BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره
ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.
د پاکستان ولسمشر په کابل کې د داعش برید غندلی دی
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل کې پرونۍ چاودنې په کلکه غندنه کړې، د تلفاتو په اړه یې ''ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو کورنیو ته یې د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې.'' د ښاغلي زرداري د پاکستان پیپلز ګوند له لوري په دې هکله یوه پیغام کې ویل شوي: ''ولسمشر د ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی د ژر رغېدو دعا یې وکړه. هغه د هغو چینایي اتباعو روح ته درناوی وړاندې کړ چې د ناامنۍ له زیاتیدو او د هغوی د ژوند لپاره د جدي خطرونو سره سره یې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار ته دوام ورکړی''
پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟
د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (لېنزا بېف نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي. بريد د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلی دی. په تېر کې هم د یادې ډلې خراسان څانګې د دا وړ بریدونو مسولیت قبول کړی چې یو یې په ۲۰۲۲ دېسمبر کې په کابل کې د چینايي وګړو پر میلمستون برید و.
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
شمالي رڼاګانې: د برېتانیا ګلابي او زرغون رنګه اسمان
د دوشنبې پر ماښام د برېتانیا اسمان د شمالي رڼاګاڼو له کبله په ګلابي او زرغون رنګونو پوښلی شوی و. دغه طبیعي پدیده چې د اورورا بوریلیس په نوم هم پیژندل کیږي د لمریزو اورښتونو پایله ده چې ذرات د ځمکې په لور لیږي او په چاپېریال کې له شته ذراتو سره یو ځای کېږي. شمالي رڼاګانې ډېری مهال د ارکټیک حلقې ته نږدې لیدل کیږي، خو د زیاتو لمریزو فعالیتونو په ترڅ کې بیا په نورو سیمو کې هم لیدل کیدی شي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
ولې افغانۍ د ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ او ایراني تومان پرتله ډېره باثباته ده؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
ولې موږ ژاړو؟ ساینس په دې اړه څه وايي؟
موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو. خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو له امله اوښکې تویوي؟ که څه هم ګڼ شمېر ژوي د کوچنیوالي پر مهال د ستونزې د څرګندولو لپاره په لوړ غږ ژاړي، خو داسې ښکاري چې د دوی په مغز کې هغه عصبي لارې نشته چې له مخې یې د پېچلو احساساتو په غبرګون کې اوښکې توی کړي. ساینسپوهان پوهېږي چې اوښکې څه ډول کار کوي، خو دا چې انسانان ولې ژاړي او د عاطفي اوښکو موخه څه ده، لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې.
د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟
د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي. دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.
د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








































