د سالنګ لویې لارې وضعیت

د ویډیو تشریح، د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت
د سالنګ لویې لارې وضعیت

د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت وايي، د واورې ورښت، توپان او د لید ساحې محدویت له کبله د سالنګ لار نن دوشنبه هم تړلې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال د سالنک تونل اړوندو سیمو کې د واورې ورښت بیا پیل شوی او په ځینو برخو کې د واورې ښویېدو امکان هم شته.

هغه ویلي، د واورې پاکولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې، خو ډېره واوره، تېز بادونه او دوامدار توپان د دې لامل شوي، چې د دې لویې لارې د پرانیستلو چارې تر اوسه بشپړې نه شي.

ښاغلی حق‌شناس وايي، د دوشي ـ بامیان لویه لار د کوچنیو موټرو پرمخ پرانیستې ده او خلک د "شدیدې اړتیا" پر مهال د ځنځیر (چاین) په کارولو سره په "ډېر احتیاط" له دغه مسیره تګ راتګ کولی شي.