BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • انار

    ولې د افغانستان مېوې لوېدیځو بازارونو ته لږ لاره مومي؟

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د افغانستان د تازه مېوې له پخواني عمده بازار پاکستان سره په تېرو څلورو میاشتو کې د لارو له بندښت سره سره يې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ مېلونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره کړې.

  • یو سرتېری، چې کیمو جاکټ او پتلون یې اغوستی دی، په صوفه کې پروت دی او لاس یې تر سر نیولی دی. سترګې یې پټي کړي او داسې ښکاري چې وېده دی.

    ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟

    هر څوک غواړې ژر وېده شي. خو په نړۍ کې میلیونونه خلک د بې‌خوبۍ (انسومنیا) ستونزه لري، یانې دا چې په اسانه خوب نه ورځي. په دې اړه وړاندویني توپیر سره لري، خو عمومي څېړنې ښيي، له پنځو تر ۵۰ سلنه پورې خلک له بې‌خوبۍ کړېږي. هغه شپې چې خلک پکې په بستره یا د خوب په ځای تاوېږي او خوب نه ورځې، ډېری دې ته مجبوروي چې د وېده کېدو بېلابېلې لارې وپلټي. له دې جملې یوه مشهوره لاره "د پوځي خوب طریقه" ده، چې ادعا کېږي انسان په دوو دقیقو کې وېده کولای شي. دا طریقه په ټېک‌ټاک کې ډېره مشهوره شوې ده. هلته داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې میلیونونه ځله لیدل شوي او جوړوونکي یې ادعا کوي که دا ساده ګامونه تعقیب کړئ، نو سمدستي به خوب درشئ.

  • .

    د طالبانو د حکومت ستره محکمه: د محکمو جزايي اصولنامه به ډېر ژر په رسمي جریده کې خپره شي

    د طالبانو د حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وایي، "د محکمو جزايي اصولنامه" نهايي شوې او ټاکل شوې، ډېر ژر د عدلیې وزارت له‌خوا په رسمي جریده کې خپره شي. نوموړي بي‌بي‌سي ته ویلي، کله چې دا اصولنامه په رسمي ډول خپره شي نو بیا به پرې بحث وشي.

  • کابل

    د طالبانو حکومت وايي د رسنیو د ځینو ملاتړ بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د خبریالانو د ملاتړ یوازې درېیو بنسټونو جوازونه یې تمدید او نور ټول یې لغوه کړې دي. دغه وزارت ویلي،‌ دا پرېکړه یې "د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له ارزونې" او "د خبریالانو له شکایتونو" وروسته کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې "د دغو بنسټونو کثرت او د ځینو نهادونو د مسوولانو غیر مسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوې ته لا ډېر ستونزې زېږولې وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی و."

  • ترابي

    د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یو څه اغېزمن کړی

    د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې کارونه یو څه "ټکني" کړي دي. ملا نورالدین ترابي بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي،‌ چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني. د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي‌ مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.

لنډې ویډیوګانې

  • پوځیان
  • Salang pass
  • کرېکټ
  • روزماري ډي‌کارلو
  • پښتنه درانۍ
  • ټرمپ
  • .
  • واوره
  • USWE
  • ټرمپ
  •  راشد خان او انالین فورستر

ځانګړي مطالب

  • د سرو زرو يوه خښته

    د سرو زور بيه په ریکارډ کچه لوړه شوې ده

    د سرو زرو بيه يو ځل بيا تاريخې لوړې کچې ته رسېدلې ده او په لومړي ځل د يوه اونس یا نژدې ۲۸ ګرامه سرو زرو بيه ۵۰۰۰ ډالرو ته ختلې ده. د سرو زور بيه د تاريخ په اوږدو کې په لومړي ځل په هر اونس له پنځو زرو ډالرو واوښته. د دغه فلز بيه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.

  • Woman wearing sunglasses looking towards camera while standing in the street

    'ما ولیدل چې خلک په ډزو ویشتل کېدل': ایران کې د لاریونونو ځپل کېدو په اړه عیني شاهدې څه ليدلي؟

    یوې ايرانۍ مېرمنې چې په ايران کې یې د اعتراضونو پر مهال خونړي ځپونکي عمليات په خپلو سترګو ليدلي ويلي چې څرنګه یې ګاونډ د امنيتي ځواکونو له خوا پر لاريونوالو د ډزو پر مهال يو ډول د "جګړې په سيمه" بدل شو. په ايران کې د حکومت له خوا پر انټرنېټ له بنديز دری اوونۍ کېږي او د دې مخه یې نيولې چې د ډېرو کړنو راپورونه نړۍ ته و نه رسېږي.

  • د بارډر۲ فلم د مرکزي لوبغاړو تصویر چې تر ټولو مشهور یې سني‌دیول دی.

    د هند او پاکستان جګړې په اړه د بالیووډ نوي فلم غبرګونونه پارولي دي

    په بالیووډ کې د جګړې او جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلمونه نوې خبره نه‌ ده خو په وروستیو میاشتو کې د دې ډول فلمونو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. د ۱۹۷۱ کال د هند‌ او پاکستان جګړې په اړه جوړ شوی فلم "اکیس" چې د نامتو لوبغاړي درمېندر وروستی فلم هم بلل کېږي، خپور شوی و. د همدې جګړې پر موضوع بل نوی فلم "بارډر۲" هم جوړ شوی چې د جنورۍ په میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي. تر دې وړاندې، د جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلم "دورندر" د هند او پاکستان د اړیکو د انځورولو له امله، له ستاینې سره سره یو ډول اندېښنه هم راپارولې وه.

  • د یوې ښځې انځور چې د غوسې په خونه کې د بېسبال بېټ په وسیله ټایرونه وهي. هغې تور بې ‌لستوڼو لنډ کمیس او پتلون اغوستي دي

    د ښځو د غوسې د سړولو خونه

    ډینا د غوسې د سړولو خونې ته تللې وه. دا وایي، په پیل کې یې خامخا د نا ارامۍ یو ډول احساس لاره. یادونه: د غوسې د سړولو خونې د رواني درملنې یوه برخه ده چې ځورول شوي یا غوسه لرونکي کسان ورځي او هلته خپله غوسه د بې‌ ساه شیانو په وهلو یا ماتولو سړوي. ډینا وایي، د غوسې د سړولو په خونه کې د شیانو د ماتولو چاره ګډه وډه نه وه او نه هم دا چاره داسې وه کله برید بلکې په خبره یې دا کار منظم او په یوه روښانه هدف سره ترسره کېده.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي