BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې ډېرې واورې لارې تړلې دي
د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي. د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بيبيسي ته ویلي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او د هغوی په وینا، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.
ټرمپ د تعرفو لګولو له ګواښه پر شا شو او وايي، د ګرينلنډ 'راتلونکي توافق پر چوکاټ' بحث شوی
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هغه وروسته چې له ناټو سره یې خبرې وکړې او له هغه پلانه لاس پر سر شو، چې پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي، چې د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره یې د ده هڅې رد کړې وې، هېواد یې د ګرينلند په تړاو د یوې احتمالي موافقې ارزونه کوي.
اووه نورو هېوادونو د ټرمپ له 'سولې بورډ' سره د یوځای کېدو موافقه وکړه
اووه هېوادونو چې سعودي عرب، ترکیه او مصر هم پکې شامل دي، په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د غزې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د سولې بورډ'' سره یوځای شي. بل لور سعودي عرب وايي، د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو دا ډله، چې سعودي عرب، ترکیه، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر هم پکې دي، د غزې د دایمي اوربند ټینګښت، د بیا رغونې د ملاتړ، او د هغه څه د پرمخ وړلو ملاتړ کوي چې دوی یې ''عادلانه او تلپاتې سوله'' بولي.
کرېکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش دا غوښتنه نه ده منلې، چې شل اووریز جام سیالۍ دې له هنده بهر ولېږدول شي
کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ټي ۲۰ نړیوال جام په ترڅ کې په هند کې د بنګله دېش ټاکل شوې سیالۍ بل ځای ته د لېږدولو غوښتنه رد کړې ده. ای سي سي د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تېرو څو اونیو کې یې د بنګله دېش کرېکټ بورډ (بي سي بي) سره رغنده خبرې کړې دي، چې موخه یې په دې سیالیو کې د بنګله دېش ګډون باوري کول وو.
د طالبانو حکومت وایي په هرات کې یې د تیکواندو یوه روزونکې نیولې ده
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تایید کړې خدیجه احمدزاده، چې په هرات ښار کې د تیکواندو ښځینه روزونکې ده، نیول شوې او دا مهال محکمې ته معرفي شوې ده. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې "نوموړې نجونو ته په تلخونه کې د تیکواندو روزنه ورکوله، هغه کار چې د طالبانو له نظره غیرقانوني بلل کېږي".
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي
په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي. دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.
ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره
ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟
د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (لېنزا بېف نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي. بريد د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلی دی. په تېر کې هم د یادې ډلې خراسان څانګې د دا وړ بریدونو مسولیت قبول کړی چې یو یې په ۲۰۲۲ دېسمبر کې په کابل کې د چینايي وګړو پر میلمستون برید و.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








































