BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نړيوال بانک

    نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې

    نړيوال بانک په يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړيو نهو مياشتو کې له راټولو شویو ۲۰۰ میلياردو افغانیو عوايدو شاوخوا ۹۶.۶ ميليارده افغانۍ په امنيت لګولې دي. دا د ټولو لګښتونو نژدې ۴۸ سلنه جوړوي.

  • د ندا محمد نديم او ايلان مسک يو ځای کړل شوی عکس

    "امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون

    د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزير ندا محمد نديم د هغې ويډيو د ځينو برخو بيا خپرېدو چې د نجونو د زدکړو بنديز یې تر "امر ثاني" پورې ياد کړی، له بريتانیا نيولې تر امریکا د يو شمېر ښي اړخو له خوا پر تولنيزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک هم په دې اړه اېکس ته مخه کړې او غبرګون یې ښودلی دی.

  • رازماري ډیکالرو له حفیظ الله معروف سره د مرکې پرمهال

    د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پام‌وړ اغېز نه لري"

    په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ډېره مرسته پر امریکا ولاړه ده، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله وايي، د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د دوی پر کارونو د پام وړ اغېز نه لري. رازماري ډیکالرو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره ځانګړې مرکه کې ویلي "فکر نه کوم، دا به زموږ پر عملیاتو کوم د پام وړ اغېز ولري." د اغلې ډیکارلو په خبره، د دوی ادارې پراخ ملاتړ لري او ملګري ملتونه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

  • سکاټلنډ د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې عمان او نمیبیا ته ماتې ورکړه، خو اسټرالیا سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

    سکاټلنډ د نړیوال جام لوبډلې ته نوی افغان لوبغاړی غوره کړی

    سکاټلنډ د هند په کوربتوب د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره تېز توپ‌ اچوونکي زین‌الله احسان ته د لومړي ځل لپاره بلنه ورکړې ده. ۱۹ کلن احسان په افغانستان کې زېږېدلی او د بې‌ سرپرسته پنا‌غوښتونکي په توګه بریتانیا ته راغلی و. هغه ته په ۲۰۲۲ کال کې د کډوالۍ رسمي حیثیت ورکړل شو. نوموړي ګلاسګو ته له رسېدو مخکې یوازې د ټېپ‌بال (هغه کرېکټ چې د افغانستان په نژدې هر کلي او کوڅه کې کېږي) کرېکټ تجربه لرله او وروسته له GHK کرېکټ کلب سره یو ځای شو.

  • یو اېس اېس ابراهم لنکن

    د هند په سمندر کې د امریکا د یوې جنګي بېړۍ ځانګړنې څه دي؟

    په ایران کې له پراخو مظاهرو او په دې ترڅ کې د مظاهره کوونکو له وژل کېدو وروسته د ایران او امریکا تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د روانې اوونۍ پیل کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و: ''یوه ستره سمندري بېړۍ د ایران پر لوري د خوځښت په حال کې ده'' خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې ''له دې به د کار اخیستو اړتیا نه پېښېږي.''

لنډې ویډیوګانې

  • سالنګ کې د واورې پاکولو بهیر
  • .
  • Rachel Trautmann
  • پوځیان
  • کرېکټ
  • روزماري ډي‌کارلو
  • پښتنه درانۍ
  • Salang pass
  • ټرمپ

ځانګړي مطالب

  • له کیڼ لوري د اروپايي ټولنې شورا مشر انتونیو کوستا، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د اروپايي کمېسیون مشره ارسولا وون درلېين پر سې شنبه ډیلي کې.

    هند او اروپايي ټولنې 'تاریخي' سوداګریزه هوکړه اعلان کړه

    هند او اروپايي ټولنې یوه خورا مهمه سوداګریزه هوکړه اعلان کړې. دوی تر نږدې دوو لسیزو پورې په دې هکله خبرې کولې، چې کله به په ټپه ودرېدې او کله به روانې وې، خو اوس په داسې حال کې چې له امریکا سره د دواړو لوریو سوداګریز اړیکې سړې شوي، هڅه کېږي، چې خپلمنځي اړیکې تودې کړي. د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره ارسولا وون در لېين په دې هکله په ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل: ''موږ (هوکړې) ته ورسېدو. موږ د ټولو هوکړو مور ته ورسېدو.''

  • An illustration of the Nipah virus and two medical workers in protective gear on each side of the graphics

    د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

    چارواکي هڅه کوي چې د هند د لوېدیځ بنګال ایالت کې د نیپا وېروس د ځایي خپرېدو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ کسان وروسته له هغه قرنطین ته ولېږدول شول، چې د روانې میاشتې په پیل کې دوه روغتیايي کارکوونکي په روغتون کې د دې وېروس له امله بستر شول. یاد روغتیايي کارکوونکي له تأیید شویو ناروغانو سره په تماس کې وو، خو وروسته یې ازموینې منفي راووتلې. نیپا وېروس، چې ډېر ځله وژونکی وي، له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلی شي او دا مهال د درملنې لپاره نه واکسین لري او نه هم کوم ځانګړي درمل.

  • یو سرتېری، چې کیمو جاکټ او پتلون یې اغوستی دی، په صوفه کې پروت دی او لاس یې تر سر نیولی دی. سترګې یې پټي کړي او داسې ښکاري چې وېده دی.

    ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟

    هر څوک غواړې ژر وېده شي. خو په نړۍ کې میلیونونه خلک د بې‌خوبۍ (انسومنیا) ستونزه لري، یانې دا چې په اسانه خوب نه ورځي. په دې اړه وړاندویني توپیر سره لري، خو عمومي څېړنې ښيي، له پنځو تر ۵۰ سلنه پورې خلک له بې‌خوبۍ کړېږي. هغه شپې چې خلک پکې په بستره یا د خوب په ځای تاوېږي او خوب نه ورځې، ډېری دې ته مجبوروي چې د وېده کېدو بېلابېلې لارې وپلټي. له دې جملې یوه مشهوره لاره "د پوځي خوب طریقه" ده، چې ادعا کېږي انسان په دوو دقیقو کې وېده کولای شي. دا طریقه په ټېک‌ټاک کې ډېره مشهوره شوې ده. هلته داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې میلیونونه ځله لیدل شوي او جوړوونکي یې ادعا کوي که دا ساده ګامونه تعقیب کړئ، نو سمدستي به خوب درشئ.

  • انار

    د طالبانو حکومت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې مېوې بهر ته صادرې شوې دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د افغانستان د تازه مېوې له پخواني عمده بازار پاکستان سره په تېرو څلورو میاشتو کې د لارو له بندښت سره سره يې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ مېلونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره کړې.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي