BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, ‌‌د نړۍ بېلابېلو ښارونو کې د ایراني احتجاج کوونکو په ملاتړ د ایرانیانو غونډې او لاریونونه

    په ایران کې نن د پراخو احتجاجونو څوارلسمه ورځ ده. له دې سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو ایرانیانو هم په ایران کې د روانو احتجاجونو د ګډونوالو په ملاتړ غونډې او لاریونونه پیل کړي. په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو او د اړیکو محدودیت هلته د روان وضعیت او پېښو انعکاس ستونزمن کړی، خو رپوټونه وايي تېره شپه هم د تهران، کرج، قم، مشهد، اصفهان، تبریز او یزد په ګډون بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او احتجاجونو ته یې دوام ورکړی.

  • ملګري ملتونه

    د ملګرو ملتونو د لومړنۍ عمومي اسمبلۍ ۸۰ یمه کلیزه: دغه نړیوال سازمان ولې جوړ شو؟

    نن شنبه د جنورۍ لسمې ده او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستې اتیا کلونه پوره شول. د دغه سازمان په لومړنۍ ناسته کې چې په لندن کې وه، د ۵۱ هېوادونو استازي راټول شوي وو او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه نوي نړیوال نظم بنسټ کېښوول شو. افغانستان هم د ملګرو ملتونو د ټولنې په لومړنيو غړو کې راځي.

  • تورخم لار - تش موټر له افغانستانه د پښتونخوا په لور اوړي

    د طالبانو حکومت وايي له پاکستان سره تېر کال راکړه ورکړه ۴۰ سلنه کمه شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې ده. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه (د جنورۍ ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو تېر کال (۲۰۲۵) کې ۱ اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ته راکښته شوې ده.

  • د امریکا د مینیاپولیس ښار په مینېسوټا سیمه کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې کارکوونکو ۳۷ کلنه ریني نیکول ګوډ په اجراتي عملیاتو کې ووژله

    د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره ایس(ICE) د ځواک په کارولو کې څومره واک لري؟

    په مینیاپولیس ښار کې پر ۳۷ کلنې ریني نیکول ګوډ د ډزو پېښې د لاریونونو یوه داسې لړۍ پیل کړه چې له امله یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې فعالیتونه له لا زیاتې څارنې سره مخامخ شوي. له هغه راهیسې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شوی یادې ادارې زرګونه کسان نیولي چې ګڼ شمېر یې په عامه ځایونو کې وو.

  • د ایران پخوانی شاهزاده او مېرمنه یې

    د ایران په شاهي کورنۍ کې زېږېدلی خو ولې جلا وطنی شو؟

    رضا پهلوي د ایران د وروستي پادشاه جلاوطنی زوی د پنجشنبې په ورځ د نویو او پراخو لاریونونو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه. ده دا غږ وروسته له هغه وکړ، چې په هېواد کې د مظاهرو نوې څپې راپورته شوې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • PAK-USA B J Ex
  • iran
  • پښتو غزل ویونکی
  • iran
  • د احمد شاه بابا کور
  • په مصنوعي خیرکتیا جوړ انځور
  • د وړیو په مټ جوړ هنر
  • د نیویارک ښاروال په خپله وینا کې څنګه پښتو ژبه یاده کړې؟
  • افغان ځوان
  • شربت ګله
  • Hamim is reading a book
  • خوست کې یوځوان د احمد شاه مسعود په‌ څېره

ځانګړي مطالب

  • ایت الله خمیني (ښي اړخ ته) او ببرک کارمل

    ببرک کارمل واک ته له رسېدو وروسته ایت الله خمیني ته په لیک کې څه ویلي و؟

    د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت درېیم ولسمشر ببرک کارمل واک ته له رسېدو دوې اونۍ وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۱۹مه د ایران اسلامي جمهوریت د هغه مهال مشر ایت الله خمینی ته یوه لیک کې ویلي و، په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون د موقت وخت لپاره دی.

  • نور احمد نور

    د طالبانو حکومت نور احمد نور نوي ډیلي ته د نوي چارسمبالي سفیر په توګه معرفي کړی

    د طالبانو په حکومت کې سرچینو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې د هغوی نوی چارسمبالي "سفیر" نور احمد نور ډیلي ته رسېدلی دی. یادو سرچینو دا هم ویلي، چې نور احمد نور پر پنجشنبه (جنوري اتمه/مرغومی ۱۹) معرفي شوی او په سفارت کې یې خپل کار پیل کړی دی. نور احمد نور تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

  • سهیل اپریدي سند ایالت ته سفر کې د کراچۍ پریس کلب یوې غونډې ته وینا کوله.

    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، پوځي عملیات حل نه دی

    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وايي، پوځي عملیات حل نه دی، فدرالي حکومت، صوبايي حکومت، امنیتي ادارې، سیاسي، قبایلي او مذهبي مشران باید په شریکه کېني او یو حل ولټوي، چې د دده په وینا تر ډېره به دوام وکړي.

  • د غورځېدلې بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني

    افغانستان کې د غورځېدلې بې‌ پیلوټه الوتکې په اړه څومره پوهېږو؟

    د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې چې تېره اوونۍ پلازمېنې کابل ته په څو کیلومترۍ کې لوېدلې پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه (ډرون) MQ-9 وه. دا الوتکه امریکا جوړه کړې ده او د اوږد واټن الوتنې وړتیا لري. دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې یوه بې‌ پیلوټه الوتکه د میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ او روزنیز مرکز ته نږدې سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي