څنګه مو په بدن کې د هورمونونو تولید ذهن کنټرولوي؟

ساینسپوهانو تر دې دمه د انسان په بدن کې ۵۰ هورمونونه پېژندلي
د عکس تشریح، ساینسپوهانو تر دې دمه د انسان په بدن کې ۵۰ ډوله هورمونونه پېژندلي دي
    • Author, جازمین فاکس سکېلي
    • دنده, بي‌ بي سي

هورمونونه زموږ د بدن په سم ډول فعالیت کولو کې مهمه ونډه لري. خو کېدی شي پر مزاج او ذهني روغتیا مو ژور او کله نا کله ان منفي اغېزه هم وکړي.

موږ ټول غواړو فکر وکړو چې زموږ احساسات او عواطف زموږ تر کنټرول لاندې دي، خو ایا دا په رښتیا همداسې ده؟

ساینسپوهان له ډېر پخوا راهیسې پر دې پوهېږي چې هغه کیمیاوي پیغام رسونکي مواد چې نیوروټرانسمیټرز بلل کېږي، زموږ پر ماغزه اغېز لري.

خو اوس نورې څېړنې کوي او غواړي پر دې پوه شي چې ایا هورمونونه هم کولی شي زموږ ذهن له داسې لارو ګډوډ کړي چې تمه یې نه کېږي او که څنګه؟

ځینې ساینسپوهان هڅه کوي د همدغو معلوماتو د کارولو په مرسته د ژور خپګان او یا د ځان ملامتولو په څېر رواني ستونزو لپاره نوې درملنې ومومي.

هورمونونه کیمیاوي پیغام رسوونکي مواد دي چې زموږ د بدن د ځانګړو غدو، غړي، یا انساج له کبله تولیدېږي. دا هورمونونه د انسان د بدن د وینې جریان ته ننوځي او له یو ځایه بل ته سفر کوي چې بیا په یوه ټاکلي ځای کې له ځانګړو ریسېپټرونو یا اخیستونکو سره نښلي.

دا نښلېدنه په دې ډول وي چې بدن ته وايي یو څه باید وکړي.

د بېلګې په توګه، د انسولین هورمون ځیګر او عضلاتو ته وایي چې له وینې اضافه ګلوکوز جذب کړي او د ګلایکوجن په بڼه یې ذخیره کړي.

د هورمونونو نا څرګند کنټرول

تر دې دمه ساینسپوهانو د انسان په بدن کې له ۵۰ زیات هورمونونه پېژندلي دي.

دا ټول هورمونونه په ګډه کار کوي او د بدن سلګونه پروسې تنظیموي، لکه د انسان د بدن وده او پرمختګ، جنسي فعالیت، تولید، د خوب او ویښتیا دوره او تر ټولو مهمه ذهني روغتیا.

د کاناډا د اوتاوا پوهنتون ارواه پوهه پروفیسوره نفیسه اسماعیل وایي: "هورمونونه په رښتیا زموږ پر مزاج او احساساتو ژور اغېز لري."

هغه زیاتوي: "دا کار هغوی د نیوروټرانسمیټرانو له لارې ترسره کوي، هغه څه چې د مغز په ځانګړو برخو کې تولیدېږي او خوشې کېږي. خو دوی نه یوازې له دغو کیمیاوي موادو سره تعامل کوي، بلکې ځینې بهیرونه هم اغېزمنوي لکه د عصبي حجرو مړینه یا تولید. په بله معنی کله چې نوې عصبي حجرې (نیورونونه) تولیدېږي یا زېږي."

هورموني بدلونونه کولی شي ډېرې اغېزې ولري چې د خوب دورې ګډوډېدل هم په کې شامل دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هورموني بدلونونه کولی شي ډېرې اغېزې ولري ان زموږ خوب خرابولی شي

کله چې بدن کې هورموني بدلونونه رامنځته کېږي یا د هورمون د تولید په کچه کې څه بدلون راځي نو دا زموږ رواني روغتیا هم ډېره اغېزمنولی شي مثلا له دې کبله انسان له ژور خپګان یا اړوند نورو رواني ستونزو سره مخامخېږي.

