BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • مالټې

    له افغانستان سره تړلې لارې: "پاکستان کې بزګران د مالټو او کچالو سږنیو حاصلاتو پلور ته حیران دي"

    په پاکستان کې د بي بي سي خبریال په یوه څېړنیز رپوټ کې موندلي چې دغه هېواد کې سږ کال د مالټو او الوګانو حاصلات د پآم وړ ښه وو خو د صادارتو نشتوالي له کبله یې بزګران چې لوی اکثریت یې پنجاب کې دي له سختو مالي زیانونو سره مخ دي.

  • اسپانیا

    اسپانیا کې د چټکو اورګاډو په ټکر کې لږترلږه ۳۹ تنه مړه شوي

    د اسپانيا په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د مرګژوبلې شمېر ښايي له دې هم لوړ شي. د اسپانیا د دولتي اورګاډي ادارې (اې ډي ای اېف) چې د هېواد پټلۍ او تمځايونه اداره کوي ويلي، پېښه کورډوباو ته نژدې د اډاموز په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې له ملګا څخه ماډرېډ ته تلونکی چټک اورګاډۍ له پټلۍ ووت او هلته له بل اورګاډي سره ټکر شو.

  • راشد خان او د وېسټ انډيز لوبډلمشر له ټرافۍ سره ولاړ دي

    د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې

    د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.

  • کراچۍ کې لګېدلی اور

    د کراچۍ د ګل‌پلازا په اورلګېدنه کې د وژل شویو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان بې‌درکه دي

    چارواکي وايي، د پاکستان د کراچۍ د صدر سیمې یوه ستر پلورنځي (ګل‌پلازا) کې اوړمه شپه لګېدلی اور بالاخره کنټرول شوی دی. خو دوی زیاته کړې چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۱۴ ته ختلی او لسګونه نور بې‌درکه دي. په وژل شویو کې یو تن د کراچۍ میټروپولیټن کارپورېشن (کې‌اېم‌سي) اور وژونکی دی.

  • .

    د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګله‌دېش ته ولاړ؛ کابل له ډاکې سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي

    د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د شاوخوا ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش ته تللی. د دې سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده. د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله‌دېش د دیني عالمانو د مشرانو اوه کسیز پلاوي افغانستان ته سفر کړی و. همداراز، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې نور احمد نور، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لومړی سکرتر او دا مهال په نوي ډیلي کې د طالبانو د حکومت سفیر دی، ډاکې ته تللی و.

لنډې ویډیوګانې

  • کرسټینا کوک/کوخ
  • karachi
  • غلام الله
  • علیزاده
  • کندهار
  • Memphis Zoo
  • ملکه نفرتیني
  • پهلوي
  • خامنه ای
  • روباټ
  • افغاني کمیس

ځانګړي مطالب

  • د اموریت غړي

    د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟

    د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي. دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.

  • زر افغانۍ د نوي افغاني اسعار

    افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟

    افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.

  • بورڈ آف پیس

    د ټرمپ د غزې 'سولې بورډ' کې څوک څوک شامل دي؟

    سپینې ماڼۍ د غزې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د 'سولې بورډ' د غړو نومونه خپاره کړي دي. د دغه بورډ مشري پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د هغو فلسطیني تیکنوکراتانو کار به څاري چې د غزې بیارغونې او په لنډمهاله توګه د مدیریت دنده پر غاړه لري. د سپینې ماڼۍ په وینا، د سولې د دغه بورډ هر غړی به د یو لړ چارو مسوولیت ولري چې "په غزه کې د ثبات ټینکښت لپاره خورا مهمې دي."

  • له ښۍ خوا د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

    د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي

    بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی. دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي