BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په کابل کې د داعش برید ته د چین غبرګون
چینایي چارواکو په کابل کې پر یوه رسټورانټ د پرونۍ ورځې له برید وروسته خپلو وګړو ته مشوره ورکړې چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او په افغانستان کې له مېشت چینایانو او شرکتونو یې غوښتي، چې خپل امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او له هغو سیمو ووځي، چې د خطر کچه په کې لوړه وي. د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله په یوه اېکس پیغام کې لیکلي: "چین د کابل په چینایي رستورانت کې پرونۍ خونړۍ چاودنه په کلکه غندي.
پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟
د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (چاينيز نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي.
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
شمالي رڼاګانې: د برېتانیا ګلابي او زرغون رنګه اسمان
د دوشنبې پر ماښام د برېتانیا اسمان د شمالي رڼاګاڼو له کبله په ګلابي او زرغون رنګونو پوښلی شوی و. دغه طبیعي پدیده چې د اورورا بوریلیس په نوم هم پیژندل کیږي د لمریزو اورښتونو پایله ده چې ذرات د ځمکې په لور لیږي او په چاپېریال کې له شته ذراتو سره یو ځای کېږي. شمالي رڼاګانې ډېری مهال د ارکټیک حلقې ته نږدې لیدل کیږي، خو د زیاتو لمریزو فعالیتونو په ترڅ کې بیا په نورو سیمو کې هم لیدل کیدی شي.
ولې موږ ژاړو؟ ساینس په دې اړه څه وايي؟
موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو. خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو له امله اوښکې تویوي؟ که څه هم ګڼ شمېر ژوي د کوچنیوالي پر مهال د ستونزې د څرګندولو لپاره په لوړ غږ ژاړي، خو داسې ښکاري چې د دوی په مغز کې هغه عصبي لارې نشته چې له مخې یې د پېچلو احساساتو په غبرګون کې اوښکې توی کړي. ساینسپوهان پوهېږي چې اوښکې څه ډول کار کوي، خو دا چې انسانان ولې ژاړي او د عاطفي اوښکو موخه څه ده، لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت وايي پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورول د "کرکې او نفرتونو لامل" ګرځي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له هغوی سره ناوړه چلند غندلی دی. د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، "پاکستان پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې، او په دې ساړه ژمي کې یې هم د دوی د اجباري ایستلو لړۍ جاري ساتلې ده." هغه کډوالو او پناه غوښتنونکو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارو هم له دې کبله نیوکه وکړه چې ګوندې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتابه لپاره یې کارنده ګامونه نه دي اخیستي.
د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟
د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي. دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.
د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.
افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