دا بیا په ځانګړي ډول ښځو کې تر ډېره تر سترګو کېږي.

د ماشومتوب پر مهال د هلکانو او نجونو تر منځ د ژورخپګان کچه نږدې یو ډول ده. خو څېړنې ښيي کله چې دوی بلوغ ته رسېږي نو بیا نجونو کې د هلکانو په پرتله د ژور خپګان کچه دوه برابره لوړېږي او دا توپیر بیا د ژوند تر پایه دوام مومي.

ایا دا هر څه د هورمونونو له کبله دي؟

که تاسې یوه ښځه یاست، کېدی شي دا درته ډېره حیرانوونکې نه وي چې پوه شئ هورمونونه ستاسو پر مزاج خورا ژور اغېز لري.

د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې له مخې، د یوې ښځې د حیض یا میاشتني عادت له پیل مخکې څو ورځو او اوونیو کې بدن کې د ایسټروجن او پروجیسټرون په نوم د هورمونونو کچه ټیټېږي. دا بدلونونه بیا ځینو ښځو کې د غوسې، ستړیا، خپګان او اندېښنو لامل هم ګرځي.

ډاکټران وایي، ځینې ښځې بیا یوه داسې رواني ناروغي تجربه کوي چې د میاشتني عادت له پیلېدو مخکې مزاج یې ډېر بد وي او دېته بیا پي ایم ډي ډي ویل کېږي.

دا یوه داسې جدي رواني ناروغي ده چې د هورموني بدلون له امله رامنځته کېږي. د هورمون اړوند دغه ناروغي بیا له ژورو مزاجي بدلونونو، ژور خپګان، ځان ګرمول، او کله ناکله د ځان‌ وژنې فکرونو سره مله وي، چې د میاشتني عادت له پیله تر دوو اوونیو دوام کوي.

لیسا هنڅو چې د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د روان‌ پوهنې او چلند پوهنې مرستیاله پروفیسوره ده وایي: "د ګڼ شمېر هغو ښځو لپاره چې د میاشتني عادت له پیلېدو مخکې د ژورې مزاجي ګډوډۍ له ناروغۍ سره مخامخې دي دا یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې دوی ورسره هره میاشت لاس او ګرېوان دي او دا د خلکو پر ژوند ‌ډېر ژور اغېز کولی شي."

کله یوه مېرمن ماشوم وزېږوي نو بدن کې یې د ایسټروجن او پروجیسټرون هورمونونه ډېر کمېږي.

خو د ښځو په بدن کې د تخمې له خوشې کېدو مخکې د ایسټروجن هورمون کچه لوړه وي‌ نو له کبله یې بیا مېرمنې خوښې وي او دا یې روغتیا سره هم تړاو لري.

بله خوا بیا د الوپرېګنانولون (allopregnanolone) ماده چې د پروجېسټیرون د تجزیې له کبله رامنځته کېږي د ارامتیا ځانګړنه لري یعنی که دا ماده دې بدن کې وي‌ یا تولید شي‌ نو انسان ډېر د ارامتیا احساس کوي. پرو فېسوره هنڅو وایي: "که یو کس ته د الوپرېګنانولون پېچکارۍ ورکړئ هغوی ته د ارامتیا احساس ورکوئ."

خو د ښځو روغتیا اړوند یوازې خبره دا نه ده چې دوی د میاشتې په کومو ورځو کې له رواني‌ پلوه ښې دي‌ او کومو ورځو کې ښې نه دي.

د میندوارۍ، د میاشتني عادت د پړاو د بندېدو له وخته مخکې او مېنوپاز پر مهال هم هورموني بدلونونه د ښځو ذهني روغتیا ډېر ګواښوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې له مخې، نږدې ۱۳سلنه ښځې د ماشوم له زېږولو وروسته ژور خپګان تجربه کوي.

خو ولې؟

له زېږون سمدلاسه وروسته، ښځو کې د ایسټروجن او پروجیسټرون هورمونونو کچه ډېره کمېږي.

څېړونکي وایي، ښځې د میاشتني عادت له بندېدو سره هم د خپلو تخمدانیو د هورمونونو په کچه کې له سترو بدلونونو سره مخ کېږي.

