د سردردۍ په مخنیوي کې د کافین رول څه دی؟

سردرد

د عکس سرچینه، Getty Image

    • Author, یاسمین روفو او میشل رابرټس
    • دنده, بي بي سي

سردرد داسې څه دی، چې کله نا کله هر څوک ورسره مخامخ کېږي. کله داسې وي، چې تر څو دقیقو پورې دوام کوي، خو کله بیا داسې هم کېږي، چې سردردي تر ساعتونو او ان ورځو پورې هم دوام کوي.

د درد څرنګوالی هم توپیر لري، کله خورا تېز محسوسېږي او کله بیا نرم درد کوي، چې د سر بېلابېلو برخو او ان مخ او غاړې پورې هم رسېږي.

ډاکتر شاند وان تلیکین چې د بي بي سي واټساپ ډاکس نومي روغتیايي خپرونه چلوي وايي، په هرو شپږ اونیو او یا یوه میاشت کې یو ځل له سر درده ځورېږي او په خبره یې : ''داسې احساس کوم لکه څوک چې مې په سترګو کې مېخونه ټک وهي.''

په داسې حال کې چې د سردردي په هکله اندېښنه هم طبیعي ښکاري، په بریتانیا کې د ماګرین ملي مرکز یوه ماهره ډاکتر کاتې مونرو وايي، داسې خورا لږ پېښېږي، چې سردردي کومه جدي ستونزه واوسي: ''دا طبیعي ده، چې د سردردي د جدیت په هکله اندېښنه وشي، خو معمولاً داسې خورا لږ احتمال شته، چې دا کومه جدي ستونزه واوسي.''

د دې مشوره دا ده، چې که لومړی ځل مو سر درد کوي، یا خورا سخت درد وي، بیا خو باید له ډاکتر سره مشوره وشي، خو که دا د معمول نرم درد وي، داسې ځینې کورنۍ نسخې شته، چې له ډاکتر سره د لیدو تر څنګ مرسته کولای شي.

د سردردي پېژندلو لارښوونې

ډاکټرشاند وايي چې د سردرد په اړه پوهېدل ډېره ګټه کولای شي، ځکه ډېری وخت سردرد یوازې یو لامل نه لري. د دې لپاره د سردرد یادښت ساتل مرسته کوي چې وختونه او ښايي لاملونه یې معلوم شي.

د سردردي لاملونه به څه وي؟

  • د هوا یا موسمونو بدلون؟
  • څه مو کول چې سر مو درد ونیو؟
  • څه مو خوړلي یا څښلي و؟
  • خوب مو څنګه و؟

ښځې کولای شي د میاشتني عادت نیټه او پر وخت یې د خپلې روغتیا اړوند معلومات یاداښت کړي، ځکه ښايي د سردردي یو لامل د هارمونونو بدلون وي.

خو ډاکتره مونرو بیا وايي، دا فکر کوي، چې دا هر څه هم باید له کچې زیات نه وي. دا وايي:

''ما د خپل سردرد اړوند خورا ډېر جزییات راټول کړي وو او دا تېروتنه وه، دې هر څه خواشینې کړم. د ډېرو جزییاتو یادولو پر ځای به ښه وي، چې درد ته له یوه تر لسو پورې شمېرې ورکړل شي او یوازې دومره یادونه وشي، چې ستاسې پر ورځ یې اغېز څه و؟

له دې سره باید هغه ورځې هم یاد وساتل شي، چې هېڅ سردردي مو نه درلودله او له همدې کبله بیا ډاکتر کولای شي سره پرتله یې کړي.

کافین باید په احتیاط سره وکارول شي

ښايي فکر وکړئ چې کافین هغه څه دي چې د سردردي په صورت کې یې سملاسي د کارولو مخنیوی وشي، خو ډاکټره منرو وايي چې واقعیت دومره څرګند هم نه دی، بلکې په خبره یې که هره ورځ ډېر کافین نه کاروو، لږ او محتاطانه کارول یې ښايي د درد په مخنیوي کې د ګولیو‌ په پرتله ګټه وکړي خو ډېر کافین نه!

ډاکټر منرو وايي: "کافین یو شریک درد کمونکی عنصر دی چې کولی شي د درد کمونکو درملو اغېزو ته وده ورکړي، خو ماسپښین او له ماښامه وروسته یې کارول ښايي خوب ګډوډ کړي.''

له همدې امله ویل کېږي، چې د کافین په هکله معلومات خورا مهم دي، ځکه هره ورځ یې ډېر کارول سردري رامنځته کولای شي او که ناڅاپه ودرول شي، هم ښايي د سر دردي لامل شي.

خوراک مه پرېږدئ

دا چې تاسو څه وخت او څه خورئ، دا کولای شي د سردرد په شدت او تکرار کې رول ولوبوي. ډاکټر منرو سپارښتنه کوي چې د مدیترانې سیمې د خلکو په څېر خواړه وخورئ، یعنی داسې خوراک چې د پروټین، روغو غوړو او پېچلو کاربوهایډریټونو څخه ډک وي. دا ډول رژیم د انرژۍ کچه ثابته ساتي.

له بسکټ، چاکلیټو، یا خواږه څښاک څخه باید ځان وساتل شي، چې خواږه یې ژر هضم کېږي او هېڅکله هم باید خوراک پرېنښودل شي، ځکه دا د سردرد یو عام لامل کېدای شي. ډاکټر منرو وايي، دې ته معلومه شوه چې د شیدو او ګلوټین پرېښودل یې سردرد ته ګټه وکړه، خو دا ممکن په هر چا اغېزه ونه کړي.

دا وايي:

"زه په دې هم پوهه شوم چې منظم خوراک او کار ځای ته د غرمې ډوډۍ له ځان سره وړل هم راته ګټور ثابت شول."

دا وايي، د مناسب خوراک تر څنګ منظم فزیکي فعالیت، ښه خوب، د ذهني فشار (سټرس) کنټرول او په بدن کې د اوبو د کچې پوره ساتل هم د سردرد په کمولو کې مرسته کوي.

ماهرین وايي باید دومره اوبه وڅښل شي، چې د ادرارو رنګ روڼ وي او تنده محسوسه نه شي.

له کوډین (Codeine) لرونکو درملو باید ډډه وشي

ډاکټره منرو وايي:

" د درد کمونکو درملو په ګډون ځینې درمل شته چې د ډاکتر له نسخې پرته موندل کېږي او د سردردي په کمولو کې مرسته کوي.

خو هغې خبرداری ورکړ چې باید له هغو درملو ډډه وشي چې کوډین پکې وي، ځکه دا مواد کولای شي د سر درد تکرار زیات کړي او نښې یې لکه کانګې یا بد حالت لا پسې خراب کړي.

هغه وايي:

"درد مخنیوي درمل ډېر اغېزمن وي، خو دا هم په دې پورې تړلې ده چې سر درد مو څومره شدید دی."

که سردرد مو ډېر تکراریږي یا زیات شي، ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي، چې مناسب درمل درته وړاندیز کړي.

دغه راز مهمه ده چې په اونۍ کې له دوو ورځو زیات پرلپسې د درد مخنیوي درمل مه کاروئ، ځکه دا چاره د درد تکرار خطر زیاتوي.