له ‌مېنوپاز (میاشتني عادت درېدو) وړاندې د نښو د کنټرول لپاره شپږ طبیعي لارې

له مینوپاز وړاندې دوره د یوې ښځې په ژوند کې یوه مهمه خو ډېری وخت غلط ګڼل شوی پړاو دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له مینوپاز وړاندې دوره د یوې ښځې په ژوند کې یوه مهمه خو ډېری وخت غلط ګڼل شوی پړاو دی.
    • Author, ارمین نرسیسیان ب
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

"پیري‌ مینوپاز" یا د مېرمنو د ژوند هغه پړاو چې له مینوپازه مخکې پیلېږي، په ټوله نړۍ کې میلیونونه ښځې اغېزمنوي، خو تر دې وروستیو پورې پر دغې مسلې دومره بحث نه کېده او تر ډېره خلکو دا پړاو نه شو درک کولای.

په ځینو هېوادونو او ټولنو کې دا لا هم یوه شرموونکې یا ناروا موضوع ګڼل کېږي.

پېري‌ مینوپاز هغه تدریجي بدلون ته ویل کېږي چې مینوپاز ته د رسېدو پر مهال پېلېږي. په دې وخت کې د ښځې هورموني کچه بدلېږي او د زېږون وړتیا ورو- ورو کمېږي.

دا پړاو هغه وخت پیلېږي چې د بدن هورمونونه لکه: اوسټروجن، پروجېسټېرون، فولیکل-تحرک ورکوونکی هورمون، لوټینایزینګ هورمون، او د ټسټسټېرون بدلون مومي.

دا بدلون د جسمي او رواني نښو لړۍ راپاروي چې د ورځني ژوند پر کیفیت ډېر اغېز لري.

د برېتانیا د ملي روغتیايي خدمتونو اداره (اېن‌اېچ‌اېس) له مخې، تر ټولو عامې نښې یې دا دي:

  • نا منظم حیضونه
  • تودې څپې یا د شپې خوله کېدل
  • د تمرکز ستونزه
  • اضطراب یا خراب مزاج
  • د خوب ستونزې
  • د جنسي تمایل کمېدل
  • د اندام وچوالی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) له مخې، دا نښې ممکن د عمر۳۰ مې لسیزې په پای کې ورو ورو پیل شي او ډېری ښځې تر ۴۵ کلنۍ پورې دې پړاو ته ننوځي.

که یو څوک درک کړي چې څه روان دي او د مخنیوي ګامونه یې واخلي، نو دا بدلون به ورته اسانه شي.

که څه هم د هورمون ځای ناستې درملنه د ځینو لپاره یوه حل لاره ده، خو ډېرې ښځې دا نښې د ژوند طرز بدلولو سره په طبیعي ډول هم کنټرولوي، یا یې له یادې طریقې سره یوځای غوره کوي.

دلته د نښو د کنټرول لپاره ځینې طریقې دي:

۱. د هورمونونو ملاتړي خواړه خوړل

د بشپړو خوړو بډایه خواړه د هورمونونو په ثبات کې مرسته کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بشپړ او بډایه خوراک د هورمونونو په ثبات کې مرسته کولی شي

متوازنه یا برابر خوراکي رژیم د هورمونونو نظم ته وده ورکوي، ځکه چې اړین غذایي مواد برابروي. خو خرابه تغذیه هورموني بې‌ توازني رامنځته کولی شي چې پر مزاج، انرژۍ، میتابولیزم او عمومي روغتیا ناوړه اغېز کوي.

څه باید شامل شي:

  • فایټو‌استروجن لرونکي خواړه - لکه په زغرو، سویابین او دال کې موندل کېږي
  • میوې او سبزیجات - انټي‌اوکسېډنټونه د التهاب (پړسوب) پر ضد مبارزه کوي
  • ټولې غلې دانې - د بدن میتابولیزم او د انرژۍ کچه لوړوي
  • وچ پروټینونه - د عضلاتو قوت ساتي

صحي غوړ - اووکاډو، وچه مېوه او تخمونه د هورمونونو په تولید کې مرسته کوي

۲. منظم فزیکي تمرین

د تقویه کولو روزنې په ګډون فزیکي فعالیت له مینوپاز مخکې د نښو اداره کولو کې مرسته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تقویه کولو روزنې په ګډون فزیکي فعالیت له مینوپاز مخکې د نښو په اداره کولو کې مرسته کوي

فزیکي فعالیت ستاسو مزاج ښه کوي، ځکه چې د مغز د دوپامین کچه لوړوي. دا د دوپامین افراز هڅوي، هغه نیوروکیمیاوي (عصبي کیمیاوي مواد) چې له خوښۍ او هڅونې سره تړاو لري.

منظم تمرین کول هم د مغز سیستم بدلوي، د دوپامین جریان زیاتوي - چې دا مو د خوشحالۍ احساس ښه او ډېروي. دا عصبي غبرګون ښيي چې فزیکي فعالیت د رواني روغتیا او احساساتي سوکالۍ لپاره څومره مهم دی.