لیسا ګالیا چې د کاناډا تورنتو پوهنتون کې د روانپوهنې پروفیسوره ده وایي: "ښايي خبره د هورمونونو د ځانګړې کچې نه وي، بلکې تر ډېره د هغو بدلونونو وي چې د یو کس بدن کې هورمونونه ډېر تولیدیږي‌ او دا چې دفعتا بیا دا تولید ټېټېږي نو اغیزې یې ګوري."

"ځینې کسان دې بدلونونو ته ډېر حساس وي، په داسې حال کې چې نور بیا د مېنوپاز د پړاو نښې نښانې نه تجربه کوي."

له بلوغ مخکې هلکانو او نجونو کې د ژورخپګان کچه نږدې یو ډول ده. خو له بلوغ وروسته کلونو کې بیا نجونو کې د هلکانو پرتله د ژور خپګان کچه دوه برابره لوړه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له بلوغ مخکې هلکانو او نجونو کې د ژورخپګان کچه نږدې یو ډول ده. خو له بلوغ وروسته بیا نجونو کې د هلکانو په پرتله د ژور خپګان کچه دوه برابره وي

دا یوازې ښځې نه دي چې هورموني بدلونونه تجربه کوي، نارینه هم د عمر له لوړېدو سره د ټېسټسټرون نومي هورمون په کچه کې کموالی تجربه کوي، که څه هم دا بدلون ورو او د ښځو په پرتله ډېر څرګند هم نه وي. خو ځینې شواهد ښيي چې ان یو کوچنی بدلون هم د نارینه‌ وو لپاره د مزاجي بدلون لامل کېدی شي. خو ټول نارینه نه بلکې یوازې ځینې دا حالت تجربه کوي.

پروفیسوره نفیسه اسماعیل وایي: "موږ وینو چې د عمر په اوږدو کې د ټېسټسټرون کچه بدلېږي، او له دې سره د ځینو نارینه‌ وو مزاج هم بدلېږي او دا په رښتیا یوه داسې موضوع ده چې ډېر پام نه ورته کېږي."

یو له هغو مورادو چې جنسي هورمونونه یې له مخې کولی شي د مزاج پر بدلون اغېز وکړي دا دی چې مغز کې د سېروټونین او ډوپامین په نوم نیوروټرانسمیټرونه زیات شي. سېروټونین یو ډول کیمیاوي مواد دي چې په مغز کې پیغامونه لېږي او له خوشحالۍ، ارامتیا، او د خوب له تنظیمولو سره تړاو لري.

ډوپامین هم یو داسې نیوروټرانسمیټر دی چې له الهام، خوښۍ او تمرکز سره تړاو لري. دا د مغز هغه برخه فعالوي چې له انګېزې او خوښۍ سره تړلې وي.

د سېروټونین ټیټه کچه له خپګان، اندېښنې او د خوب له ګډوډۍ سره تړاو لري.

د سېروټونین ټیټه کچه له پخوا راهیسې د ژورخپګان یو لامل بلل کېږي. د ژورخپګان ضد ډېری درمل همدا ماده په مغز کې زیاتوي.

شواهد ښيي چې ځینې ځانګړي ایسټروجن کولی شي د سېروټونین ریسپټورونه یا ترلاسه کوونکي ډېر فعال کړي او مغز کې د ډوپامین د ریسپټورونو شمېر هم زیات کړي.

بله نظریه دا ده چې ایسټروجن د عصبي حجرو ساتنه کوي او ان د مغز په یوه مهمه برخه کې چې هېپوکامپس (hippocampus) نومېږي د نویو عصبي حجرو وده هڅوي. د مغز دغه برخه د حافظې او احساساتو لپاره ډېره مهمه ده.

هغه کسان چې په ژورخپګان او الزایمر ناروغۍ اخته دي د هېپوکامپس په نوم حجرو له لاسه ورکولو سره مخامخ دي. په ورته وخت کې، د خپګان ضد درمل او هغه مواد چې سایلاسیبین نومېږي او په جادويي مرخېړیو کې موندل کېږي د مغز په همدې برخه کې د نویو عصبي حجرو وده هڅوي.

