BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران

ژوندۍ پاڼه,
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه: تهران سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو ځوابي بریدونه کړي

امریکا او اسرائیل اعلان کړی چې له نن سهاره یې په تهران او څو نورو ښارونو کې بریدونه پیل کړي دي. ایران هوايي دغو بریدونو ته په ځواکمنتیا سره ځواب وايي. سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، په قطر، بحرین او متحدو عرب اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.

مهم خبرونه

  • کندهار

    ژوندۍ پاڼه, د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي

    د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د فبرورۍ له ۲۲ مې نېټې راهیسې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

  • ایران

    بووېن: خطرناکه شیبه ده، خو امریکا او اسرائیل ته داسې یو فرصت ښکاري چې باید له لاسه ونه وځي

    د امریکا او اسرائیل پرېکړه چې له ایران سره نوې جګړې ته ننوځي، یوه ډېره خطرناکه شېبه رامنځته کړې ده چې پایلې یې نه‌شي اټکلېدی. اسرائیل د خپل برید د جواز لپاره د "مخکېني اقدام" اصطلاح وکاروله.

  • کېم جونګ اون

    کېم جونګ اون: څنګه یو ځوان د شمالي کوریا مشر شو؟

    د شمالي کوریا رسمي رسنۍ وايي، واکمن کارګر ګوند بیا کېم جونګ اون د خپل ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکلی دی. دغه اعلان د یکشنبې په ورځ په پیونګ یانګ کې د ګوند په یوه رسمي غونډه کې وشو، دا د حیرانتیا خبر نه دی، ځکه د کیم کورنۍ له شلمې پېړۍ له پای څخه پر دې هېواد په دېکتاتوري ډول واکمنه ده.

  • ایران

    د ټرمپ ګواښونه او اټومي مذاکرات: خبره څنګه تر دې ځای راورسېده؟

    پر ایران د امریکا او اسرائیل د برید توجیه به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د تودو بحثونو موضوع وي. ولسمشر ټرمپ لومړی تیره میاشت وروسته له هغه د ایران د بمبارولو ګواښ وکړ چې د ایران امنیتي ځواکونو د حکومت ضد لاریونونه سخت وځپل او زرګونه کسان یې ووژل. خو له هغه وخت راهیسې، د هغه پام تر ډیره د ایران اټومي پروګرام ته اوښتی، که څه هم هغه په بشپړ ډول نه ده روښانه کړې چې ولې دا موضوع په داسې یو اضطراري حالت بدله شوه چې نظامي اقدام ته اړتیا ولري.

  • د څو مشهورو افغان سیاسي شخصیتونو تصویرونه په یوه انځوریز چوکاټ کې راټول شوي. له ښي اړخه محمد محقق، رحمت الله نبیل، عبدالرب رسول سیاف، امرالله صالح او حامد کرزی.

    د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه

    په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • عبدالرحمن خان او ډیورنډ
  • کندهار
  • Tehran
  • فصیح الدین فطرت
  • استانبول کې د یوه جومات ملا امام له تراویح وروسته له ماشومانو سره د رسۍ کشولو لوبه کا
  • video
  • کابل
  • لبنان کې ریکارډ ماتوونکی روژه‌ماتی
  • congress
  •  پنچ له خپل ننځک سره

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي