BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت وايي د رسنیو د ځینو ملاتړ بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د خبریالانو د ملاتړ یوازې درېیو بنسټونو جوازونه یې تمدید او نور ټول یې لغوه کړې دي. دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه یې "د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له ارزونې" او "د خبریالانو له شکایتونو" وروسته کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې "د دغو بنسټونو کثرت او د ځینو نهادونو د مسوولانو غیر مسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوې ته لا ډېر ستونزې زېږولې وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی و."
د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یوه څه اغېزمن کړی
د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې کارونه یو څه "ټکني" کړي دي. ملا نورالدین ترابي بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي، چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني. د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړیوال جام دویم پړاو: افغانستان شريلنکا ته ۱۹۴ منډې هدف وټاکه
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په دویم پړاو کې نن د افغانستان او شريلنکا ترمنځ لوبه روانه ده. افغان ځوانانو لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۳ منډې وکړای شوې او خپلو شريلنکايي همزولو ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
د سرو زور بيه په ریکارډ کچه لوړه شوې ده
د سرو زرو بيه يو ځل بيا تاريخې لوړې کچې ته رسېدلې ده او په لومړي ځل د يوه اونس یا نژدې ۲۸ ګرامه سرو زرو بيه ۵۰۰۰ ډالرو ته ختلې ده. د سرو زور بيه د تاريخ په اوږدو کې په لومړي ځل په هر اونس له پنځو زرو ډالرو واوښته. د دغه فلز بيه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.
'ما ولیدل چې خلک په ډزو ویشتل کېدل': ایران کې د لاریونونو ځپل کېدو په اړه عیني شاهدې څه ليدلي؟
یوې ايرانۍ مېرمنې چې په ايران کې یې د اعتراضونو پر مهال خونړي ځپونکي عمليات په خپلو سترګو ليدلي ويلي چې څرنګه یې ګاونډ د امنيتي ځواکونو له خوا پر لاريونوالو د ډزو پر مهال يو ډول د "جګړې په سيمه" بدل شو. په ايران کې د حکومت له خوا پر انټرنېټ له بنديز دری اوونۍ کېږي او د دې مخه یې نيولې چې د ډېرو کړنو راپورونه نړۍ ته و نه رسېږي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
ټرمپ وایي، په افغانستان کې د بریتانیا جنګېدلي سرتېري له تر ټولو غوره جنګیالي وو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو بریتانوي سرتېرو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، دا ستاینه وروسته له هغه ده چې نوموړي ویلي و "متحد ځواکونه" د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې وو چې له امله یې د پخوانیو سرتېرو او سیاستوالو سختې نیوکې راوپارولې. د دې اوونۍ په پیل کې ټرمپ د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو د سرتېرو رول په کم ارزښت ښودلو سره د امریکا متحدین په غوسه کړل.
د هند او پاکستان جګړې په اړه د بالیووډ نوي فلم غبرګونونه پارولي دي
په بالیووډ کې د جګړې او جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلمونه نوې خبره نه ده خو په وروستیو میاشتو کې د دې ډول فلمونو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. د ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان جګړې په اړه جوړ شوی فلم "اکیس" چې د نامتو لوبغاړي درمېندر وروستی فلم هم بلل کېږي، خپور شوی و. د همدې جګړې پر موضوع بل نوی فلم "بارډر۲" هم جوړ شوی چې د جنورۍ په میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي. تر دې وړاندې، د جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلم "دورندر" د هند او پاکستان د اړیکو د انځورولو له امله، له ستاینې سره سره یو ډول اندېښنه هم راپارولې وه.
د ښځو د غوسې د سړولو خونه
ډینا د غوسې د سړولو خونې ته تللې وه. دا وایي، په پیل کې یې خامخا د نا ارامۍ یو ډول احساس لاره. یادونه: د غوسې د سړولو خونې د رواني درملنې یوه برخه ده چې ځورول شوي یا غوسه لرونکي کسان ورځي او هلته خپله غوسه د بې ساه شیانو په وهلو یا ماتولو سړوي. ډینا وایي، د غوسې د سړولو په خونه کې د شیانو د ماتولو چاره ګډه وډه نه وه او نه هم دا چاره داسې وه کله برید بلکې په خبره یې دا کار منظم او په یوه روښانه هدف سره ترسره کېده.
ملګري ملتونه: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان له سخت کړکېچ سره مخامخوي
ملګري ملتونه او د حقونو نورې ملاتړې ټولنې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي. د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي. د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۶ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۶ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































