BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و. په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.
مرموز مرخېړي چې خلک یې له خوړلو وروسته کوچني انسانان ویني
د چین د یوننان ولایت په یوه روغتون کې ډاکتران هر کال د خلکو ګڼې ګوڼې ته چې له یوه غیر معمولي شکایت سره ورځي، ځانونه چمتو کوي. دغه ناروغان له ډېرو عجیبو او حیرانوونکو نښو نښانو شکایت کوي. دوی وايي، ډېر کوچني ښاپېرۍ ډوله شکلونه ګوري، چې تر دروازو لاندې ورتېرېږي، پر دیوالونو پورته خېژي او په فرنیچرو پورې راځوړندېږي.
وسواس او مزاحمو فکرونو سره څه وکړو؟
کله داسې شوي چې په یوه ستړې کوونکې غونډه کې ناست یاست او په ذهن کې مو درګرځي: "که همدا اوس چېغې وکړم نو څه به وشي؟" یا موټر چلوئ او ناڅاپه فکر در ته پیدا شي: "که ټکر وکړم نو څه به وشي؟" دا ډول نا ارامه کوونکي خیالونه، مزاحم فکرونه ګڼل کېږي او ډېرو خلکو ته وخت ناوخته پیدا کېږي، خو ښه خبره دا ده چې تاسو دا فکرونه له پامه غورځولای شئ. خو د ځینو کسانو لپاره دا ډول فکرونه دومره ځورونکي وي، چې وسواس ورته پیدا کېږي او تکراري کارونو ته اړ کېږي.
په ننګرهار کې څنګه یوه مور له خپلو شپږو ماشومانو سره یو ځای مړه شوه؟
په ننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې د یوه کور اووه کسان مړه شوي دي. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په وینا پېښه د ننګرهار مرکز جلال اباد په اوومه حوزه سیمه کې تېره شپه نژدې ۱۲ بجې رامنځته شوې. د ښاغلي حماد په خبره مرکزي غوچکو سیمه یو دوه پوړیز کور، چې د نهر پر غاړه یې موقعیت درلود او تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و، ونړېد.
په خلیج کې د امریکا پوځي ځواک له زیاتېدو سره ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اتومي پروګرام هوکړې لپاره 'وخت په ختمېدو دی'
له هغه وروسته چې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه پرلپسې د زیاتېدو په حال کې دي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې د ایراني اتومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت په ختمېدو دی.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
کوم خواړه وخورو چې روغتیا مو ښه وي؟
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا کې حکومت د خوراکي توکو د وېش داسې محدودیت ولګاوه چې کورنیو ته یې هره اوونۍ یوه ټاکلې اندازه خوراک ورکاوه. د دې کار موخه دا وه چې خلک وکولای شي خپلې تغذیوي اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې داسې ډاډ ترلاسه شي چې خواړه په ټول هېواد کې په مساوي ډول وېشل کېږي. بوره یو له هغو خوراکي توکو وه چې وېش یې محدود شوی و.
ویډیو, ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی, موده 14,37
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جزا قانون نه بدلېدونکی دی. ښاغلی مجاهد وايي پر دې قانون اعتراض نه شي کېدلی؛ ځکه د اسلامي شریعت پر اساس ترتیب شوی دی. په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د حکومت پر قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي.
په ایران کې انټرنېټ بېرته فعالېږي، خو د هر چا لپاره نه دی
په ایران کې د انټرنېټ له بندیدو درې اونۍ وروسته اوس رپوټونه وايي، چې د ۹۲ میلیونو ایرانیانو له ډلې د ځینو لپاره انټرنېټي اړیکي بېرته فعال شوي، خو داسې ښکاري چې لاسرسی یې تر سخت کنټرول لاندې دی.
د طالبانو حکومت وایي، که څوک پر"اسلامي قوانینو" اعتراض وکړي ورسره قانوني چلند کېږي
د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزارت وایي، د دوی د ادارې تقنیني اسناد د هېواد د علماوو او هر وزارت او اړوندې ادارې او د دوی د مشر مولوي هبتالله اخونزاده د دفتر په کچه تدوین او تخریج کېږي. دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د افغانستان د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو لخوا د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر په کچه د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي".
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۹ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