پروفیسوره اسماعیل وایي: "ایسټروجن د مغز ساتنه کوي او نورو نویو عصبي حجرو ته وده ورکوي. دا همدا دلیل دی چې کله ښځې د مېنوپار پړاو ته ننوځي موږ وینو چې د عصبي حجرو هغه څانګې چې دېنډرایټونه (dendrites) یې بولي کمېږي. ډنډرایټونه د عصبي حجرو هغه پراخېدونکې برخې دي چې موږ د ژوند په لومړیو پړاوونو کې درلودې."

همدا لامل دی چې ښځې د میاشتني عادت د پړاود بندېدو پر مهال اړې دي ذهني ګډوډي او د حافظې ستونزې تجربه کړي.

کله چې بدن د فشار پر وړاندې ناسم غبرګون ښيي

د مغز د هېپوکامپس په برخه کې د عصبي حجرو له منځه تګ کولی شي د بدن د نورو هورموني سیستمونو، په ځانګړي ډول د هیپوتالاموس–پېټویټري–اډرینال (HPA) د محور پر فعالیت منفي اغېز ولري. دا غدې پر بدن د فشار پر وړاندې غبرګون تنظیموي.

کله چې موږ اندېښنه کوو، نو هېپوتالاموس چې د مغز یوه برخه ده او د بدن د ډېرو هورمونونو خوشې کېدل کنټرولوي، پېټویټري نومې غدې ته پېغام ورکوي چې یو ځانګړی هورمون خوشې کړي چې اډرینوکورټیکوټروپیک هورمون (ACTH) نومېږي. همدا بیا اډرینال نومې غدې هڅوي چې کورټیزول (cortisol) تولید کړي، هغه څه چې د فشار هورمون بلل کېږي.

کورټیزول بدن ته وايي چې د وینې جریان ته ګلوکوز خوشې کړي چې له مخې یې مغز او بدن ته د بېړني حالت لپاره اړینه انرژي ورکړي.

اکسیټو‌‌سین چې ډېری وخت د مینې هورمون بلل کېږي، له نږدې‌والي او د عاطفي اړیکو له شېبو سره تړاو لري، او باور کېږي چې د فشار ځینې منفي اغېزې کموي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اکسیټو‌‌سین چې ډېری وخت د مینې هورمون بلل کېږي، له نږدې‌ والي او د عاطفي اړیکو له شېبو سره تړاو لري، او باور کېږي چې د فشار ځینې منفي اغېزې کموي

پروفیسوره هنڅو وايي، "کله چې یو کس له فشار سره مخامخ شي، نو د بدن د هیپوتالاموس–پېټویټري–اډرینال محور یې فعالېږي، او په لنډمهال کې ځان اعیاروي ځکه له بدن سره مرسته کوي چې له فشار سره مبارزه وکړي. خو په اوږد مهال کې زیان رسوونکی کېدی شي."

په عام ډول کله چې بدن ته کورټیزول یا د فشار هورمون خوشې شي، نو باید مغز ته یو پېغام ورکړي چې ارام شي. هېپوکامپس بیا هېپوتالاموس ته وايي چې له پېټویټري غدې سره اړیکه پرې کړي او دا کار د فشار پر وړاندې غبرګون ختموي.

خو که یو کس په دوام لرونکي ډول فشار تجربه کوي لکه، ګواښ، ناوړه استفاده، او یا تاوتریخوالی نو دا بهیر بیا نور کار نه کوي، او مغز ته د لوړې کچې کورټیزول یا د فشار هورمون خوشې کېږي.

او دا ښه په دې نه ده چې د وخت په تېرېدو سره، کورټیزول په مغز کې التهاب زیاتوي، په هېپوکامپس کې عصبي حجرې له منځه وړي او مغز ته د خبر ورکولو مخه ډب کوي.

پر دې سربېره، کورټیزول کولی شي د مغز په نورو برخو کې هم عصبي حجرې له منځه یوسي لکه، امیګدالا (amygdala) او پریفرانټل کارټېکس (prefrontal cortex) چې دا کار بیا پر حافظه، تمرکز یا پام او مزاج منفي اغېز کوي.

