BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • Getty Images

    د کابل یوه رستورانت کې چاودنه؛ اوه کسان 'وژل شوي' او ګڼ نور ټپیان دي

    د کابل د "ایمرجنسي" روغتون ویلي، د کابل ښار شهرنو سیمه کې د نننۍ چاودنې له امله ۲۰ ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې له ډلې یې اوو کسانو د روغتون ته د رسېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د روغتون مسوولینو ویلي د وژل شویو او ټپیانو شمېر لا هم وروستی نه دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته د چاودنې پر تایید سربېره ویلي، لومړني راپورونه ښيي "څو کسان ټپیان شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی."

  • .

    کرېکټ: افغان ملي لوبډلې ویسټ‌انډیز ته ۱۸۲ منډې هدف وټاکه

    په نننۍ شل اووریزه لوبه کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشدخان پچه وګټله او توپ‌وهنه یې غوره کړه. د لوبې په لومړي بال رحمن الله ګربز رن‌اوټ شو. په همدې اوور کې د افغان لوبډلې د منډو پیل د ابراهیم ځدراڼ په څلوریزه وشو.

  • د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اوربند تړون لاسلیک کړی

    سوریې له دوو اونیو نښتو وروسته د کوردانو په مشرۍ ځواکونو سره پر اوربند هوکړه وکړه

    د سوریې حکومت اعلان کړی چې د کوردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره یې په ټول هېواد کې سملاسي اوربند کړی او د سوریې دولتي رسنیو راپورونو له مخې، حکومت د هېواد پر نژدې ټولو سیمو کنټرول لري.دا اوربند له نږدې دوه اوونیو جګړې وروسته کېږي. دا د داسې ۱۴ ماده‌ییز تړون یوه داسې پراخه برخه ده چې له مخې به یې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) د سوریې له پوځ او دولتي ادارو سره یوځای کېږي.

  • انتونیو ګوتېرېش

    انتونیو ګوتېرش: امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځایناستی شي

    د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځای ونیسي. له بي بي سي سره په خبرو کې، انتونیو ګوتېرش د امنیت شورا د داسې سمونونو غوښتنه وکړه چې د پنځو دایمي غړو د ویټو واکونه محدود کړي او د نننۍ نړۍ ښه استازیتوب وکړي.

  • اوور

    د کراچۍ د ګل‌پلازا په اورلګېدنه کې د وژل شویو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان بې‌درکه دي

    چارواکي وايي، د پاکستان د کراچۍ د صدر سیمې یوه ستر پلورنځي (ګل‌پلازا) کې اوړمه شپه لګېدلی اور لا هم په بشپړ ډول نه دی کنټرول شوی. د سند اعلی وزیر ویلي، لا هم د دغه پلورنځي په شاوخوا ۱۰ سلنه برخه کې اور لګېدلی دی. له دې سره ۱۱۲۲ ژغورندویه ډله وایي، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۲ ته پورته شوی او لسګونه نور بې‌درکه دي.

لنډې ویډیوګانې

  • کرسټینا کوک/کوخ
  • karachi
  • غلام الله
  • علیزاده
  • کندهار
  • Memphis Zoo
  • ملکه نفرتیني
  • پهلوي
  • خامنه ای
  • روباټ

ځانګړي مطالب

  • راشد خان او د وېسټ انډيز لوبډلمشر له ټرافۍ سره ولاړ دي

    د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې

    د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.

  • د اموریت غړي

    د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟

    د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي. دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.

  • زر افغانۍ د نوي افغاني اسعار

    افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟

    افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.

  • له ښۍ خوا د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

    د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي

    بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی. دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي