ساینسپوهان وايي یو ډول ځانګړی واکسین ښايي یوه لسیزه کې د تیو سرطان مخنیوي کې مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, انجیلا هنشال
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
ډاکټر نورا ډسیس، چې د سرطان متخصصه ده او د خپل ۳۰ کلن مسلک تر ټولو لوی پرمختګ - د سینې سرطان د واکسین جوړولو په درشل کې ده، وايي: "موږ یوې مهمې نقطې ته رسېدلي یوو"
ډاکټر ډسیس، چې د واشنګټن پوهنتون د میډیسن د سرطان د واکسین په انسټیټوټ کې مشري کوي، باور لري چې په راتلونکې لسیزه کې به واکسینونه د سرطان د معیاري درملنې برخه وګرځي.
د تیو سرطان د ښځو لپاره په ډېرو هېوادونو کې د سرطان د مړینې اصلي لامل دی. د سرطان په اړه د نړیوال څېړنېز سازمان (ای اې ار سي) په وینا، اوسمهال په شلو مېرمنو کې شاوخوا یوه به په خپل ژوند کې د تیو د سرطان تشخیص ترلاسه کړي.
خو هیله شته، ځکه چې د تیو د سرطان د واکسین له ۵۰ ډېرې فعالې څېړنیزې هڅې په ټوله نړۍ کې روانې دي چې له بېلابېلو لارو کار اخلي، د تیو د سرطان څېړنیز بنسټ وايي له دې ډلې پنځه فعالې څېړنې په پرمختللي پړاو کې دي.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې د واکسین د پراختیا په برخه کې لوی پرمختګ شوی دی. دا پرمختګ د معالجوي معافیت (immunotherapy) په نوښتونو، چې بدن یې خپل معافیتي سیسټم د ناروغۍ پر ضد کاروي او همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پراختیا له امله رامنځته شوی، چې د سرطان د ناروغانو له لسګونو زره ډېټا سیټونو تحلیل کولای شي.

د عکس سرچینه، Michael Shelford
د واکسین احتمالي حقیقي اغېزه د لوبغاړې ویکتوریا ایکانوي تجربې سره څرګندېږي، چې د عمر په درېیمه لسیزه کې یې د ډاکټال کارسینوما ان سیتو (DCIS) تشخیص شوې - چې دا د تیو د شیدو په نلونو کې د تیو د سرطان یوه لومړنۍ بڼه وه.
هغې وویل: "دا پر کار، ټولنیز ژوند، کورنۍ او دوستانو لوی اغېز لري. نړۍ دې بدلوي. " هغې زیاته کړه: "که موږ د واکسین له لارې د دې مخنیوی وکړای شو، دا به په رښتیا حیرانوونکې وي. "
د هغې درملنه ستونزمنه وه ځکه چې هغې د سکلیس حجرو ناروغي هم درلوده، چې له امله یې د جراحي پروسو په وخت کې د وینې لېږد ته اړتیا لرله. خو دا چې ناروغي یې په لومړیو کې کشف او درملنه شوې، دې کار مرسته ورسره کړې ده.
د سرطان ځانګړي واکسینونه څنګه کار کوي؟
ساینسپوهانو له کلونو راهیسې هڅه کړې چې د سرطان د درملنې او مخنیوي لپاره واکسینونه جوړ کړي، خو تر ډېره بریا نه ده ترلاسه شوې.
د بېلګې په توګه، د سرطان ناروغۍ یا مېنګایټس واکسینونه د بدن لپاره داسې پوښښ رامنځته کوي چې له وېروس یا باکتریا ځان وساتي.
سره له دې، د سرطان واکسین جوړول ستونزمن دي، ځکه چې سرطان د بدن له خپلو حجرو څخه راپورته کېږي. له دې امله ډېری سرطان واکسینونه شخصي جوړښت لري یعنی د هر ناروغ له ځانګړې جینیتیکي نښې سره سم د دې "مواد" بدل شوي وي.
څه ډول څېړنې روانې دي؟
ډاکټر نوره ډسیس د دې برخې مشره ده، چې د سرطان د واکسین اتحادیې سره نژدې کار کوي، یوه امریکایي ډله چې د واکسینونو تولید ګړندی کوي.