د ایکزیټر پوهنتون یوې څېړنې وموندله چې مینوپاز د عضلاتو جوړېدو مخه نه نیسي او د مقاومت تمرینونه د کوناټو انعطاف‌ پذیرۍ او توازن د ښه والي لپاره خورا ګټور دي.

هڅه وکړئ یو ډول ترکیبي تمرینات ولرئ:

  • د قوت تمرینونه – عضلې جوړوي او د هډوکو کثافت ساتي
  • یوګا او غځونې – انعطاف ښه کوي او فشار کموي
  • ایروبیک تمرینات – د زړه او رګونو روغتیا ته ګټه رسوي او د خوب تنظیم کې مرسته کوي

۳. له باخبره ذهن سره فشار کنټرول کړئ

فشار یا سټرېس د پېري‌م ینوپاز نښې، لکه د مزاج ناڅاپي بدلونونه، اضطراب او د خوب ګډوډۍ، لا خرابولی شي. د مایو کلینیک ۲۰۱۹ څېړنې وښوده چې ذهني تمرین او د فشار کمښت د منځني عمر ښځو کې د مینوپاز نښو نومرې کمې کړې وې.

  • مراقبه - اضطراب کموي او تمرکز پیاوړی کوي
  • ژور تنفس - عصبي سیستم اراموي
  • خاطرې لیکل - منظم لیکل د احساساتي وضاحت او ارامۍ کې مرسته کوي

۴. خوب ته لومړیتوب ورکړئ

له مینوپاز وړاندې جریان کې، خوب تر ډېره د هورمونونو د بدلون له امله ګډوډېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له مینوپاز وړاندې جریان کې، خوب تر ډېره د هورمونونو د بدلون له امله ګډوډېږي.

د پېري‌ مینوپاز پر مهال د خوب ګډوډۍ سمول ستونزمن وي، ځکه چې اصلي لاملونه - یعنې هورموني بدلونونه - پېچلي او ستونزمن دي.

اوسټروجن او پروجېسټېرون، چې د خوب د تنظیم په برخه کې مهم رول لري، په ناڅاپي ډول کمېږي. دا چاره دا ستونزمنوي چې یو یوشان او عامه حل لاره وموندل شي. سربېره پر دې، نښې لکه د شپې خولې، اضطراب او د مزاج ناڅاپي بدلونونه د شدت او تکرار له مخې توپیر لري، نو اړینه ده چې د بېلابېلو درملو، هورموني درملنې یا د ژوند طرز د بدلون ګډه لاره خپله شي.

نور فکټورونه لکه د عمر له زیاتېدو سره د خوب د بڼې بدلون او د خوب ګډوډېدو یا "سلیپ اپنیا" خطر هم دا موضوع نوره پېچلې کوي. دا معنا لري چې د مناسبې حل‌ لارې موندل ډېری وخت ازموینې او تېروتنې ته اړتیا لري.

د ښه خوب عادتونه دا دي:

  • جامې او د کټ روجايي: تنفس وړ ټوکرونه لکه مالومچ او رطوبت جذبوونکي مواد د بدن یخ ساتلو کې مرسته کوي.
  • د خوب لپاره ثابت وخت: د بدن طبیعي ساعت تنظیموي.
  • له خوب وړاندې له کافېن او سکرینونو ډډه کول: د عصبي تحرک کمولو کې مرسته کوي.
  • یخ او تیاره چاپېریال: د لا ژور او ارام خوب هڅولو کې مرسته کوي.

۵. د بوټو درملنه

که غواړئ د هورموني درملنې ترڅنګ د بوټو درمل وکاروئ، نو باید د احتمالي تداخل خطرونه درک کړئ.

د بېلګې په ډول، کارپوهان وايي سېنټ جا ورټ بوتی ممکن دHRT ګولیو او کپسولونو اغېز کم کړي. همداراز، کورکمن چې کورکومین لري، که په لوړه اندازه وخوړل شي، نو په نظریاتي ډول د اوسټروجن له ریسپټورونو سره سیالي کولی شي او د HRT اغېز ګډوډ کړي - که څه هم په دې اړه شواهد محدود دي.

نور مشهور نباتي محصولات، لکه سویا، سره شفتله، تور کوهوش، او جینسنګ معمولا د مینوپاز نښې کمولو لپاره کارول کېږي. په هر حال، روغتیايي متخصصین خبرداری ورکوي چې د دې ډېری اضافي موادو خوندیتوب او اغېز د سختې کلینیکي ازموینې نشتوالي له امله ناڅرګند پاتې دی.

د هر ډول بوټي درملو له کارولو وړاندې باید له ډاکټر یا فارماسېست سره مشوره وشي، چې ډاډ ترلاسه شي دا درمل له نورو درملو سره منفي اغېز نه لري.

د پیپي د مینوپاز خدماتو مشره کیتي ابرنېتي وايي، متوازن رژیم د اړینو موادو اخیستلو تر ټولو غوره لاره ده، خو ویټامین ډي او کلسیم په ځانګړي ډول د ژمي په میاشتو کې ګټور ثابتېږي.

