BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په یو وخت له خونړیو بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی
د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت محسن نقوي ویلي، په دې بریدونو کې لس امنیتي سرتېري او ۳۷ بریدګر وژل شوي دي. محسن نقوي د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستې خو وایي، دا بریدونه د "فتنة الهندوستان" کار دی او ادعا کوي چې د بریدګرو ځینې بریدونه یې شنډ کړي دي.
د هک شوي، تعقیب شوي او وهل شوي یوټیوبر کیسه چې سعودي باید ورته ۳ میلیونه پونډه ورکړي
یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلیونه ځله وکتل شوه. د لندن په ویمبلي سیمه کې د اوسېدو له خپل ځایه، دا تېز ژبی او کله کله سپکوونکی کامیډین د سعودي پر شاهي کورنۍ د نیوکو له کبله پېژندل کېده، خو د مینهوالو سربېره یې ځینې قوي دوښمنان هم لرل. لومړۍ خبره چې المصاریر ورته پام شو دا وه چې د هغه موبایلونو عجیب چلند پیل کړ. ډېر ورو شول اوچارج یې ژر ختمېده.
د اسرائیلي رسنیو راپور: پوځ د غزې جګړه کې د شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیانو وژل کېدل منلي
اسرائیلي رسنیو د دې هېواد د یوه لوړ پوړي امنیتي مقام له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ مني چې د غزې په جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیلو مخکې څو ځله په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیايي ادارو له خوا خپاره شوي شمېرې په سمه توګه نه منلې او ناسمې یې بللې وې
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو ټاکل شوی استازی نه مني
د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي. د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي.
د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل
د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې. پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و. دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: افغانستان د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته ووت
د افغانستان له نوولس کلنو کمعمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته لار ومونده. افغان زلمیو په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپلو ایرلنډي همزولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.
که امریکا پر ایران برید وکړي نو د تهران غبرګون به ورته څه وي؟
د امریکايي سمندري ځواکونو یو اېس اېس ابراهم لنکن الوتکې لېږدونکې بېړۍ د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مسوولیت سیمې ته، چې د ایران له اوبو سره نږدې ده، رسېدل دا احساس لا پیاوړی کړی چې ښايي یوه پراخه مخامختیا د رامنځته کېدو په حال کې وي. دا هر څه په داسې وخت کې کېږي، چې په ایران کې د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو او تاوتریخجنو احتجاجونو ځپل روان دي، او دا ښيي چې واشنګټن او تهران مستقیم ټکر ته ښايي تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي وي.
د میلیاردونو ډالرو لمریزې پروژې د همالیا شپانه ولې اندېښمن کړي؟
هند د همالیا په سړه بېدیا او شخړمنه سیمه کې لوی پلانونه لري او غواړي د نړۍ تر ټولو لویه د لمریزې برېښنا پروژه تطبیق کړي. دا پلان د هند تر ولکې لاندې کشمیر د لداخ د چانګتانګ پر لوړو یوه مهم پړاو ته رسېدلی دی. په دې سیمه کې چانګرا یا پشمینې 'وژغونې' لرونکې وزې مېشتې دي، چې د دې سیمې مشهورې او نرمې پشمینې وړۍ "وژغونې" تولیدوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۱ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































