ولې د ښځو د میاشتني عادت د درېدو (مینو پاز) په اړه خبرې نه کېږي؟

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ترہب اصغر
    • دنده, بي بي سي اردو

"کله چی د ښځو د میاشتني عادت په اړه غږېږم،‌ همکاران مې وايي ته غواړې ووايي، چې مونږ نور بچي نه شو راوړلی؟"

تاسې پوهېږئ چې د میاشتني عادت درېدل (مینو پاز) څه دي؟ دا هغه سوال دی، چې ډېر خلک یې په ځواب نه پوهېږي. آن کله مې چې له څو ښځو دا پوښتنه وکړه ، هغوی پرې ډېرې نه پوهېدې.

کله به چې دوی ته وویل شول چې د ښځو د مینو پاز هغه طبیعي حالت دی چې په ښځو کې د میاشتني عادت درېږي. هغو یوازې همدومره ویل چې: "هو په دې پوهېږم، خو له دې ډېر پرې نه پوهېږم."

۴۵ کلنه مبشره سلطان لس کاله مخکې د مینوپاز دوره تېره کړې. د هغې په وینا، په ۳۵ کلنۍ کې د میاشتني عادت له درېدو مخکې یې په وجود کې نښې راښکاره کېدې.

نوموړې بي بي سي سره خبرو کې ویلي: "پیل کې نه پوهېدم چې ولې مې روغتیا ښه نه ده. پوټکي مې خارښت کاوه او ان سوځېده. نه یوازې دا حالت و، بلکه خوی او چلن مې هم ورځ بلې ته بدلېده. هغه مهال مې فکر نه کاوه چې دا هر څه به د مینوپاز دورې له امله وي، ځکه چې ما ګومان کاوه دا دوره به په ۵۰ کلنۍ کې راځي."

مبشره وايي، ډېرو ډاکټرانو ته معاینې لپاره ورغلې، خو ناورینوونکی هغه ځای دی چې ډاکټران د دې حالت په اړه ناروغانو سره هغسې خبرې نه کوي لکه څنګه چې اړتیا ده. وايي‌" ځکه خو زما ناروغۍ شپږ کاله ونیول چې پوه شوم د میاشتنۍ ناروغۍ له درېدو مخکې هم یو څه شته."

ښځې

د عکس سرچینه، MUBASHIRA SULTAN

هغه وايي‌، مېړه مې پوهېده چې وجود کې مې بدلونونه د مینوپاز له امله دي، خو بچي مې نه پوهېدل چې مور یې څه ستونزې لري.

ویل کېږي چې دا یوه طبیعي‌ چاره ده خو ښځې د دې دورې پورې تړلي جسمي او روحي بدلونونو په اړه خبرې نه کوي او چاته یې په اړه نه وايي.

هغې همدا راز ویلي: "ستونزه یوازې دا نه ده، چې زمونږ د کورنۍ غړي پرې نه پوهېږي، بلکه ښځې او سړي ټول باید په دې خبره وپوهېږي او خبر وي."

زمونږ په کار ځای کې د سړیو پرتله ښځې د دې موضوع په اړه بحث او خبرو ته دومره لېواله نه وې. کله به مې چې خپلو همکارانو ته ویل چې تاسې هم پام کوئ او هڅه وکړئ چې د خپل ژوند بڼه ښه کړئ، ځکه چې د مینوپاز دوره ډېره ژر راځی، هغوی به غوسه کېدلې.

ما ډېر کله له هغوی دا ځواب اورېدلی چې مونږ تاته زړې ښکارو؟ یعنی مونږ نور بچي نه شو راوړلی؟ یا کومه جسمي کمزوري لرو؟

مبشره وايي، ستونزه دلته ده، چې دلته خلک د میاشتني عادت درېدو دوره د ماشوم زېږولو سره تړي، خو حقیقت کې میاشتني عادت ورکېدو سره نورې ډېرې ستونزې تړلي دي چې هېڅ څوک یې نه درک کوي.

