ایا پوهېدئ چې بدن کې مو د بي۱۲ویټامین کموالی د مړینې لامل کېدای شي؟ دغه خواړه مو خوړو کې شامل کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سوربي ګوپتا
- دنده, بيبيسي
د ۲۰۲۵ کال مې میاشت کې د زړه ناروغیو طب په نامه یوه اروپايي ژورنال هند کې د بي۱۲ویټامین (B-12) د کموالي په اړه یوه څېړنیزه مقاله خپره کړه.
دې څېړنه کې د بي۱۲ویټامین د کموالي په اړه د ګڼو نورو څېړنو معلومات هم شامل دي.
هغه ۲۰ څېړنې چې دې ارزونه کې شاملې وې ټولټال ۱۷ زره او۷۵۰ ګډونوال یې درلودل. د څېړنې له مخې ۵۱ سلنه کسانو کې د بي۱۲ویټامین د کموالي نښې نښانې وموندل شوې. د دغه څېړنیز راپور له مخې، په ۶۵ سلنه هغو ګډونوالو کې هم د بي۱۲ ویټامین کموالی موجود و چې سابه یې د معمول خوراک و.
بي۱۲ویټامین (B-12) څه دی؟ بدن کې یې کموالی کومې ستونزې رامنځته کوي او څنګه یې پوره کولی شو؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره مو د ډيلي د ګوروګرام سیمې د فورټیس مېموریال په نوم د څېړنیز انسټیټیوټ د کلینیکي تغذیې له مشرې دېپتي ختوجا او د ډيلي ډایټس یا ډيلي خوراکي رژیم بنسټ اېښودونکې او تغذیه پوهې سره خبرې کړي دي.
ولې زموږ بدن بي۱۲ ویټامین ته اړتیا لري؟
ویټامینونه د بدن د ګڼ شمېر دندو لپاره اړین دي.
په عام ډول ویټامینونه دوه ډوله دي: هغه ویټامینونه چې غوړو کې حل کېږي، لکه اې ویټامین (A)، ډي ویټامین (D)، اي ویټامین (E) او کې ویټامین (K).
نور بیا اوبو کې حل کېدونکي ویټامینونه دي، لکه سي ویټامین او د بي ډلې ویټامینونه، چې بي۱۲ویټامین (B-12) هم په کې شامل دی.
ډاکټردیپتي ختوجا، چې په فورټیس میموریال څېړنیز انسټیټیوټ کې د تغذیې مشره ده، وايي:
"بي۱۲ویټامین د تغذیې کوچني مواد دي. که څه هم بدن ورته په کمه اندازه اړتیا لري، خو زموږ په بدن کې مهمه ونډه لري."
بي۱۲ویټامین د بدن د هرې حجرې لپاره اړین دی. د ډاکټرې دیپتي ختوجا په وینا، بي۱۲ ویټامین په حجرو کې د مهمو کیمیاوي تعاملونو په ترسره کولو کې مهمه ونډه لري. لکه د خوړو په انرژۍ بدلول او د نوو مالیکولونو جوړول.
هغه زیاتوي، دغه ویټامین زموږ د عصبي سیستم د فعالیت لپاره هم مهم دی، همدا راز د وینې حجرو په روغ ساتلو کې هم مرسته کوي او ورسره د بدن د معافیت پر سیستم هم اغېز کوي.
امریتا مشرا وايي، بي۱۲ویټامین د وینې سرو حجرو جوړولو لپاره اړین دی، هغه حجرې چې د بدن ټولو برخو ته اکسیجن رسوي.
کوم خواړه بي۱۲ویټامین لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بي۱۲ویټامین په اصل کې غوښه کې موندل کېږي. هغه خواړه چې له سابو ترلاسه کېږي بي۱۲ویټامین نلري، په دې شرط چې په لوی لاس په کې ورزیات شوي نه وي.
هغه خواړه چې بي۱۲ویټامین لري غوښه، کب، هګۍ، شیدې او ځینې نور لبنیات دي.
معنی دا په هګیو، چرګانو، سره غوښه، کبانو، سمندري خوړو، شیدو او لبنیاتو کې موندل کېږي.
د بي۱۲ویټامین ګولۍ هم موندل کېږي. امریتا مشرا وايي، د بي۱۲ویټامین کپسولونه او پېچکارۍ هم شته. خو دا ډېره مهمه ده چې د هر ډول ګولیو له خوړلو یا کارولو مخکې له ډاکټر سره مشوره وشي.
ډاکټره دیپتي ختوجا وايي: "د بي۱۲ویټامین ګولۍ یوازې د ډاکټر په لارښوونه او د ټاکل شوي مودې لپاره خوړل کېدی شي."
د بي۱۲ویټامین کموالی
امریتا مشرا د بي۱۲ویټامین کمښت لاملونه ناسم خوراکي عادتونه، پروسس شوي خواړه، ګیاهي رژیمونه، او د لبنیاتو کم خوراک بولي.
