BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • یوې جینۍ کتاب په لاس کې نیولی

    د یوه اټکل له مخې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان لیک او لوست نه شي کولای

    ملګري ملتونه او د حقونو نورې ملاتړې ټولنې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي. د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي. د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.

  • ټرمپ او سټارمر

    د برېتانیا لومړي وزیر افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې 'سپکوونکې او شرموونکې' بللې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې ادعا وروسته چې وايي، د متحدینو پوځیان په افغانستان کې د جګړې له لومړیو کرښو ''یو څه شاته پاتې شوي وو''، د امریکا د اروپايي متحدانو، په ځانګړي ډول د برېتانیا، سخت غبرګون او نارضایتي راپارولې ده. د برېتانیا شهزاده هري وايي: ''ما هلته خدمت کړی. ما هلته د ټول عمر ملګري پیدا کړل او ما هلته خپل ملګري له لاسه ورکړل.''

  • یو سړی په سړک پوقانې خرڅوي.

    په افغانستان کې د واورې ښکلا او ستونزې

    په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو واورو شاهدان وو. دې واورو له یوې خوا بزګران او خلک خوشحاله کړي، خو له بلې خوا یې ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي. نوي خپاره شوي انځورونه ښيي چې واورو د ډېرو ولایتونو ځمکه او ونې سپینې کړې او یوه ښکلې ژمنۍ منظره یې رامنځته کړې ده. خو سره له دې، دغې سختې واورې د تګ راتګ جدي ستونزې پیدا کړې دي.

  • US President Donald Trump is seated at his desk in the White House Oval Office. Stood beside a poster of the Golden Dome is US Defence Secretary Pete Hegseth.

    د ټرمپ د توغندیو دفاعي سیستم ګولډن ډوم څه شی دی، او څنګه به کار کوي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د "ګولډن ډوم" په نوم د توغندیو دفاعي سیستم د پراختیا لپاره د ګرینلنډ ترلاسه کول ورته ډېر مهم دي. هغه د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وویل: "موږ له ډنمارکه دا ځمکه د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو. د دې لپاره یې غواړو چې زموږ ډېر ځواکمن او خطرناک احتمالي دښمنان له ځانه لېرې وساتو، او هلته به تر ټولو لوی ګولډن ډوم یا د توغندیو دفاعي سیستم جوړ کړو.

  • تېرا

    د خیبر پښتونخوا او بلوچستان تودو سیمو کې له کلونو وروسته "ناڅاپي" واوره شوې

    د پاکستان په لوړو سیمو کې د باران او واورې د ورېدو له راپورونو سره هم‌مهاله، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو تودو او مرطوبو سیمو کې هم سپکه واوره ورېدلې ده. دا هغه سیمې دي چې عموماً د ژمي په موسم کې پکې واوره نه ورېږي او یا هم دا پدیده له اوږدې مودې وروسته پکې لیدل شوې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • ټرمپ
  • .
  • واوره
  • USWE
  • ټرمپ
  •  راشد خان او انالین فورستر
  • BBC
  • سالنګ
  • اروپا کې افغاني شیریخ جوړوونکې
  • افغانستان کې یو سړی چې پنبه پرې نښتې ده

ځانګړي مطالب

  • ارشیف تصویر

    په خیبر پښتونخوا کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی

    د خیبر پښتونخوا سویلي ديره اسماعيل خان سیمه کې د واده مراسمو پر مهال په يوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. په دې بريد کې د 'امن کمېټې' مشر وحيد الله چې د جګري مسېد په نامه هم مشهور و، وژل شوی دی. د جګري مسېد په هکله ويل کېږي چې هغه پخوا د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړی پاتې شوی و او د ټي ټي پي د پخواني مشر حکيم الله مسېد له نږدې ملګرو یو شمېرل کېده، خو وروسته حکومت ته تسليم شوی و.

  • په۲۰۲۶م کال له ۱۹ کم عمره یوه ورځنی نړیوال جام سیالې په نامیبیا کې روانې دي.

    ۱۹ کلنه افغان کرېکټ لوبډله څرنګه نیمه پایلوبو ته رسېدای شي؟

    په زمبابوې او نیمیبیا کې د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان د ګروپ پړاو درې واړه لوبې وګټلې او له خورا پیاوړي دریځ سره دویم پړاو ته ورسېد. د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام د نورو پرتله بېل جوړښت لري. دلته د لومړي پړاو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې ځای شوي چې د پیل درې لوبډلې یې نیمه پایلوبو ته د رسېدو لپاره په دویم پړاو کې په نورو ګروپونو کې بخت ازمویي. په تېرو نړیوالو جامونو کې به د منځلوبو له پړاوه لوبډلې تېرېدې.

  • امریکا

    د روغتیا له نړیوال سازمانه د امریکا وتل او پر افغانستان یې اغېزې

    د امریکا متحد ایالتونه رسمآ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبیلو‌اېچ‌او) ووتل او په دې توګه د ملګرو ملتونو دغه اژانس خپل یو مهم مالي تامینونکی له لاسه ورکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ یو کال وړاندې په دې تړاو یو اجراییوي حکم لاسلیک کړی و. هغه دغه سازمان تورناوه چې د کورونا وېروس وبا پر مهال یې ډېر تمرکز پر چین و. د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ویلي، چې دا پرېکړه یې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د وبا د ادعا شوې "ناسم مدیریت"، د اصلاحاتو د نه راوستلو او د غړو هېوادونو د سیاسي نفوذ له لامله کړې ده.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۹
      ولې مو کمکینه (ماشومتوب ) نه یادېږي؟