ وروستي پیغام لږ وروسته، د آیتالله خامنهيي سلاکار علي لاریجاني هم خبرداری ورکړ.
هغه لیکلي:
''ټرمپ باید پوه شي چې په دې داخلي موضوع کې د امریکا لاسوهنه به د ټولې سیمې بېثباتي او د امریکا د ګټو له منځه وړلو معنا ولري.''
خو د ځینو مظاهرهکوونکو لپاره د امریکا مداخله به د هرکلي وړ وي.
یوې ځوانې ښځې چې په تهران کې یې احتجاج کاوه، د بيبيسي خبري ساعت خپرونې ته وویل: ''کله چې ښاغلی ټرمپ څه ووايي، یا ښاغلی (د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین) نتنیاهو څه ووايي، دوی (امنیتي ځواکونه) وېریږي او له سره تر پښو پورې رېږدي.''
دې چې د خپلې خوندیتوب لپاره یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې احتجاج کوونکو له کلونو راهیسې د امریکا د ملاتړ غوښتنه کوله، ځکه امنیتي ځواکونه ''باور لري چې که ښاغلی ټرمپ څه ووایي، نو هغه به یې عملي هم کړي" او دوی "پوهېږي چې که هر څه پېښ شي، نو باید پایلې یې هم وزغمي.''

د رپوټونو له مخې د پنجشنبې پر ورځ په ایران کې د لاریونونو پر پنځمه ورځ شپږ کسان وژل شوي دي.
د نیمهرسمي فارس خبري اژانس او د بشري حقونو فعالانو ډلې (هنهګاو) په وینا، د هېواد په سوېللوېدیځ ښار لوردیجان کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې دوه کسان ووژل شول. هنهګاو فعالان وايي، وژل شوي کسان لاریون کوونکي وو او نومونه یې احمد جلیل او سجاد والامنش یاد کړي.
فارس راپور ورکړی چې درې کسان د هېواد په لوېدیځ کې د ازنا په ښار کې او یو بل په کوهدشت کې وژل شوی دی، خو دا یې نه دي روښانه کړي چې هغوی لاریون کوونکي وو که د امنیتي ځواکونو غړي.
یوه مړینه د مرکزي ایران په فولادشهر کې هم راپور شوې او یو بل کس د سوېل په مارودشت کې وژل شوی دی.
بيبيسي تر اوسه نه ده توانېدلې چې دغه مړینې په خپلواکه توګه تایید کړي.
دغه لاریونونه د یکشنبې پر ورځ په تهران کې هغه مهال پیل شول، چې ځايي سوداګر په ازاد بازار کې د ډالر پر وړاندې د ایراني پیسو، ریال، د ارزښت کمېدو له امله په غوسه شول.
تر سهشنبې پورې، د پوهنتونونو محصلین هم دې احتجاجونو ته ورګډ شول او لاریونونه څو نورو ښارونو ته وغځېدل، چې خلکو پکې د هېواد د مذهبي واکمنانو پر ضد شعارونه ورکول.
له هغه وروسته، ډېری لاریون کوونکو د خامنهيي د واکمنۍ د پای غوښتنه کړې ده او ځینو ویلي چې دوی د شاهي نظام بېرته راتګ غواړي.
دغه لاریونونه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو پراخ بلل کېږي، هغه پاڅون چې د مهسا امیني د مړینې له امله پیل شوی و. مهسا امیني یوه ځوانه ښځه وه چې د ''اخلاقي پولیسو'' لخوا په تور نیول شوې وه چې حجاب یې سم نه و، خو اوسني لاریونونه په هماغه کچه نه دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دی به د لاریون کوونکو ''قانوني غوښتنو'' ته غوږ ونیسي.
خو د دغه هېواد لوی څارنوال، محمد موحدي ازاد، خبرداری ورکړی چې د بېثباتۍ رامنځته کولو هر ډول هڅه به له "پرېکنده ځواب" سره مخامخ شي.