هغې د خونديتوب اهمیت هم یاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې انلاین یا له بهرنیو هېوادونو په خپل سر اخیستل شوي درمل ممکن د قانوني معیارونو مطابق نه وي او له نسخوي درملو سره تداخل پیدا کړي.

ابرنېتي سپارښتنه کوي چې: د مکملونو لیبلونه وګورئ، له فارماسېست سره مشوره وکړئ، او ډاډ ترلاسه کولو مشوره ورکوي چې اضافي درمل د اړینو طبي درملنې لپاره د بدیل په توګه نه کارول کېږي.

د بوټو په مټ ځینې درملنې ښايي د بدن د تودوخې د ناڅاپي زیاتېدو نښې راکمې کړي. دا ناڅاپي تودوخه اکثره د هورموني بدلون له امله وي، په ځانګړي ډول د اوسټروجن د کمېدو له کبله دا کموالی د مغز په هیپوتالاموس برخه (چې د تودوخې کنټرول مرکز دی) اغېز کوي، چې له امله یې بدن د تودوخې خوشې کولو لپاره د وینې رګونه پراخوي او دا چاره د تودو څپو، مخ سوربخنېدو او خولې سبب ګرځي.

۶. د احساساتي ملاتړ سیستم جوړ کړئ

پېري‌ مینوپاز ممکن ستړی کوونکی احساس او پړاو وي، خو په یاد ولرئ چې دا موده باید یوازې تېره نه کړئ. کارپوهان سپارښتنه کوي چې له ملګرو، د ژوند له ملګري، د ملاتړ له ګروپونو یا مسلکي سلاکار سره خبرې وکړئ. دا مرسته درک، ارام او ډاډ درکوي.

پېري‌ مینوپاز څومره دوام لري؟

له مینوپاز وړاندې موده په اړیکو په بېل ډول اغېز کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له مینوپاز وړاندې موده په اړیکو په بېل ډول اغېز کوي

پېري‌ مینوپاز عموماً څو کاله دوام کوي او ځینې کارپوهان دا موده له څلورو تر لسو کلونو اټکلوي. دا موده له جنیټیک، د ژوند طرز او عمومي روغتیا سره تړاو لري.

مینوپاز پخپله یوازې یوه ورځ دی - هغه ورځ چې ښځه ۱۲ پرله‌ پسې میاشتې بې له حیضه تېرې کړي.

د امریکا د ۲۰۲۲ کال یوې څېړنې چې د ښځو د روغتیا په اړه په ټول هېواد کې څېړنه ده، وموندله چې تورپوستې ښځې اکثر مینوپاز ته ژر رسېږي او نښې یې سختې وي - لکه د بدن تودوخې څپې، خپګان او د خوب ګډوډي. برعکس، جاپاني او چینايي ښځو د پېري‌مینوپاز پر مهال د بدن د تودوخې لږ شکایت کړی.

پر اړیکو اغېز

شهرزاد پورعبدالله، چې په لندن کې یوه د جنسي - رواني او اړیکو معالجه ده، بي بي سي ته ویلي دي چې د پېري‌ مینوپاز نښې نه یوازې د مېرمنې او مېړه ترمنځ، بلکې له اولادونو سره هم اړیکې تر فشار لاندې راولي.

هغې زیاته کړه چې خرابه اړیکه، په ځانګړي توګه د نژدېوالي (صمیمیت) په برخه کې، احساساتي واټن او ناخوښي رامنځته کولی شي، خو هغې ټینګار وکړ که دواړه خواوې د پوهاوي، زغم او انعطاف له لارې لاس په کار شي، نو د بدلون‌ دا موده د اړیکې د لا پیاوړتیا لامل کېدی شي.

د پېري‌ مینوپاز او نورو ناروغیو ترمنځ توپیر پېژندل

ځینې نښې چې د پېري‌ مینوپاز پر مهال څرګندېږي، له نورو ناروغیو سره ورته‌والی لري، لکه د تایرایډ غدې ستونزې، اضطراب، یا د مزمنې ستړیا سنډروم

مثلاً، نامنظم حیضونه او د مزاج ناڅاپي بدلونونه ښايي د هورموني بدلون یا د تایرایډ ستونزو نښې وي. ستړیا او ذهني ګډوډي ښايي د پېري‌ مینوپاز یا د ویټامین د کموالي نښې وي. د بندونو درد او سردرد هم ښايي له نورو طبي ستونزو سره تړاو ولري.

د نښتو ثبتول – که د کاریال (اپ) له لارې یا د یادښت کتابچې کارولو سره تعقیب او له ډاکټر سره مشوره دا معلومولی شي چې ایا د مینوپاز یا بله روغتیاي ستونزه یې لامل دی. که څه هم د وینې ازموینې یو څه معلومات ورکوي، خو د هورمونونو د دوامدار بدلون له امله دا ډېر وخت دقیق نه وي. د نښو او طبي شالید د جزییاتو ارزونه اکثره وخت تر ټولو غوره لاره وي.