BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
که امریکا پر ایران برید وکړي، څه به کېږي؟ ۷ احتمالي حالتونه
د امریکا متحده ایالات د څو ورځو په ترڅ کې د ایران پر وړاندې برید ته چمتو ښکاري. که څه هم د احتمالي هدفونو اټکل کېدای شي، خو پایله یې معلومه نه ده. که له تهران سره په وروستۍ شېبه کې کوم جوړجاړی ونه شي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونو ته پر ایران د برید امر وکړي، نو احتمالي پایلې څه کېدای شي؟
ټرمپ وايي، پوتین به د یخنۍ موسم کې یوه اونۍ د اوکرایین پر ښارونو بریدونه نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د ''سختې سړې هوا'' له امله به د یوې اوونۍ لپاره د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو او ښارګوټو بریدونه نه کوي. روسیې تر اوسه د داسې کومې هوکړې پخلی نه دی کړی، خو د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د ټرمپ د دې اعلان هرکلی کړی او وايي، تمه لري روسیه به پر خپله ژمنه ولاړه پاتې شي.
اروپايي ټولنې د ایران سپاه پاسداران ځواک نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ
اروپايي ټولنې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک 'ای ار جي سي' نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړی دی او په ایران کې د وروستیو احتجاجونو پر ضد د تهران له لوري د سخت زور کارول د دې لامل بلل شوی دی. د اروپايي ټولنې لوړپوړې دیپلوماتې کایا کالاس په دې هکله وویل چې دا پرېکړه به سپاه پاسداران ځواک، چې په ایران کې یو ستر پوځي، اقتصادي او سیاسي ځواک دی، د القاعده او داعش په څېر جهادي ډلو په کتار کې ودروي.
کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و. په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
مرموز مرخېړي چې خلک یې له خوړلو وروسته کوچني انسانان ویني
د چین د یوننان ولایت په یوه روغتون کې ډاکتران هر کال د خلکو ګڼې ګوڼې ته چې له یوه غیر معمولي شکایت سره ورځي، ځانونه چمتو کوي. دغه ناروغان له ډېرو عجیبو او حیرانوونکو نښو نښانو شکایت کوي. دوی وايي، ډېر کوچني ښاپېرۍ ډوله شکلونه ګوري، چې تر دروازو لاندې ورتېرېږي، پر دیوالونو پورته خېژي او په فرنیچرو پورې راځوړندېږي.
وسواس او مزاحمو فکرونو سره څه وکړو؟
کله داسې شوي چې په یوه ستړې کوونکې غونډه کې ناست یاست او په ذهن کې مو درګرځي: "که همدا اوس چېغې وکړم نو څه به وشي؟" یا موټر چلوئ او ناڅاپه فکر در ته پیدا شي: "که ټکر وکړم نو څه به وشي؟" دا ډول نا ارامه کوونکي خیالونه، مزاحم فکرونه ګڼل کېږي او ډېرو خلکو ته وخت ناوخته پیدا کېږي، خو ښه خبره دا ده چې تاسو دا فکرونه له پامه غورځولای شئ. خو د ځینو کسانو لپاره دا ډول فکرونه دومره ځورونکي وي، چې وسواس ورته پیدا کېږي او تکراري کارونو ته اړ کېږي.
کوم خواړه وخورو چې روغتیا مو ښه وي؟
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا کې حکومت د خوراکي توکو د وېش داسې محدودیت ولګاوه چې کورنیو ته یې هره اوونۍ یوه ټاکلې اندازه خوراک ورکاوه. د دې کار موخه دا وه چې خلک وکولای شي خپلې تغذیوي اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې داسې ډاډ ترلاسه شي چې خواړه په ټول هېواد کې په مساوي ډول وېشل کېږي. بوره یو له هغو خوراکي توکو وه چې وېش یې محدود شوی و.
ویډیو, ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی, موده 14,37
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جزا قانون نه بدلېدونکی دی. ښاغلی مجاهد وايي پر دې قانون اعتراض نه شي کېدلی؛ ځکه د اسلامي شریعت پر اساس ترتیب شوی دی. په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د حکومت پر قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