ډاکټر ډسیس څو پروژې پرمخ وړي، چې پکې د واشنګټن پوهنتون د WOKVAC واکسین ازمېښت پراخول شامل دي - دا واکسین د HER2 پروټین په نښه کوي، چې معمولاً د تیو د سرطان حجرې ته په چټکۍ وده کوي.
په دې ازمېښت کې واکسین له کیموتراپۍ او نورو درملنو سره یو ځای ورکول کېږي د هغو کسانو لپاره چې د HER2 مثبت سرطان لري - چې شاوخوا درېیمه برخه تشخیصونه جوړوي - مخکې له دې چې جراحي ترسره کړي او ټومورونه یې لېرې شي.
ډاکټر ډسیس وايي: "موږ بالاخره یوې نقطې ته رسېدلي یوو چې ژر به د سرطان واکسینونه د کلینیکي کارونې لپاره تصویب شي. "
په همدې حال کې، د تېر اګست په میاشت کې د کلینیکي ازموینو لومړی پړاو د بایو ټیک شرکت Anixa Biosciences او د اوهایو د کلیولینډ کلینیک لخوا جوړ شوي واکسین لپاره بشپړ شو.

د عکس سرچینه، Kiran Dhillon/UW Medicine Cancer Vaccine Institute
د انېکسا شرکت ډاکتر انیل کمار یې تشریح کوي: "موږ یو پروټین بدن ته معرفي کوو چې د تیو د سرطان د حجرو ځانګړتیاوې لري او بدن ته یې ورښیو چې پر دې حجرو برید وکړي".
دغه ساینسپوهان هڅه کوي معلومه کړي ایا واکسین کولی شي د ناروغ ټومور کم کړي – په دې معنا چې جراحي به لږ تهاجمي وي یا په بشپړه توګه اړتیا به ونه لري.
واکسین هغو ناروغانو ته ازمویل کېږي چې له درې ګونې-منفي د تیو له سرطان (TNBC) څخه ژغورل شوي او همدارنګه هغو ښځو ته چې د هغوی د بایوپسي پایلې ښيي دوی ممکن مخکې له د سرطان له نښو سره مخامخ شوې وې.
د ازموینې پایلې ښيي، په دې ازموینه کې، له دې ښځو له ۷۰٪ ډېرو معافیتي سیسټم وپېژند او د تیو د سرطان حجرې یې وځپل شوې.
د کلیولینډ کلینیک د سرطان انسټیټیوټ ډاکټر جي توماس بود وویل لومړني نتایج ښيي واکسین "ښه زغمل شوی" دی او لږ جانبي عوارض یا اغېزې لري.
د کلینیکي ازموینو دویم پړاو به د ۲۰۲۶ کال په پیل کې پیل شي او پکې به د پلسیبو ګروپ شامل وي – چې واکسین به ترلاسه نه کړي – او ساینسپوهانو ته به دا وړتیا ورکړي چې اغېز یې پرتله کړي.
ډاکټر کمار وايي هیله لري یوه ورځ دا واکسین هغو ښځو او ځینو نارینه وو ته ورکړي چې لا د سرطان ناروغي نه لري، چې "واقعا د ناروغۍ د پېښېدو مخه ونیسي".
بیا به د درېیم پړاو ازموینې وشي - خورا لویې مطالعې چې پکې په سلګونو تر زرګونو ناروغانو شامل وي او نوې درملنې به د اوسني غوره درملو سره پرتله شي.
له دې مرحلې وروسته هم د واکسین د جواز ترلاسه کول څو کاله وخت نیسي، که څه هم د امریکا د خوراکي او درملو اداره (FDA) د سرطان په ګډون د ځینو ناروغیو د جواز د چټکتیا لپاره ځانګړي اقدامات عملي کړي دي.

د عکس سرچینه، Diana Innes
ډیانا اینز، چې د تیو د سرطان واکسین یې ترلاسه کړی او اوس درې کاله کیږي چې په بیا رغېدو کې ده، وايي: "دا داسې ده لکه د لاټرۍ ګټل. "
هغې په ۳۹ کلنۍ کې د سینې په یوه برخه کې ټومور ولید او ورته د تیو سرطان (TNBC) د درېیم پړاو تشخیص ورکړل شو.
