BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د برېتانیا لومړي وزیر افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې 'سپکوونکې او شرموونکې' بللې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې ادعا وروسته چې وايي، د متحدینو پوځیان په افغانستان کې د جګړې له لومړیو کرښو ''یو څه شاته پاتې شوي وو''، د امریکا د اروپايي متحدانو، په ځانګړي ډول د برېتانیا، سخت غبرګون او نارضایتي راپارولې ده. د برېتانیا شهزاده هري وايي: ''ما هلته خدمت کړی. ما هلته د ټول عمر ملګري پیدا کړل او ما هلته خپل ملګري له لاسه ورکړل.''
د ټرمپ د توغندیو دفاعي سیستم ګولډن ډوم څه شی دی، او څنګه به کار کوي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د "ګولډن ډوم" په نوم د توغندیو دفاعي سیستم د پراختیا لپاره د ګرینلنډ ترلاسه کول ورته ډېر مهم دي. هغه د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وویل: "موږ له ډنمارکه دا ځمکه د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو. د دې لپاره یې غواړو چې زموږ ډېر ځواکمن او خطرناک احتمالي دښمنان له ځانه لېرې وساتو، او هلته به تر ټولو لوی ګولډن ډوم یا د توغندیو دفاعي سیستم جوړ کړو.
د خېبر پښتونخوا او بلوچستان تودو سیمو کې له کلونو وروسته "ناڅاپي" واوره شوې
د پاکستان په لوړو سیمو کې د باران او واورې د ورېدو له راپورونو سره هممهاله، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو تودو او مرطوبو سیمو کې هم سپکه واوره ورېدلې ده. دا هغه سیمې دي چې عموماً د ژمي په موسم کې پکې واوره نه ورېږي او یا هم دا پدیده له اوږدې مودې وروسته پکې لیدل شوې ده.
د روغتیا له نړیوال سازمانه د امریکا وتل او پر افغانستان یې اغېزې
د امریکا متحد ایالتونه رسمآ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبیلواېچاو) ووتل او په دې توګه د ملګرو ملتونو دغه اژانس خپل یو مهم مالي تامینونکی له لاسه ورکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو کال وړاندې په دې تړاو یو اجراییوي حکم لاسلیک کړی و. هغه دغه سازمان تورناوه چې د کورونا وېروس وبا پر مهال یې ډېر تمرکز پر چین و. د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ویلي، چې دا پرېکړه یې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د وبا د ادعا شوې "ناسم مدیریت"، د اصلاحاتو د نه راوستلو او د غړو هېوادونو د سیاسي نفوذ له لامله کړې ده.
خیبر پښتونخوا؛ د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید له کبله پنځه کسان وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي دي
د خیبر پښتونخوا سویلي ديره اسماعيل خان سیمه کې د واده مراسیمو پر مهال په يوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. په دې بريد کې د 'امن کمېټې' مشر وحيد الله چې د جګري مسېد په نامه هم مشهور و، وژل شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
۱۹ کلنه افغان کرېکټ لوبډله څرنګه نیمه پایلوبو ته رسېدای شي؟
په زمبابوې او نیمیبیا کې د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان د ګروپ پړاو درې واړه لوبې وګټلې او له خورا پیاوړي دریځ سره دویم پړاو ته ورسېد. د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام د نورو پرتله بېل جوړښت لري. دلته د لومړي پړاو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې ځای شوي چې د پیل درې لوبډلې یې نیمه پایلوبو ته د رسېدو لپاره په دویم پړاو کې په نورو ګروپونو کې بخت ازمویي. په تېرو نړیوالو جامونو کې به د منځلوبو له پړاوه لوبډلې تېرېدې.
امریکا د 'نوې غزې' لپاره خپل پلان څرګند کړ، چې لوړپوړې ودانۍ هم پکې شاملې دي
امریکا د ''نوي غزې'' لپاره خپل هغه پلان اعلان کړی چې وايي، له مخې به یې دغه ورانه، ویجاړه سیمه له سره ودانه شي. په سلایډونو کې د مدیترانې سمندر غاړې په اوږدو کې لسګونه لوړپوړې ودانۍ او په رفح سیمه کې د استوګنې ښارګوټي ښودل شوي او دغه راز یو نقشه هم وړاندې شوې، چې د دوه اعشاریه یو میلیونه وګړو لپاره د نوو استوګنیزو، کرنیزو او صنعتي سیمو د پړاو په پړاو پراختیا څرنګوالی پکې ښودل شوی.
زېلینسکي وايي، د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د اوکرایین، روسیې او امریکا تر منځ خبرې کېږي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي وايي، د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره به درېاړخیزې خبرې له روسیې او امریکا سره د متحده عرب اماراتو په کوربتوب وشي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې په داووس کې یې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ولیدل.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































