د "زه غواړم مړه شم، خو د تيوكبوكي خوراک ته مې زړه کېږي" مشهور کتاب لیکواله د ۳۵ کلونو په عمر مړه شوه

د عکس سرچینه، Instagram / Baek Se-hee
د "زه غواړم مړه شم، خو د تيوكبوكي خوراک ته مې زړه کېږي" مشهور کتاب لیکواله د ۳۵ کلونو په عمر مړه شوه.
بایک سیهي د سویلي کوریا اوسېدونکې وه او د "زه غواړم مړه شم، خو د تيوكبوكي (له وریجو، کبانو او هګیو جوړ کوریايي خواړه)خوراک ته مې زړه کېږي" تر سرلیک لاندې یې یاداښتونه ولیکل، چې خورا ډېر شهرت یې وموند.
دا کتاب لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې چې چاپ شو او سیهي پکې د رواني روغتیا له ماهر سره د خپل ژور خفګان ناروغۍ درملنې لړ کې ترسره کړې مشورې لیکلې وې.
دې کتاب ته نه یوازې په سویلي کوریا، بلکې په ټوله نړۍ کې د خورا ډېرو خلکو پام ورواوښت، چې د ذهني او رواني روغتیا په هکله ډېرې ناویلې خبرې پکې شوې وې.
یاد کتاب په کوریايي ژبه لیکل شوی و، خو په ۲۰۲۲ کال کې انګلیسي ته له ژباړل کېدو وروسته یې په نړیواله کچه خورا ډېر شهرت وموند.
د سیهي د مړینې لاملونو په هکله تر اوسه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
بل لور په سویلي کوریا کې د بدن غړو اهدا کولو یوې ادارې د جمعې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، سیهي خپل زړه، سږي، ځیګر او پښتورګي اهداء کړي، چې له کبله یې د پنځو کسانو ژوند ژغورلو کې مرسته وشوه.
د یادې ادارې په اعلامیه کې د نوموړې د خور له قوله ویل شوي: ''بایک سیهي غوښتل د خپل کار له لارې خپل زړه له نورو سره شریک کړي او هیلو ته الهام زیات کړي.''
دا کتاب چې تر اوسه یې له یو میلیون ډېر ټوکونه پلورل شوي دي او په ۲۵ هېوادونو کې نورو ژبو ته ژباړل شوی، د ذهني روغتیا په هکله یې خبرو ته لاره هواره کړه.

د عکس سرچینه، Bloomsbury
کتاب تر ډېره د یوه انسان د باطني یا وجود دننه جګړې انځور وړاندې کوي، چې څنګه یو څوک له ژور خپګان سره مبارزه کوي، خو بیا هم د ژوند له ساده خوښیو خوند اخلي.
د دې کتاب یوه جمله چې وايي: ''د انسان زړه ان په داسې حال کې چې مرګ غواړي، ډېر کله په عین حال کې د تيوكبوكي خوړولو ته هم تخنیږي.''
د بلومسبري خپروندیه ټولنې، چې د سیهي کتاب انګلیسي بڼه یې خپره کړې د هغې په لنډ ژوندلیک کې وايي، چې بایک سیهي په ۱۹۹۰ کال کې زېږېدلې وه، پوهنتون کې یې هنري لیکوالي ولوستله او بیا یې تر پنځو کلونو پورې په یوه خپرندویه ټولنه کې کار وکړ.
هغه ژوند لیک کې چې بلومسبري خپور کړی ویل شوي، چې سیهي د ژور خفګان یا ډیپرېشن پر دیستیمیا ډول اخته وه، چې دا د دې ناروغۍ یو خفیف ډول دی، خو تر ډېره وخته دوام کوي.
په ژوندلیک کې راغلي، چې سیهي تر یوې لسیزې پورې د همدې ناروغۍ درملنه ترلاسه کوله او د همدې درملنې مشورې او یاداښتونه یې د کتاب لپاره د بنسټیز فکر په توګه کارولي وو.








