BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یوه څه اغېزمن کړی
د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې کارونه یو څه "ټکني" کړي دي. ملا نورالدین ترابي بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي، چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني. د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.
ټرمپ وایي، په افغانستان کې د بریتانیا جنګېدلي سرتېري له تر ټولو غوره جنګیالي وو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو بریتانوي سرتېرو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، دا ستاینه وروسته له هغه ده چې نوموړي ویلي و "متحد ځواکونه" د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې وو چې له امله یې د پخوانیو سرتېرو او سیاستوالو سختې نیوکې راوپارولې. د دې اوونۍ په پیل کې ټرمپ د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو د سرتېرو رول په کم ارزښت ښودلو سره د امریکا متحدین په غوسه کړل.
ولې ډونلډ ټرمپ د ګرینلنډ د نیولو هڅه کوي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا بايد د ډنمارک نيمه خپلواکه سيمه ګرينلنډ له دې کبله ترلاسه کړي ځکه چې چين او روسيه یې د لاندې کولو هڅې کوي. ډونلډ ټرمپ د روانې مياشتې په پيل کې خبريالانو ته وويل، "موږ بايد د ګرينلنډ دفاع وکړو. که موږ دا کار ونکړو، چين یا روسیه به یې وکړي". نوموړي زياته کړه، "زه نه غواړم هغوی په ګرينلنډ کې زموږ ګاونډيان شي. داسې باید ونشي".
د طالبانو حکومت وایي، د نجونو او ښځو زده کړو ته ژمن دي
ملګري ملتونه او د حقونو نورې ملاتړې ټولنې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي. د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي. د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.
په امریکا کې د کډوالۍ فدرالي ادارې افسر يو کس په ډزو وژلی
د امریکا د کورني امنیت وزارت بي بي سي ته تائید کړې چې د شنبې په ورځ ځايي مهال د سهار ۹:۰۵ د مینیسوټا په مینیاپولیس کې د کډوالۍ ادارې یوه فدرالي افسر يو تن په ډزو ويشتلی دی. د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا وویل، هغه کس چې په ډزو کې لګېدلی د مینیاپولیس یو ۳۷ کلن سپین پوستی سړی او د امریکا تبعه دی.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د کرېکټ نړيواله شورا وايي د بنګله دېش پر ځای به سکاټلنډ د شل اوريز نړيوال جام برخه شي
د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) اعلان کړی چې سکاټلنډ به په راتلونکي شل نړيوال اوريز جام کې د بنګله دېش پر ځای وروسته له هغه ګډون کوي چې د بنګله دېش کرېکټ بورډ په هند کې له لوبو انکار وکړ. بنګله دېش غوښتنه کړې وه چې د دوی لوبې دې د امنيتي اندېښنو له کبله د هند پر ځای په شري لنکا کې چې د دې سياليو ګډ کوربه دی ترسره شي. خو د کرېکټ نړيوالې شورا د بنګله دېش غوښتنه رد کړې او وايي، د "پاموړ امنيتي ګواښ نشته" خو د دغه هېواد کرېکټ بورډ په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی.
په افغانستان کې د واورې ښکلا او ستونزې
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو واورو شاهدان وو. دې واورو له یوې خوا بزګران او خلک خوشحاله کړي، خو له بلې خوا یې ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي. نوي خپاره شوي انځورونه ښيي چې واورو د ډېرو ولایتونو ځمکه او ونې سپینې کړې او یوه ښکلې ژمنۍ منظره یې رامنځته کړې ده. خو سره له دې، دغې سختې واورې د تګ راتګ جدي ستونزې پیدا کړې دي.
د ټرمپ د توغندیو دفاعي سیستم ګولډن ډوم څه شی دی، او څنګه به کار کوي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د "ګولډن ډوم" په نوم د توغندیو دفاعي سیستم د پراختیا لپاره د ګرینلنډ ترلاسه کول ورته ډېر مهم دي. هغه د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وویل: "موږ له ډنمارکه دا ځمکه د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو. د دې لپاره یې غواړو چې زموږ ډېر ځواکمن او خطرناک احتمالي دښمنان له ځانه لېرې وساتو، او هلته به تر ټولو لوی ګولډن ډوم یا د توغندیو دفاعي سیستم جوړ کړو.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان تودو سیمو کې له کلونو وروسته "ناڅاپي" واوره شوې
د پاکستان په لوړو سیمو کې د باران او واورې د ورېدو له راپورونو سره هممهاله، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو تودو او مرطوبو سیمو کې هم سپکه واوره ورېدلې ده. دا هغه سیمې دي چې عموماً د ژمي په موسم کې پکې واوره نه ورېږي او یا هم دا پدیده له اوږدې مودې وروسته پکې لیدل شوې ده.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۴ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۴ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































