BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, مجاهد: پاکستان پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې بمبارۍ کړې
د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي. د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.
د پاکستاني پوځ پر څوکیو د طالبانو حکومت ځواکونو "غچ اخیستنې'' بریدونه: څه وخت څه پېښ شول؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ وروستیو بریدونو ته غبرګون کې یې په پراخه کچه 'پوځي عملیات' پیل کړي دي.
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه کې څه دي چې ملګرو ملتونو کې پرې بحث کېږي؟
د طالبانو حکومت جزايي اصولنامه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۱مې کلنۍ غونډې د مهمو موضوعاتو له نوملړ کې وه. دا غونډه نن (پنجشنبه، د فبرورۍ پر ۲۷مه) جینوا کې پیل شوه. د دې شورا کمېشنر فولکر تورک د طالبانو جزايي اصولنامې او هغې کې یاد شویو سزاګانو ته په اشارې وویل چې، "افغانستان د بشري حقونو په هدیره بدل شوی دی."د طالبانو د واکمنۍ په څلرم کال کې یوه "جزايي اصولنامه" چمتو شوې، چې د هېواد دننه او بهر د ډېرو خلکو لپاره مبهمه او ځینې برخې یې هېښونکي بلل شوې دي.
کېم جونګ اون وايي د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ اړیکي جوړېدای شي
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په یوه کم ساري پیغام کې د خپلو اټومي وسلو او د هغو د عملیاتي واټن پراخولو هوډ څرګند کړی او له متحدو ایالتونو یې غوښتي، چې د دوی اټومي ځواک ته درناوی ولري. هغه زیاته کړې چې امریکا او شمالي کوریا سره جوړېدای شي خو لومړی باید امریکا دا ومني چې د شمالي کوریا اټومي وسلې پر خپل حال پاتې شي.
د 'مینې شهید': مسلمان شوی بوټا سینګ او زینب' څوک وو؟
د نجلۍ نوم زینب و او ۱۷ کلنه وه. د هغې کورنۍ په راجستان کې په یوه وړه ټوټه ځمکه کرکيله کوله. اوس د زینب راتلونکی د هغې د "نوي څښتن" په لاس کې و. هغسې چې بوټا سینګ بوډا او بېوزله و، نو تر هغه وخته یې نه دومره وس و او نه یې د خپلې شرمېندونکې او ارامې طبعې له امله د واده څه هڅه کړې وه.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
غچ که ستراتېژيکه چوپتیا: د پاکستان پر وړاندې د طالبانو حکومت راتلونکی ګام څه دی؟
د فبرورۍ پر۲۲مه د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار کې څو جلا هوايي بریدونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړل. په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې د ننګرهار، پکتیکا او خوست په دریو ولایتونو کې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورو وسله والو ډلو ۷ مرکزونه په نښه شوي چې له امله یې له ۸۰ څخه ډېر وسله وال وژل شوي دي. خو طالب چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.
ماشومتوب کې د موږکانو له نیولو تر کرملین ماڼۍ: پوتین څنګه پوتین شو؟
ولادیمرپوتین ۲۵ کاله وړاندې، هغه وخت چې لا یې هم د کریملین واګې په لاس کې نه وې اخیستې، یوه نا پېژندل شوې څېره وه.
'کېدای شي موږ په یوه جال کې ایسار پاتې شو': په غزه کې د اندونیزیا پوځ ځای پر ځای کولو سره تړلې اندېښنې او خطرونه
په غزه کې د "سولې شورا" په پروژه کې د اندونیزیا د پوځ ښکېلتیا د موافقو او مخالفانو ترمنځ بحثونه راپورته کړي دي. اندونیزیا په تېرو ۷۰ کلونو کې په افریقا، اسیا او اروپا کې د ملګرو ملتونو د "سولې ساتنې" په ماموریتونو کې د ګډون لپاره سرتېري لېږلي دي.
څېړنه: دوهمه میندواري د ښځو پر مغزو څه اغېز کوي؟
دوهمه میندوارۍ د مور په مغزو کې 'ځانګړي' بدلونونه رامنځته کوي، چې ښايي له هغې سره د پام او تمرکز برخه کې مرسته وکړي. دا د امستردام پوهنتون طبي مرکز (UMC) یوې نوې څېړنې موندلې ده. څېړونکو مخکې موندلې وه، چې د ښځې دماغ د لومړۍ میندوارۍ پر مهال بدلون مومي څو د مور کېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۶ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































