BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اروپايي مشران وايي، د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د تعرفو ګواښ "د منلو وړ نه دی"
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د هغو اتو هېوادونو پر وړاندې چې د ګرينلډ له نیولو سره مخالفت کوي د نويو تعرفو لګولو ګواښ د اروپايي مشرانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی. د بريتانیا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي، دا ګام "په بشپړ ډول ناسم" دی او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون "د نه منلو وړ" بللی دی.
ټرمپ: په ایران کې د نوي مشرتابه د موندلو وخت راغلی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب د ايران په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې د ايران د روحاني مشر علی خامنه ای د ۳۷ کلنۍ واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د شنبې په ورځ له پولېټېکو رسنۍ سره په مرکه، وویل، "اوس د ايران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی". ډونلډ ټرمپ ویلي، ایت الله علی خامنه ای د "خپل هېواد د بشپړ ویجاړولو" مسئول دی.
د ایران روحاني مشر په لومړي ځل ومنله چې په احتجاجونو کې زرګونه کسان وژل شوي
د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنهای ادعا کوي چې، د ده له نظره د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د ایران په وروستیو دولت ضد احتجاجونو کې د لاس لرلو له کبله "مجرم" دی. خامنه ای نن شنبه (د جنورۍ ۱۷مه) د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ولسمشر په احتجاجونو کې د اوښتې "د مرګژوبلې، زیانونو او د ایران د ملت تورنولو له کبله مجرم ګڼي."
محمود خان اڅکزي په پاکستان کې زېږیدلو افغانانو ته د تابعیت د نه ورکړې پرېکړه غندلې
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د حکومتونو تګلارې ننګولي دي. ښاغلي اڅکزي چې د جمعې پر ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې له افغانستان سره د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " د پاکستان له حکمرانانو غټه ګیله دا ده چې دوی د حکومتوالۍ په داسې ناسمو تګلارو روان دي چې دوښمني پیدا کوي."
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
د ټرمپ د غزې 'سولې بورډ' کې څوک څوک شامل دي؟
سپینې ماڼۍ د غزې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د 'سولې بورډ' د غړو نومونه خپاره کړي دي. د دغه بورډ مشري پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د هغو فلسطیني تیکنوکراتانو کار به څاري چې د غزې بیارغونې او په لنډمهاله توګه د مدیریت دنده پر غاړه لري. د سپینې ماڼۍ په وینا، د سولې د دغه بورډ هر غړی به د یو لړ چارو مسوولیت ولري چې "په غزه کې د ثبات ټینکښت لپاره خورا مهمې دي."
ایا د کولمو روغتیا زموږ پر زړښت اغېز لري؟
په داسې حال کې چې د روغتیا په تېره بیا د کولمو او هاضمې په اړه د مطالبو کتلو او لوستلو لېوالتیا ډېره شوې موږ دلته د کولمو د روغتیا په اړه وروستیو څیړنو ته اشاره کوو. همدې لېوالتیا ته په کتو به مو لېدلي وي چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اغېزناک یا نفوذ لرونکي کسان د روغتیا لپاره د رنګا رنګ ویټامینونو، منرالونو، نسخو او یا نورو عادتونو په اړه غږېږي او اعلانونه کوي.
د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي
بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی. دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































