د بدني روزنې ورزش او له وخت مخکې د مینوپاز تر منځ څه تړاو شته؟

مینوپاز

د عکس سرچینه، ADELE JOHNSTON

ادل جانستون د بدني روزنې تکړه سکاټلنډۍ ورزشکاره او روزونکې وه. د ورزش پر مهال به تل وږې یا ستړې وه.

ویښته یې وتل پیل کړل ، ووریو به یې وینې کولې، د زړه ټکانونه یې چټک شول، پوټکي یې په خارښت پیل وکړ او د تناسلي آلې په برخه کې به يې درد احساساوه.

له کلونو معاینې وروسته مالومه شوه چې، دا د (مینوپاز مخکې پړاو) نښې دي.

دا پړاو د مینوپاز یا د میاشتني عادت له درېدو مخکې د ښځو په بدن کې راښکاره کېږي.

د مینوپاز پړاو معمولا په ښځو کې ۴۵ او ۵۵ کلونو تر منځ وي، خو ادل ۳۰ کلنه وه چې دې وضعیت سره مخ شوه.

هغې سکاټلنډ کې بی بي سي ته ویلي: "کد لونو راهیسې له ډیرو روحي او جسمي فشارونو سره مخ وم. بدن روزنه یو افراطي ورزش دی او ما ښه وضعیت نه لاره. زه ډېره ډنګره وم، تل وږې وم او هېڅ کله نه یم مړه شوې."

کله چې ادل د بدني روزنې ورزش کاوه، پنځه فوټه او اته اینچه ونه یې لرله، او وزن یې ۵۳ کیلو ګرامه و.

نوموړې وايي: "ما پوښتنې پیل کړې، چې ولې زه له وخت مخکې مینوپاز شوم، له ډېرو ډاکټرانو مې وپوښتل چې آيا لامل یې زما د بدن رونې ورزش دی؟"

هغه وايي چې ورته ویل شوي "شونې ده، خو په دې اړه تر اوسه هېڅ ډول څېړنه نه ده شوې."

د ښځو روغتیا برخې متخصصه ډاکټر هدر کوري وايي، د ادل میاشتني ناروغي ښايي د سخت ورزش له امله درېدلې وي، چې هغې د بدن روزنې لپاره کړی دی.

مینوپاز

د عکس سرچینه، Getty Images

آغلې کوري ویلي: "هر کله باید تاسې له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې، څه شی پر تاسې اغېز کوي، زه ډېر کله وایم چې باید د هر کار په ترسره کولو کې انډول په پام کې ونیسو."

نوموړې همدا راز زیاتوي: "هېڅ څه له اندازې ډېر یا لږ په کار نه دي. کله چې میاشتني ناروغي ودرېږي بیا پوهېږو چې، ولې ځينو ښځو کې د مینوپاز مخکې پړاو نښې راښکاره شوي."

ډاکټره هدر چې په سکاټلنډ کې د ښځو د روغتیا او میاشتني عادت برخه کې کار کوي وايي، که ادل د بدني روزنې ورزش پرېږدي، ښايي بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

هغې ویلي: "ښایي دا د بدن روزنې اغېز وي، خو دوی هېڅکله په دې نه پوهېږي."

ادل چې اوس یې د بدني روزنې ورزش پریښی، د مینوپاز د لومړي پړاو د نښو د اغېز راکمولو لپاره یې د ايچ آر ټي درملنه پیل کړې، ادل چې اوس له دې درملنې سره ښه احساس لري وايي نه غواړي دا درملنه پرېږدي.

هغه وايي: "زما په بدن کې د مینوپاز مخکې پړاو کې ډېرې ناوړه نښې راښکاره شوې وې. د زړه ټکانونه مې ډېر و فکر مې کاوه چې زړه مې درېږي. د شپې مې خوب نه شو کولی، ډېره ګرمې او خوله مې کوله، ټول بدن مې خارښت کاوه."

ډېرې ښځې د مینوپاز د نښو له راڅرګندېدو سره پوهېږي، چې میاشتنی عادت یې درېږي.

په رواني او جسمي حالت کې یې بدلونونه راځي او که پرلپسې ډول یې په ۱۲ میاشتو کې میاشتنی عادت رانغی، مینوپاز پړاو ته ننوتي.

ادل د خپل مېړه او دوو لوڼو سره

د عکس سرچینه، ADELE JOHNSTON

بریتانیا کې د بدني روزنې فدراسیون مشر ویکي مک کان وايي، د مینوپاز او بدني روزنې تر منځ هر ډول احتمالي تړاو یوه ډېره په زړه پورې موضوع ده.

د مینوپاز په تړاو د روزنې یوه سازمان مشره جسیکا واتسون بیا وايي، د ادل د وخت مخکې مینوپاز په اړه یې ډېرې نورې کیسې هم اورېدلي.

نوموړې وايي، د وخت مخکې مینوپاز د لاملونو په اړه د پوهېدو لپاره ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

ادل چې په یوه بانک کې یې کار کاوه وايي، د وخت مخکې مینوپاز د سختو نښو له امله اړه شوې چې، خپله دنده پرېږدي.

هغه وايي: " کار ځای کې مې د ناروغۍ برخه کې اړتیاوې پام کې نه نیول کېدې، ما غوښتنه وکړه چې کاري ساعتونه مې شپږو ته راښکته کړي، خو هغوی و نه منله، اړه شوم دندې پرېږدم. زما وضعیت دومره خراب و چې په ډېره سخته مې کار کاوه، مېړه مې وویل چې دا کار باید پرېږدم او په بل څه پسې وګرځم."

ادل د بدني روزنې برخې نورو ورزش کارو ښځو ته هم سپارښتنه کوي چې، د دې ورزش د ترسره کولو پر مهال باید خپله روغتیا په پام کې ونیسي، او د سخت ورزش پر مهال له بدو او ناوړه پایلو یې ځان خبر کړي.