یوه بله څېړنه ښيي چې د اکسیټو‌‌سین په نوم د پزې سپرې کارول د دې لامل کېږي چې خلک سخي، مهربانه، همکاره او زړه سواندي شي.

پروفیسوره اسماعیل وایي: "امیګدالا زموږ د مغز هغه برخه ده چې موږ یې پر مټ خپل احساسات کنټرولوو. که دا په مغز کې خپل حجم له لاسه ورکړي، نو دا د احساساتي کېدو، زیاتې غوسې او د منفي احساساتو لامل ګرځي."

د پریفرانټل کارټېکس (prefrontal cortex) له منځه تلل د تمرکز کمېدو او په مناسب وخت کې د پرېکړې کولو ستونزې سره تړاو لري. همدا راز، په هېپوکامپس کې د حجرو له منځه تلل د حافظې کمزورتیا لامل کېږي.

پریفرانټل کارټېکس (prefrontal cortex) د مغز هغه مخکنۍ برخه ده او د مغز اجراییوي مرکز ګڼل کېږي ځکه چې د فکر کولو، پرېکړو کولو او تمرکز مسولیت لري.

که څه هم کورټیزول موږ له فشار سره مخامخ کوي، خو اکسیټو‌‌سین چې ډېری وخت د "مینې هورمون" په نوم یادېږي بیا برعکس اغېز لري.

اکسیټو‌‌سین د نرمښت او مهربانۍ احساساتو ته وده ورکوي. دا ماده د د زېږون، تي ورکولو او جنسي اړيکو پر مهال خوشې کېږي. همداراز داسې ښکاري چې د انسانانو او ژویو تر منځ د اړیکو جوړېدو کې هم مهمه ونډه لري.

پروفیسوره اسماعیل وایي: "اکسیټو‌‌سین له نږدې‌ والي او د خوندي اړیکې له احساس سره تړاو لري، او ښکاره خبره ده چې دا منفي فشار د اغېز پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي."

"کله چې موږ ځان خوندي احساس کړو، او دا حس ولرو چې ملاتړ مو کېږي نو دا د کورټیزول هغه کچه راټیټوي چې ښايي د فشار له امله لوړه شوې وي."

څېړنې ښيي چې د اسټروجن درملنه، چې په کې د هورمون بدیل درملنه هم شامله ده، کولی شي ځینو هغو ښځو سره مرسته وکړي چې د حیض بندېدو دوره تجربه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې ښيي چې د اسټروجن درملنه، چې په کې د هورمون بدیل درملنه هم شامله ده، کولی شي ځینو هغو ښځو سره مرسته وکړي چې مېنوپاز تجربه کوي

څېړنو دا هم ښودلې چې خلک د اکسیټو‌‌سین په نوم د پزې سپرې په کارولو سره سخي، همکاره او زړه سواندي شول، اود دې شونتیا یې زیاته کړه چې په نا اشنا خلکو باور وکړي.

خو ځینې بیا دا ردوي. د بېلګې په توګه، دا لا په کره ډول نه ده ثابته شوې چې وښيي اکسیټو‌‌سین کولی شي د وینې او مغز ترمنځ له شته خنډه واوړي.

له دې سره، یوه بله منل شوې نظریه بیا دا ده، چې وایي د تایرایډ غدې (هغه پتنګ یا کوکۍ ډوله غده چې د غاړې په برخه کې موقعیت لري) کولی شی په دوو مهمو هورمونونو کې ګډوډي جوړه کړي او د ژور خپګان او نورو رواني ستونزو لامل شي.

دغه هورمونونه ټرایوډوتیرونین (T3) او تایروکسین (T4) نومېږي چې په ګډه د زړه ضربان او د بدن د حرارت درجه تنظیموي.

خو کله چې د دغو هورمونونو کچه لوړه شي، د بېلګې په توګه، که یو څوک د تایرایډ فعاله غده (hyperthyroidism) ولري نو کېدی شي له هغې رواني ستونزې سره مخامخ شي چې له مخې یې یو انسان د هر څه لپاره ځان ګرم بولي. خو که یې کچه ډېره ټيټه شي نو د ژور خپګان شونتیا ورسره ډېرېږي. له نېکه مرغه په عام ډول د هورمونونو د کچې انډول برابرول ډېری وخت د ناروغیو نښې نښانې له منځه وړي.