د مینوپاز په اړه پوهېدل څومره اړین دي؟

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغې څېړنې له مخې چې بریتانیا کې د لندن کالج پوهنتون (UCL) له خوا شوې، ۹۰ سلنه ښځو ته په ښوونځيو کې د مینوپاز دورې په اړه څه نه ویل کېږي.

۶۰ سلنه ښځې هغه مهال هڅه کوي، چې د مینو پاز دورې د نښو په اړه وپوهېږي چې میاشتنی عادت یې ودرېږي.

د پاکستان په یوه پوهنتون کې هم په دې اړه د څېړنو پایلې ښيي، ۷۸ سلنه ښځې د میاشتني عادت د درېدو د نښو په اړه نا خبره وې او دا یې د زړښت پیلامه ګڼله.

د پاکستان د وګړو ۴۹ سلنه شمېر ښځې دي، خو تر اوسه هم د ښځو د میاشتني عادت، مینوپاز او دې ته ورته نورو موضوعاتو په اړه خبرې شرم ګڼل کېږي.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه ځینو ښځو سره خبرې وکړو، خو هغوی انکار وکړ.

د عامو خلکو تر منځ میاشتني عادت او مینوپاز دورې په اړه خبرې شرم ګڼل کېږي، خو ډېر لږ داسې بنسټونه او کسان دي‌ چې روغتیا وزارت سره کار کوي او پر دې مسایلو غږېږي.

ډاکټر زبیده وايي: "دا یو واقعیت دی چې مونږ نه د میاشتني عادت د درېدو ستونزو په اړه خبرې کوو او نه هم ډېر خلک په دې پوهېږي."

نوموړې زیاته کړې: "کله چې د ښځې میاشتنی عادت ورکېږي، بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، کله چې زه دې حالت سره مخ شوم له پخوا به ډېره ژر غوسه کېدم. ماشومانو مې چې تل یې زه په حوصله مندۍ لیدلې وم له ما پوښتنه کوله چې ولې مې خوی دومره بد شوی دی؟ خو هغوی په دې نه پوهېدل چې په ما څه تېرېږي."

څنګه کولی شو د میاشتني عادت د درېدو نښې راکمې کړو؟

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

متخصص ډاکټران وايي، د میاشتني عادت د درېدو یا له هغې مخکې حالت نښې په هره ښځه کې توپیر کوي.

د نسايي‌ ولادي برخې متخصص ډاکټر مصباح ملک وايي: "په دې وخت کې ښځه کې ډېر بدلونونه راښکاره کېږي او د خپلو شاوخوا خلکو او په ځانګړې ډول د خپلو ماشومانو او مېړه ملاتړ ته ډېره اړتیا لري."

‌نوموړي د دې حالت د نښو په اړه ویلي: "ښځو ته ښايي د پوټکي ناروغۍ پیدا شي. له دې سربېره ډېره خوله کېږي، یخنۍ کې یې ډېره ګرمي کېږي، د خوب ستونزې ورته پېښېږي، د وینې فشار او همدا راز روحي او رواني‌ بدلونونو سره مخ کېږي چې په کوچنۍ خبره به ژر په غوسه کېږي."

ښاغلی ملک وايي، مونږ دا نښې له منځه نه شو وړلی خو، د ژوند بڼې په ښه کېدو دوی کولی شي دې حالت سره په اسانه مبارزه وکړي.

کله چې ۳۰ کلنۍ ته ورسېدۍ، اوونۍ کې پنځه ورځې ورزش وکړئ، د خوړو ښه رژیم ولرئ. خپل وزن کنټرول کړئ او مولټي ویټامین وخورئ.

که ذهني ستونزې لرئ هڅه وکړئ یوه سرګرمي ومومئ او ځان پکې بوخت وساتئ.

نوموړي زیاته کړې: "که نښې تر دې اندازې وي چې باید ډاکټر ته ورشئ‌، ښه ده چې د کورنۍ درملنې یا ځان پټولو پر ځای ډاکټر ته ورشئ او درملنه وکړئ."

تر ټولو مهم ټکی دا چې، د ښځو شاوخوا خلک باید دا ستونزه درک کړي او ملاتړ یې وکړي، چې په اسانۍ د مینوپاز دوره پای ته روسوي.