راشد خان د ۲۰ اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکی هم شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د یو ورځنیو لوبو غوره افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې ډلبندۍ له مخې په ۲۰ اوریزو لوبو کې هم د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی. د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله پاڼه د غوره شل اوریزو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې د ۷۵۹ امتیازونو په لرلو سره راشد خان ارمان ته لومړی ځای ور کړی.
په دغه نوملړ کې د نیوزیلنډ توپ اچوونکی ايش سودهي د ۷۰۰ امتیازونو په لرلو سره دویم، د ویسټ انډیز سمویل بدري د ۶۹۱ امتیازونو په لرلو سره درېیم او د پاکستان عماد وسیم د ۶۷۷ امتیازونو په لرلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.
راشد خان ارمان تر دې وړاندې هم په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هند له چټک توپ اچوونکي جسپریت بومبرا سره یو ځای د جدول د سر ځای خپل کړی و.

د عکس سرچینه، ICC
راشد ارمان د لږ څه باندې ۱۹ کاله عمر په لرلو سره د کرېکټ د تاریخ لومړی ځوان لوبغاړی دی د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې د سر ځای نیسي.
پر راشد ارامان سربېره د افغان ملي لوبډلې بل الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی هم د کرېکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په ډلبندۍ کې د ۲۹۲ امتیازونو په لرلو سره د درېیم غوره الراونډر کرېکټ لوبغاړي ځای نیولی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د الراونډرۍ په نوملړ کې لومړی مقام د ۳۸۹ امتیازونو په لرلو سره استرالیایي ګلین مکسوېل او دویم ځای د ۳۲۶ امتیازونو په تر لاسه کولو بنګله ديشي لوبغاړي شکېب الحسن خپل کړی دی.
د افغانستان د پیل توپ وهونکي محمد شهزاد محمدي بیا د شل اوریزو لوبو د غوره توپ وهونکو په ډله کې د ۶۵۳ امتیازونو په لرلو سره لسم ځای خپل کړی دی.









