BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • پاکستانۍ پولیسو د یوه افغان کور ته ورننوځي- پخوانۍ انځور

    'پاکستان کې د افغان کډوالو نيول بې ساري ډېر شوي' افغانستان ته سږ ژمی لکونه کډوال اوښتي

    د کډوالو اړوند نړیوالو بنسټونو تازه شمېرې ښیې چې د سپټمبر له پنځلسمې د جنورۍ تر لسمې په دریو میاشتو کې له یو لک او یو دېرش زرو ډېر افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي. په همدې مهال افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

  • کرینلنډ

    اروپايي مشران وايي، د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د تعرفو ګواښ "د منلو وړ نه دی"

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د هغو اتو هېوادونو پر وړاندې چې د ګرينلډ له نیولو سره مخالفت کوي د نويو تعرفو لګولو ګواښ د اروپايي مشرانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی. د بريتانیا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي، دا ګام "په بشپړ ډول ناسم" دی او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون "د نه منلو وړ" بللی دی.

  • CRIC

    له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړیوال جام:‌ افغانستان وېسټ‌اینډیز ته د ۲۶۳ منډو هدف ټاکلی

    له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د ورځني کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټ‌اینډز ترمنځ لوبه روانه ده. دا سیالي د نامیبیا د پلازمېنې وېنډهوک په کرېکټ لوبغالي کې کېږي.‌ افغان تنکیو زلمیانو د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپونه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د لوبدلمشر محبوب خان او عثمان سادات د نیمه سلیزو په مټ د شپږو وېکټو له سوځېدو سره ټولټال ۲۶۲ منډې وکړې.

  • ډونلډ ټرمپ

    ټرمپ: په ایران کې د نوي مشرتابه د موندلو وخت راغلی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب د ايران په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې د ايران د روحاني مشر علی خامنه ای د ۳۷ کلنۍ واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د شنبې په ورځ له پولېټېکو رسنۍ سره په مرکه، وویل، "اوس د ايران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی". ډونلډ ټرمپ ویلي، ایت الله علی خامنه ای د "خپل هېواد د بشپړ ویجاړولو" مسئول دی.

  • Iran's Supreme Leader Ali Khamenei speaks speaks in Tehran on 3 January 2026

    د ایران روحاني مشر په لومړي ځل ومنله چې په احتجاجونو کې زرګونه کسان وژل شوي

    د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ادعا کوي چې، د ده له نظره د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د ایران په وروستیو دولت ضد احتجاجونو کې د لاس لرلو له کبله "مجرم" دی. خامنه ای نن شنبه (د جنورۍ ۱۷مه) د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ولسمشر په احتجاجونو کې د اوښتې "د مرګژوبلې، زیانونو او د ایران د ملت تورنولو له کبله مجرم ګڼي."

لنډې ویډیوګانې

  • کرسټینا کوک/کوخ
  • Karachi
  • کندهار
  • Memphis Zoo
  • علیزاده
  • ملکه نفرتیني
  • پهلوي
  • خامنه ای
  • روباټ
  • افغاني کمیس

ځانګړي مطالب

  • محمود خان اڅکزی

    محمود خان اڅکزي په پاکستان کې زېږیدلو افغانانو ته د تابعیت د نه ورکړې پرېکړه غندلې

    د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د حکومتونو تګلارې ننګولي دي. ښاغلي اڅکزي چې د جمعې پر ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې له افغانستان سره د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " د پاکستان له حکمرانانو غټه ګیله دا ده چې دوی د حکومتوالۍ په داسې ناسمو تګلارو روان دي چې دوښمني پیدا کوي."

  • زر افغانۍ د نوي افغاني اسعار

    افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟

    افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.

  • بورڈ آف پیس

    د ټرمپ د غزې 'سولې بورډ' کې څوک څوک شامل دي؟

    سپینې ماڼۍ د غزې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د 'سولې بورډ' د غړو نومونه خپاره کړي دي. د دغه بورډ مشري پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د هغو فلسطیني تیکنوکراتانو کار به څاري چې د غزې بیارغونې او په لنډمهاله توګه د مدیریت دنده پر غاړه لري. د سپینې ماڼۍ په وینا، د سولې د دغه بورډ هر غړی به د یو لړ چارو مسوولیت ولري چې "په غزه کې د ثبات ټینکښت لپاره خورا مهمې دي."

  • له ښۍ خوا د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

    د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي

    بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی. دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي