دهورندر؛ هغه فلم چې د عاید له پلوه 'په ریکارډ کچه کامیاب' بلل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې یشراج فلم شرکت وايي، هغه فلم چې د "دهورندر" تر سرلیک لاندې په دا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شو، د هند فلمي نړۍ په تاریخ کې لومړنی فلم دی، چې په یوه ژبه کې ثبت شوی او تر اوسه یې تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کړی دی.
د یشراج فلمز له لوري په یوه اعلامیه کې د دې فلم اړوند تخنیکي کسانو او هنرمندانو ته "مبارکي" ویل شوې.
فلمي کره کتونکی او د سوداګریزو چارو شنونکی تاران ادرش د دهورندر فلم کامیابي د هندي سینما په تاریخ کې ''یوه مهمه شېبه'' بولي.
نوموړي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي: "تر دا وروستیو پورې، له پشپا ۲ مخکې کېدل، چې په هندي بازار کې ترټولو ډېر عاید لرونکی فلم و، د تصور وړ نه ښکاریده، خو ریکارډونه د ماتېدلو لپاره جوړ شوي، او دهورندر همدا کار کړی دی."

د عکس سرچینه، Jio Studios
د تاران ادرش په وینا دهورندر فلم تر اوسه په هند کې د ۸۳۱.۴۰ کروړو روپیو عاید ترلاسه کړی دی.
د ادیتیه دهر په دې فلم کې سنجې دت، رنویر سینګ، ارجن رامپال او اکشې کھنه مرکزي رولونه لوبولي او کیسه یې د هند او پاکستان څارګرو ادارو پر جاسوسانو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د غدیو تر منځ شخړو پر اړوند ځینو واقعي کریکټرونو راڅرخي.
په دې فلم کې د هندي سینما ستوری رنویر سینګ د حمزه په نامه د یوه هندي جاسوس رول لوبوي.
د حمزه په رول کې رنویر سینګ د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه خطرناک ماموریت کې ښودل شوی دی.

د عکس سرچینه، Jio Studios
په داسې حال کې چې په فلم کې رنویر سینګ له یوې خوا د بېلابېلو جرمي شبکو او څارګرو ادارو له افسرانو سره په شخړو بوخت وي، له بلې خوا هغه له ویرې او رواني ستونزو سره هم مبارزه کوي او دا هر څه د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په شالید کې نندارې ته وړاندې شوي.
که څه هم د دې فلم ګڼ شمېر لیدونکو دا فلم ستایلی، خو ځینو بیا د دې فلم د کیسې سیاسي پیغام او تاریخي پېښو وړاندې کولو پر انداز نیوکې هم شوې.
فلمي کره کتونکی اودې بهاټیا وايي: دا فلم پاکستان د یوې داسې له کنټروله وتلې او نژدې وحشي ټولنې په توګه وړاندې کوي، چې له هند سره یرغلګرانه دښمنۍ هوډ لري او له دې سره سره د پولې بل لوري یوې شخړې ته د مذهبي لیدلوري چوکاټ هم ورکړل شوی.
ځینې نور کره کتونکي بیا وايي، دا ننداره په حیرانونکي ډول واقعیت ته نژدې ده.
پر انډیا ټوډې وېبپاڼه وینیتا کومار لیکي: ادیته دهر چې کوم څه په خورا ښه بڼه وړاندې کړي، هغه د پاکستان تصویر دی. "په دې کې هیڅ خندونکی څه نشته، خو دا د هر څه د ښودلو لپاره یوه ډېره نازکه او متوازنه لاره ده، په ځانګړې توګه د سیاست."
د دې فلم چمتو کوونکي ادیتیه دھر لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ، چې د لومړنی فلم یې"اوړي: دی سرجیکل سټرایک" نندارې ته وړاندې شو.
هغه فلم کې په ۲۰۱۶ کال کې پر پاکستان د هند د هوايي بریدونو ډراماتیک انځور وړاندې شوی.
اوړي د عاید له پلوه خورا بریالی فلم و او ادیتیه دھر په هند کې د هغه فلم له کبله جایزه هم وګټله.








