BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې د واورې او ورښتونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او مالي زیانونه اوښتي
د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، د دوو ورځنیو ورښتونو له امله پروان، بامیان، وردګو، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي، درې تنه ټپیان، نهه کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي او ۵۳۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
'یوه ورځ کې ووځئ'؛ پاکستاني پولیسو د مانسېرې پنډغالو کې د افغان کډوالو د کورونو نړولو لړۍ پیل کړې
مانسېره کې څو مېشتو افغان کډوالو بيبيسي ته ویلي: "له څو ورځو راهیسې ګړۍ په ګړۍ لسګونه پولیس او د نورو ادارو مامورین د کډوالو پر مېشت ځایونو ګرځي او د کډوالو مېنې ورانوي." بيبيسي ته ویل شوي له چارشنبې راهیسې "د افغان کډوالو پنډغالو کې لسګونه کورونه په زور په بېلډوزرو ویجاړ شوي دي." پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستاني چارواکو داسې جدي پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.
وېسټاینډیز درېیمه شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې له وېسټاېنډیز سره د درېیو شل اووریزو لوبو د دوهاړخیزې لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې پچې له ګټلو وروسته د پخوانیو لوبو خلاف دا ځل لومړۍ توپ اچوونې کوي. افغانستان دا لوبلړۍ وار له مخه ګټلې او ښايي دا ځل یې لومړی توپ اچوونه ځکه غوره بللی وي، چې د لوبغاړو د هدف پوره کولو مهارت لوړ کړي.
د طالبانو ستره محکمه: خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده
د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، په هرات کې نیول شوې خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده. د سترې محکمې د بهرنیو عامه اړیکو او مطبوعاتو مشر مولوي عبدالرحیم راشد بيبيسي ته وویل، "د خدیجې په نوم نجلۍ چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له قانون څخه د سرغړونې په جرم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د محتسبینو له خوا نیول شوې او دوسیه یې د هرات ښاري ابتدائیه محکمې ته سپارل شوې وه".
ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هغه وروسته چې له ناټو سره یې خبرې وکړې او له هغه پلانه لاس پر سر شو، چې پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي، چې د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره یې د ده هڅې رد کړې وې، هېواد یې د ګرينلند په تړاو د یوې احتمالي موافقې ارزونه کوي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
اووه نورو هېوادونو د ټرمپ له 'سولې بورډ' سره د یوځای کېدو موافقه وکړه
اووه هېوادونو چې سعودي عرب، ترکیه او مصر هم پکې شامل دي، په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د غزې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د سولې بورډ'' سره یوځای شي. بل لور سعودي عرب وايي، د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو دا ډله، چې سعودي عرب، ترکیه، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر هم پکې دي، د غزې د دایمي اوربند ټینګښت، د بیا رغونې د ملاتړ، او د هغه څه د پرمخ وړلو ملاتړ کوي چې دوی یې ''عادلانه او تلپاتې سوله'' بولي.
بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي
په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي. دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.
ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره
ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































