BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • له کیڼ لوري د اروپايي ټولنې شورا مشر انتونیو کوستا، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د اروپايي کمېسیون مشره ارسولا وون درلېين پر سې شنبه ډیلي کې.

    هند او اروپايي ټولنې 'تاریخي' سوداګریزه هوکړه اعلان کړه

    هند او اروپايي ټولنې یوه خورا مهمه سوداګریزه هوکړه اعلان کړې. دوی تر یوې لسیزې پورې په دې هکله خبرې کولې، چې کله به په ټپه ودرېدې او کله به روانې وې، خو اوس په داسې حال کې چې له امریکا سره د دواړو لوریو سوداګریز اړیکې سړې شوي، هڅه کېږي، چې خپلمنځي اړیکې تودې کړي. د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره ارسولا وون در لېين په دې هکله په ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل: ''موږ (هوکړې) ته ورسېدو. موږ د ټولو هوکړو مور ته ورسېدو.'' د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي بیا دا هوکړه 'تاریخي' وبلله.

  • انار

    د طالبانو حکومت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې مېوې بهر ته صادرې شوې دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د افغانستان د تازه مېوې له پخواني عمده بازار پاکستان سره په تېرو څلورو میاشتو کې د لارو له بندښت سره سره يې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ مېلونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره کړې.

  • An illustration of the Nipah virus and two medical workers in protective gear on each side of the graphics

    د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی؟

    چارواکي هڅه کوي چې د هند د لوېدیځ بنګال ایالت کې د نیپا وېروس د ځایي خپرېدو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ کسان وروسته له هغه قرنطین ته ولېږدول شول، چې د روانې میاشتې په پیل کې دوه روغتیايي کارکوونکي په روغتون کې د دې وېروس له امله بستر شول. یاد روغتیايي کارکوونکي له تأیید شویو ناروغانو سره په تماس کې وو، خو وروسته یې ازموینې منفي راووتلې. نیپا وېروس، چې ډېر ځله وژونکی وي، له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلی شي او دا مهال د درملنې لپاره نه واکسین لري او نه هم کوم ځانګړي درمل.

  • یو سرتېری، چې کیمو جاکټ او پتلون یې اغوستی دی، په صوفه کې پروت دی او لاس یې تر سر نیولی دی. سترګې یې پټي کړي او داسې ښکاري چې وېده دی.

    ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟

    هر څوک غواړې ژر وېده شي. خو په نړۍ کې میلیونونه خلک د بې‌خوبۍ (انسومنیا) ستونزه لري، یانې دا چې په اسانه خوب نه ورځي. په دې اړه وړاندویني توپیر سره لري، خو عمومي څېړنې ښيي، له پنځو تر ۵۰ سلنه پورې خلک له بې‌خوبۍ کړېږي. هغه شپې چې خلک پکې په بستره یا د خوب په ځای تاوېږي او خوب نه ورځې، ډېری دې ته مجبوروي چې د وېده کېدو بېلابېلې لارې وپلټي. له دې جملې یوه مشهوره لاره "د پوځي خوب طریقه" ده، چې ادعا کېږي انسان په دوو دقیقو کې وېده کولای شي. دا طریقه په ټېک‌ټاک کې ډېره مشهوره شوې ده. هلته داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې میلیونونه ځله لیدل شوي او جوړوونکي یې ادعا کوي که دا ساده ګامونه تعقیب کړئ، نو سمدستي به خوب درشئ.

  • .

    د طالبانو د حکومت ستره محکمه: د محکمو جزايي اصولنامه به ډېر ژر په رسمي جریده کې خپره شي

    د طالبانو د حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وایي، "د محکمو جزايي اصولنامه" نهايي شوې او ټاکل شوې، ډېر ژر د عدلیې وزارت له‌خوا په رسمي جریده کې خپره شي. نوموړي بي‌بي‌سي ته ویلي، کله چې دا اصولنامه په رسمي ډول خپره شي نو بیا به پرې بحث وشي.

لنډې ویډیوګانې

  • پوځیان
  • Salang pass
  • کرېکټ
  • روزماري ډي‌کارلو
  • پښتنه درانۍ
  • ټرمپ
  • .
  • واوره
  • USWE
  • ټرمپ
  •  راشد خان او انالین فورستر

ځانګړي مطالب

  • د پاکستان لومړی وزير شهباز شریف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير په ګډ تصوير کې

    ایا د امریکا په اړه د پاکستان تګلاره بريالۍ وه؟

    د تېر کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دويم ځلې ستنېدو دوې مياشتې وړاندې د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر ويلي وو چې د ترمپ بيا واک ته رسېدو په اړه "اندېښمن" نه دي. نوموړي ويلي وو، "زه پوهېږم اوس ډېری هېوادونه د امریکا په اړه اندېښنه لري خو موږ د هغو هېوادونو په ډله کې نه يوو".

  • ترابي

    د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یو څه اغېزمن کړی

    د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې کارونه یو څه "ټکني" کړي دي. ملا نورالدین ترابي بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي،‌ چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني. د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي‌ مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.

  • د سرو زرو يوه خښته

    د سرو زور بيه په ریکارډ کچه لوړه شوې ده

    د سرو زرو بيه يو ځل بيا تاريخې لوړې کچې ته رسېدلې ده او په لومړي ځل د يوه اونس یا نژدې ۲۸ ګرامه سرو زرو بيه ۵۰۰۰ ډالرو ته ختلې ده. د سرو زور بيه د تاريخ په اوږدو کې په لومړي ځل په هر اونس له پنځو زرو ډالرو واوښته. د دغه فلز بيه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.

  • Woman wearing sunglasses looking towards camera while standing in the street

    'ما ولیدل چې خلک په ډزو ویشتل کېدل': ایران کې د لاریونونو ځپل کېدو په اړه عیني شاهدې څه ليدلي؟

    یوې ايرانۍ مېرمنې چې په ايران کې یې د اعتراضونو پر مهال خونړي ځپونکي عمليات په خپلو سترګو ليدلي ويلي چې څرنګه یې ګاونډ د امنيتي ځواکونو له خوا پر لاريونوالو د ډزو پر مهال يو ډول د "جګړې په سيمه" بدل شو. په ايران کې د حکومت له خوا پر انټرنېټ له بنديز دری اوونۍ کېږي او د دې مخه یې نيولې چې د ډېرو کړنو راپورونه نړۍ ته و نه رسېږي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي