اروپايي ټولنې د ایران سپاه پاسداران ځواک نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ

د عکس سرچینه، ABEDIN TAHERKENAREH/EPA
اروپايي ټولنې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک 'ای ار جي سي' نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړی دی او په ایران کې د وروستیو احتجاجونو پر ضد د تهران له لوري د سخت زور کارول د دې لامل بلل شوی دی.
د اروپايي ټولنې لوړپوړې دیپلوماتې کایا کالاس په دې هکله وویل چې ''ځپنه بې ځوابه نه شي پاتې کېدای'' او په خبره یې دا پرېکړه به سپاه پاسداران ځواک، چې په ایران کې یو ستر پوځي، اقتصادي او سیاسي ځواک دی، د القاعده او داعش په څېر جهادي ډلو په کتار کې ودروي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د اروپايي ټولنې دا پرېکړه ''یوه نمایشي'' او ''یوه ستره ستراتېژیکه تېروتنه'' وبلله.
د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې د دسمبر او جنورۍ د څو اونیو ناکراریو پر مهال زرګونه لاریون کوونکي د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول، چې په دې ځواکونو کې د سپاه پاسدران ځواک هم شامل و.
د پنجشنبې پر ورځ په بروکسل کې د خبرو پر مهال د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو دا حالت ''د ایران د معاصر تاریخ تر ټولو ډېره تاوتریخجنه ځپنه'' وبلله او په وینا یې ''د ترسره شویو جرمونو لپاره باید هېڅ ډول معافیت موجود نه وي''.
فرانسې مخکې له دې امله د اروپايي ټولنې د ترهګرو په نوملړ کې د سپاه پاسداران ځواک نوم له شاملولو ډډه کوله، چې ښايي دا کار له ایران سره ټولې دیپلوماتیکې اړیکې پای ته ورسوي.
خو د چهارشنبې پر ورځ یې خپله تګلاره بدله کړه او په کلکه یې په یاد نوملړ کې د دې ځواک د نوم شاملولو ملاتړ وکړ، هغه هڅه چې مشري یې ایټالیا کوله.
کایا کالاس پر ټولنیزو رسنیو په یوه لنډ بیان کې په دې هکله وویل: ''هر هغه رژیم چې خپل زرګونه خلک وژني، د خپل زوال پر لور روان دی.''
د کالاس په وینا تمه لري له ایران سره به ان له دې وروسته هم چې د سپاه پاسدران نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل شو، دیپلوماتیکې لارې پرانیستې پاتې شي.
اروپايي ټولنې د ایران پر شپږو بنسټونو او ۱۵ کسانو نوي بندیزونه ولګول، چې په کې د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني، لوی څارنوال محمد موحدي ازاد، او قاضي ایمان افشاري شامل دي.
اروپايي ټولنې په دې هکله وویل: ''دوی ټول د سوله ییزو لاریونونو په تاوتریخوالي سره ځپنه او د سیاسي فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو په خپلسري نیونو کې ښکېل وو.''
هغه سازمانونه چې د اروپايي ټولنې د ترهګرو په نوملړ کې شامل شي، له بندیزونو سره مخ کېږي، چې په کې د سفر بندیزونه او د شتمنیو کنګل کېدل شامل دي او موخه یې د هغوی د ملاتړو شبکو له منځه وړل دي.
د ایران تر ټولو ځواکمن وسله وال ځواک، سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ۱۹۷۹م کال له انقلاب لږ وروسته د دې لپاره جوړ شو چې د هېواد اسلامي نظام وساتي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۹۰ زره فعال غړي لري او د ځمکې، هوا او سمندر له لارې پوځي وړتیاوې لري، دغه راز د ایران د ستراتېژیکو وسلو څارنه هم کوي.
ویل کېږي، د متحدینو حکومتونو او وسله والو ډلو ته د پیسو، وسلو، تکنالوژۍ او سلا مشورو د برابرولو له لارې، دغه ځواک له هېواده بهر هم نفوذ لري. دغه راز په ایران کې د بسیج د مقاومت نیمه پوځي ځواک کنټرولوي، چې سلګونه زره غړي لري او د مخالفتونو د ځپلو لپاره ترې کار اخیستل شوی دی.
اسټرالیا، کاناډا او امریکا متحده ایالاتو له مخکې سپاه پاسداران ځواک د یوې ترهګرې ډلې په توګه طبقه بندي کړی دی، خو دا ځواک تر اوسه په برېتانیا کې د ترهګرو په نوملړ کې نه دی شامل شوی.
په هرمز تنګي کې د سپاه سمندري ځواک جګړه ییز تمرینات

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي پریس ټلویزیون چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي، راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د بحري ځواک لخوا به په راتلونکو ورځو کې په هرمز تنګي کې د جګړې له اصلي مهماتو سره پوځي تمرینات وشي.
الجزیره ټلویزیوني شبکې هم د نوم نه یادولو په شرط د ایراني سرچینو له قوله ویلي چې روسیه او چین به هم په دې تمریناتو کې ګډون وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه د دې دوو هېوادونو د ګډون په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې پر ورځ د بېړۍ چلولو شرکتونو ته په لېږل شوې خبرتیا کې ویلي، چې دا سمندري تمرینات به د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې پر ورځو، د جنورۍ پر ۱۲ او ۱۳، د هرمز په تنګي کې ترسره شي.
هرمز تنګی د نړۍ د نفتو صادراتو تر ټولو مهمه سمندري لاره ده، چې د فارس خلیج ستر نفت تولیدونکي هېوادونه سعودي عرب، ایران، عراق او متحده عربي امارات د عمان له سمندر او عربي سمندر سره نښلوي.
اروپايي ټولنه دا وروستی اقدام په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ له هغه وروسته چې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه پرلپسې د زیاتېدو په حال کې دي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې د ایراني اتومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت په ختمېدو دی.
ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د امریکا سترې پوځي بېړۍ ته په اشارې سره وویل، لوی سمندري ځواک (ارمادا) له مشخص هدف سره د ایران پر لور د خوځښت په حال کې دی.
په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، د هېواد وسله وال ځواکونه یې ''ګوته پر ماشه'' حالت کې چمتو دي، چې د وچې او سمندر له لارې د هر ډول یرغل پر وړاندې ''سملاسي او پیاوړی ځواب'' ورکړي.
ایران ټینګار کوي چې د دوی اتومي پروګرام بشپړ سوله ییز دی او په پرلپسې ډول یې د امریکا او د د امریکا د متحدینو هغه تورونه رد کړي چې وايي، ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.