هغه کسان هم د دې ويټامین له کمښت سره مخ کېدی شي چې بي۱۲ویټامین لرونکي خواړه خوري، خو بدن یې نه شي جذبولی. په بله معنی بي۱۲ویټامین لرونکي خواړهخوري، خو اغېز یې پر بدن نه ښکاري ځکه بدن یې سم جذب نشي کولی.
نو د انسان بدن څنګه بي۱۲ویټامین ترلاسه کوي؟
د بي۱۲ویټامین جذب زموږ په بدن کې یو پېچلی بهیر دی. خوړو کې بي۱۲ویټامین له پروټینونو سره تړلی وي.
د امریکا ملي روغتیا انسټیټیوټ (NIH) په وینا، د بي۱۲ویټامین جذب په دوو پړاونو کې ترسره کېږي:
لومړی پړاو: زموږ معده د هایدروکلوریک اسید په نوم موادو په مرسته خوړو کې بي۱۲ویټامین له پروټینو جلا کوي.
دویم پړاو: له پروټینه جلا شوی بي۱۲ویټامین له هغو نورو ځانګړو پروټينونو یا سرو حجرو سره نښلي چې معدې جوړ کړي او بیا بدن ته جذبېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي۱۲ویټامین ګولۍ له هېڅ ډول پروټین سره نه تړل کېږي، ځکه نو د جذب لومړي پړاو ته اړتیا نلري. خو له هغو پروټینو سره باید ونښلي چې معده یې خپله جوړوي او بدن ته جذبېږي.
که د بي۱۲ویټامین د جذب کومه برخه په سمه توګه نه ترسره کېږي، د کمښت خطر ورسره ډېرېږي.
د امریکا ملي روغتیا انسټیټیوټ (NIH) په وینا، هغه کسان چې د بي۱۲ویټامین کمښت له خطر سره مخ دي، هغه کسان دي چې یا یې بدن ته کافي بي۱۲ویټامین نه رسېږي او یا یې بدن سم جذب نه کوي. د بېلګې په توګه:
د پاخه عمر کسان: د عمر په تېرېدو سره ډېر خلک معده کې د هایدروکلوریک اسید موادو له کموالي سره مخ کېږي، چې د خوړو له لارې د بي۱۲ویټامین جذب ستونزمنوي. له۵۰ کلونو د لوړ عمر کسان ښايي د بي۱۲ویټامین ځانګړو خوړو او یا ګولیو خوړو ته اړتیا ولري.
هغه ناروغان چې بدن یې کافي اندازه سرې حجرې نشي جوړولی: دې حالت کې معده هغه پروټین نه جوړوي چې د بي۱۲ویټامین جذب لپاره اړین دي. د دغه ډول کسانو بدن نه د خوړو او نه هم د ګولیو له لارې بي۱۲ویټامین جذبولی شي.
په عام ډول ډاکټران دغه ډول ناروغانو ته د بي۱۲ویټامین پېچکارۍ کوي.
هغه کسان چې د معدې یا کولمو عملیات یې کړی وي: لکه د معدې یوه برخه یې پرې کړې وي چې دا معده کې د هایدروکلوریک اسید او پروټین تولید کموي، او د بي۱۲ویټامین جذب ستونزمنوي.
سابه خواره او ویګن یا هغه کسان چې هېڅ ډول حیواني خواړه نه خوري: هغه کسان چې لږ یا هېڅ ډول حیواني خواړه نه خوري، کېدی شي کافي بي۱۲ويټامین ترلاسه نه کړي.
بدن کې د بي۱۲ویټامین نښې نښانې او اغېز

د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي پر بدن د بي۱۲ویټامین کمښت نښې نښانې څو کاله وخت ونیسي چې راڅرګندې شي.
ډاکټره دیپتي ختوجا وايي: "د بي۱۲ویټامین کمښت په تدریجي ډول رامنځته کېږي، نو نښې نښانې یې هم په تدریجي ډول راڅرګندېږي او د وخت په تېرېدو لا نورې جدي کېږي."
د بي۱۲ویټامین کمښت نښې نښانې:
- لاسونو یا پښو کې عجیبه احساس، بې حسي، پښو یا لاسونو کې خارښ
- پلی تګ کې ستونزې (د انډول ستونزې)
- هغه ناروغي چې له مخې یې د انسان بدن کافي اندازه سرې حجرې نشي جوړولی
- د ژبې پړسوب
- فکر کولو یا پر یو څه د پوهېدو ستونزه او د حافظې له لاسه ورکول
- کمزورتیا
- ستړیا
- د پوستکي ژېړوالی
- د مزاج بدلون یا غوسه
- د تمرکز کمښت
دا چې یو کس د بي۱۲ویټامین له کمښت سره مخ دی یا نه، د بي۱۲ویټامین د کچې د ازموینې له لارې معلومېدی شي چې د وینې ازموینه ده.











