BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د ایران اعتراضونو کې 'سلګونه' تنه وژل شوي، عراقچي: جدي خبرو اترو او جګړې دواړو ته چمتو یو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي،له ايراني چارواکو سره د ليدنې لپاره پلان جوړ شوی، خو کېدای شي امريکا اړه شي چې تر هغه مخکې اقدام وکړي او ايران وايي د خبرو او جګړې دواړو لپاره چمتو دی. په داسې حال کې چې په ايران کې د انټرنېټ او مخابراتو پرېکون لا هم دوام لري او دولتي رسنۍ پرلهپسې د حکومتي لاريونونو انځورونه خپروي، د بشري حقونو بنسټونه د وروستيو اعتراضونو د وژل شويو شمېر "له پنځه سوه کسانو ډېر" يادوي، خو داسې ښکاري چې د وژل شويو او ټپيانو شمېر تر دې هم ډېر وي.
ولې د ایران اوسني احتجاجونه بېساري دي؟
د ګڼو کارپوهانو او عیني شاهدانو په وینا، په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه داسې پړاو ته رسېدلي چې د اسلامي جمهوریت په ۴۷ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک واټونو ته راوتلي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایراني چارواکي مظاهچیان ځپي نو "هغه ځای ته به سخت ګوزار ورکړي چې ډېر درد کوي" او په وینا یې، امریکا "د [احتجاجیانو] مرستې ته چمتو ولاړه ده."
له افغانستانه د تورخم له لارې ۲۸ پاکستاني محصلانو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه
لږ تر لږه ۲۸ پاکستاني محصلانو ته نن اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته واوړي. دا لومړۍ جوپه ده او ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې نور هم د تورخم له لارې واوړي. دغو محصلانو بيبيسي ته ویلي چې نن تورخم ته تللي وو او طالب چارواکو هم منلې چې دې محصلانو ته اجازه ورکول شوې ده.
د جدې اېلکلاسیکو کې د بارسلونا په زړه پورې بریا؛ د سعودي ګټه څه کې ده؟
بارسلونا د سعودي عربستان په جده ښار کې ریال مادرید ته په ۳-۲ ماتې ورکولو سره، د پرلهپسې دویم کال لپاره د اسپانیا د سوپر جام اتلولي خپله کړه. سعودي عربستان د حیرانوونکو مالي وړاندیزونو په ورکولو سره د نړۍ لویې لوبډلې خپل هېواد ته راکاږي؛ خو ولې؟
هند کې په ۹ ورځو کې د ۲۰ کسانو د وژونکي فیل لټون روان دی
یوه ځنګلي فیل د هند په جهارکنډ ایالت کې په نهو ورځو کې ۲۰ کسان وژلي دي، خو ځايي چارواکي یې تر اوسه په نیولو نه دي بریالي شوي. دغه کسان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د جهارکنډ ایالت په یوه لوېدیزه ولسوالۍ کې وژل شوي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
سړه خونه ستاسو پر بدن څه ډول اغېز کوي؟
کله چې د وژونکو سړو خبره کېږي، نو زما ذهن ته هغو کسانو انځور راځي چې شمالي قطب ته د سپړلو لپاره تللي وي او له ږیرو یې د یخ ټوټې ځوړندې وي، یا هغه کسان چې د اېورېسټ غرونو ته ختلي وي او بیا یې له ډېرو سړو ګوتې تورې اوښتې وي او د هایپوترمیا (hypothermia) حالت سره مخ شوي وي.
د نړۍ داسې پیاوړی کمپیوټر چې د هېوادونو او شرکتونو د بریا او ناکامۍ وړاندوینه به وکړای شي
دا کمپیوټر (کوانټم کمپیوټېنګ) د عامو کمپیوټرونو پرتله ډېر چټک دی. ویل کېږي دا کمپیوټر به د دې وړاندوینه هم وکولی شي چې په ۲۱مه پیاوړۍ او راتلونکي وختونو کې به کوم هېوادونه او شرکتونه بریالي او کوم هغه به یې له ستونزو سره مخ وي.
مصنوعي ځیرکتیا: "په پټه د ځیرکو عینکو په مټ مې ويډيو ثبت شوه، وروسته له انلاین ځورونې سره مخ شوم"
د هغو ځیرکو عینکو شهرت، چې د په سترګو کولو وړ ټېکنالوژۍ راتلونکی ګڼل کېږي، یو ځل بیا په ځواکمنه توګه راڅرګند شوی دی. خو ښځو ته د زیان رسولو، هغوی د سپکاوي او د هغوی د محرمیت د نقض لپاره له دې محصولاتو د ګټې اخیستو په اړه اندېښنې موجودې دي.
کابل کې د نویو لوحو لګول؛ د نومونو د 'ژباړې' پر سر بحثونه، حقیقت که اوازه
په افغانستان د پلازمېنې په کچه د نوو او رنګینو لوحو لګولو که څه هم ځینې خلک خوشال کړي دي، خو ورته وخت کې یې ځینې اندېښنې او غبرګونونه هم راپارولي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۲ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































