څنګه خځلو یو سیند لاندې او پر اوبلن ډېران بدل کړ؟
څنګه خځلو یو سیند لاندې او پر اوبلن ډېران بدل کړ؟
د ډرون په مرسته ثبت شوې دې ویډيو کې د بوسنیا په هرزیګوینا سیمه کې یو سیند وینئ چې په بالکان هېواد کې تر سختو بارانونو وروسته له خځلو ډک او پر اوبلن ډېران اوښتی دی. د (ډرینا) په نوم دې سیند ته اوبو په ټنونو خځلې وروړې دي. د چاپېریال ساتنې ځايي فعالان وايي چې دا اوس د هر کال کیسه ده او هله پېښېږي چې د درنو ورښتونو او د واورو له ویلېدو وروسته د اوبو کچه لوړه شي او خوړونه له شاوخوا ناقانونه ډېرانونو خځلې پر سر واخلي او سیندونو ته یې یوسي. دا خځلې هلته د برېښنا بندونو لپاره په جوړو خنډونو کې راغونډې او ونښلي او سیند ورسره پر یوه لوی ډېران بدل شي.