ډیانا له سختو څو میاشتنیو درملنو تېره شوه، چې پکې ریډیکل جراحي، رادیوتراپي او ۱۶ دورې کیموتراپي شاملې وې، درې پړاوونه پکې د لوړې کچې کیموتراپي وه چې "سور شیطان" نومېږي – دا د رنګ او زهرجنتوب له امله ځانګړی و.
وروسته هغې ته وویل شول چې کېدای شي د تیو د سرطان واکسین د آزموینې لپاره مناسبه وي. په لومړي سر کې یې شک درلود، خو کله یې چې بشپړ معلومات ترلاسه کړل، ځان یې خورا نیکمرغه احساس کړ.
هغې وویل: "زه په ریښتیا باور لرم چې دا د ساینس راتلونکی لوی نوښت دی. "
څوک به دې درملنې ته لاسرسی ولري؟
سره له دې چې د شخصي واکسینونو لپاره ډېره هیله شته، لا هم لومړی پړاو دی. دا واکسینونه ځانګړې او دقیقې درملنې وړاندې کوي، خو د تولید پېچلي پروسه یې ګرانوي.
د درمل جوړولو شرکتونو اوږدمهاله هدف دا دی چې داسې واکسینونه جوړ کړي چې په ډېرو خلکو کې کار وکړي او د عام ټومور د علامو په نښه کولو کې اغېزناک وي.
د تیو د سرطان د ژغورنې امکانات او د ناروغ د اوسېدو ځای ترمنځ لا هم څرګند توپیر شته.
په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې، ۸۳٪ ښځې چې تشخیص شوې دي ژوندۍ پاتې کېږي، خو په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې، په ځانګړي توګه د جنوبي افریقا په ډېرو برخو کې، له نیمایي ډېرې ښځې له همدې تشخیص سره مړې کېږي.
د سرطان ځینې متخصصین وېره لري چې د واکسین په څېر پرمختللې ټکنالوژي هېڅکله هغو ښځو ته نه رسېږي چې ورته اړتیا لري.
د IARC د سرطان څارنې څانګې مرستیاله ډاکټره ایزابیل سوریوماترام وايي: "له هغو کسانو سره چې حتی د سرطان اساسي درملنې لکه جراحي، رادیوتراپي او کیموتراپي ته لاسرسی لري او هغو کسانو ترمنځ لوی توپیرونه شته چې لاسرسی نه لري. "
هغې زیاته کړه: "کله چې خبره د جدي سرطان درملنو ته راځي، وضعیت لا هم خورا ننګوونکی دی".

د عکس سرچینه، CVC
د سرطان د نړیوالې څېړنې د ادارې (ای اې ار سي) د فبرورۍ د راپور له مخې، تمه کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د تیو د سرطان پېښې په ټوله نړۍ کې ۳۸٪ زیاتې شي او د دې ناروغۍ له امله به کلنۍ مړینې ۶۸٪ ته پورته شي.
د راپور لیکونکې او د سرطان د نړیوالې څېړنې د ادارې ساینسپوهه ډاکټر جوآن کیم وايي: "په هره دقیقه کې په نړۍ کې د څلورو ښځو د تیو د سرطان تشخیص کېږي او یوه ښځه د دې ناروغۍ له امله مري او دا شمېرې ورځ تر بلې بدتره کېږي. "
د ویکتوریا لپاره، د واکسین پرمختګ باید هر څومره ژر چې وي همدومره ښه دی. هغې اوس د تور پوستو ښځو تر منځ د تیو د سرطان د پوهاوي د زیاتوالي لپاره مبارزه کوي.
هغه وايي: "لا هم داسې ټولنې شته چې د تیو د سرطان په اړه ډېر لږ یا هېڅ خبرې نه کېږي. "
هغه زیاتوي: "هلته احساسات لکه شرم او ګناه شته. دا خورا فشار راوړونکی دی".
ډیانا لا هم فکر کوي چې ایا د هغې سرطان به بېرته راوګرځي، په تېره کله چې هغه د بیارغېدو پنځم کال ته نژدې کېږي.
هغه وايي: "خو دا د ساینس خیالي کیسه نه ده، موږ د کلینیکي ازموینو په دویم پړاو کې یوو. زما دا حالت د ژوندي ثبوت په توګه دی".