پروفیسوره اسماعیل وایي: "کله چې ناروغان ډاکټر ته ځي او د مزاج د بدلون په اړه شکایت کوي، نو لومړنی څه چې ډاکټران یې کوي دا دي چې د دوی د هورمونونو کچې ته کتنه کوي. ځکه کله چې موږ وکولی شو هغه هورمونونه سم کړو چې ګډوډ شوي نو موږ کولی شو د ناروغ مزاج هم ورسره سم کړو."

دا دلیل لا په کره ډول نه دی معلوم چې ولې د تایرایډ هورمونونه پر مزاج دومره اغېز لري. خو یوه نظریه دا ده چې د ټرایوډوتیرونین (T3) هورمون کولی شي مغز کې د سېروټونین او ډوپامین کچه زیاته کړي، یا د دغو نیوروټرانسمیټرونو د ریسپټورونو حساسیت لوړ کړي.

د تایرایډ د هورمون ریسپټورونه هم په هغو برخو کې ډېر موندل کېږي چې د مزاج له تنظیم سره ژور تړاو لري.

نوې درملنې

هیله دا ده چې د هورمونونو او مزاج بدلېدو اغېزو په اړه دا نوي معلومات به نویو درملنو ته لار پرانیزي.

داسې نښې نښانې شته چې ښيي بهیر یې پیل شوی، لکه د برېګزانولون Brexanolone په نوم درمل، چې د الاپرېګنولون (allopregnanolone) هورمون تقلید کوي او له زېږون وروسته د ژورخپګان په درملنه کې یې مثبتې اغېزې ښودلې دي.

همداراز ځینې داسې شواهد شته چې که یو کس کې د ټیسټسټرون کچه ټیټه وي او د ټیسټسټرون درملو تر څنګ د ژورخپګان ضد درمل هم وخوري نو کېدی شي ډېر اغېزناک تمام شي.

څېړنې ښيي چې د ایسټروجن درملنه (چې په کې د هورمون بدیل درملنه HRT شامله ده) کولی شي د هغو ښځو مزاج ښه کړي چې د پریمېنوپاز یا مېنوپاز (د میاشتني عادت د پړاو د بندېدو نه مخکې او وروسته موده) دورې تجربه کوي. خو دا په ټولو ښځو نه بلکې په ځینو هغو اغېز کوي.

په ورته وخت کې د مینداورۍ ضد هورموني درمل هم د هغو ښځو لپاره غوره تمامېدی شي چې د میاشتني عادت له بندېدو مخکې له رواني ستونزې (PMDD) سره مخامخ وي. خو کېدی شي په ځینو باندې منفي اغیزه هم وکړي.

دا ټولې تجربې دا روښانوي چې په دې برخه کې باید ډ‌ېر کار وشي، بدیله درملنه باید ورته جوړه شي او لا نورې څېړنې وشي چې ولې ځینې کسان د هورموني بدلونونو پر وړاندې ډېر حساس وي او ځینې نه.

پروفیسوره اسماعیل وایي: "موږ پوهېږو چې هورمونونه پر مزاج او رواني روغتیا اغېز لري، خو موږ باید دا هم معلومه کړو چې دا اغېز څه ډول ترسره کېږي چې بیا وکولی شو سمې درملنې ورته جوړې کړو."

"لکه څنګه چې موږ پوهېږو، د ژورخپګان ضد درمل چې د سیروټونین کچه تنظیموي، په ټولو حالتونو کې اغېزمن نه تمامېږي. ځینې څېړنې ښيي چې دا درمل په ځانګړي ډول د نویو ځوانانو لپاره ډېر اغېزمن نه تمامېږي. نو موږ اړ یوو چې پوه شو د عمر په کوم پړاو کې او د ماغزو په کومه برخه کې او د کومې کچې وده ښايي د درملنې پر وړاندې مقاومت وکړي.