BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ویډیو, ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی, موده 14,37
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جزا قانون نه بدلېدونکی دی. ښاغلی مجاهد وايي پر دې قانون اعتراض نه شي کېدلی؛ ځکه د اسلامي شریعت پر اساس ترتیب شوی دی. په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د حکومت پر قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي.
د طالبانو حکومت وایي، که څوک پر"اسلامي قوانینو" اعتراض وکړي ورسره قانوني چلند کېږي
د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزارت وایي، د دوی د ادارې تقنیني اسناد د هېواد د علماوو او هر وزارت او اړوندې ادارې او د دوی د مشر مولوي هبتالله اخونزاده د دفتر په کچه تدوین او تخریج کېږي. دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د افغانستان د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو لخوا د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر په کچه د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي".
ماشومتوب، ځوانۍ او زړښت کې څه وخورو؟
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا کې حکومت د خوراکي توکو د وېش داسې محدودیت ولګاوه چې کورنیو ته یې هره اوونۍ یوه ټاکلې اندازه خوراک ورکاوه. د دې کار موخه دا وه چې خلک وکولای شي خپلې تغذیوي اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې داسې ډاډ ترلاسه شي چې خواړه په ټول هېواد کې په مساوي ډول وېشل کېږي. بوره یو له هغو خوراکي توکو وه چې وېش یې محدود شوی و.
د ۲۰۲۶ فوټسال اسیا ملتونو جام کې افغانستان سعودي عرب ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام په لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان لوبډله په ۳–۰ ماتې ورکړه. د دې لوبې لومړي دوه ګولونه رضا حسینپور ووهل او وروستی ګول امید قنبري وکړ. افغانستان د راتلونکې جمعې په ورځ بله لوبه له مالیزیا سره لري. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې پر سعودي عربستان او مالیزیا سربېره له ایران سره هم لوبه لري چې په یوه ګروپ کې لوبېږي.
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
نړيوال بانک په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړيو نهو مياشتو کې له راټولو شویو ۲۰۰ میلياردو افغانیو عوايدو شاوخوا ۹۶.۶ ميليارده افغانۍ په امنيت لګولې دي. دا د ټولو لګښتونو نژدې ۴۸ سلنه جوړوي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې پخوانۍ ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزير ندا محمد نديم د هغې ويډيو د ځينو برخو بيا خپرېدو چې د نجونو د زدکړو بنديز یې تر "امر ثاني" پورې ياد کړی، له بريتانیا نيولې تر امریکا د يو شمېر ښي اړخو له خوا پر تولنيزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک هم په دې اړه اېکس ته مخه کړې او غبرګون یې ښودلی دی.
پر الهان عمر یوه ولسي غونډه کې ناڅرګند مایع شیندل شوي
د امریکا مینیسوټا ایالت پر استازې الهان عمر د سې شنبې په ورځ د یوې ولسي ناستې پر مهال مایع شیندل شوي دي. د مینیاپولیس پولیسو ویلي چې د غونډې یوه ګډونوال د پیچکارۍ (سرنج) په وسیله پر هغې مایع شیندلي دي. الهان عمر په دغه پېښه کې زیانمنه شوې نه ده او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ. هغې وروسته پر خپله اېکس (X) پاڼه ولیکل:
د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ډېره مرسته پر امریکا ولاړه ده، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله وايي، د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د دوی پر کارونو د پام وړ اغېز نه لري. رازماري ډیکالرو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره ځانګړې مرکه کې ویلي "فکر نه کوم، دا به زموږ پر عملیاتو کوم د پام وړ اغېز ولري." د اغلې ډیکارلو په خبره، د دوی ادارې پراخ ملاتړ لري او ملګري ملتونه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.
د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
چارواکي هڅه کوي چې د هند د لوېدیځ بنګال ایالت کې د نیپا وېروس د ځایي خپرېدو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ کسان وروسته له هغه قرنطین ته ولېږدول شول، چې د روانې میاشتې په پیل کې دوه روغتیايي کارکوونکي په روغتون کې د دې وېروس له امله بستر شول. یاد روغتیايي کارکوونکي له تأیید شویو ناروغانو سره په تماس کې وو، خو وروسته یې ازموینې منفي راووتلې. نیپا وېروس، چې ډېر ځله وژونکی وي، له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلی شي او دا مهال د درملنې لپاره نه واکسین لري او نه هم کوم ځانګړي درمل.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








































