په سمه توګه د غاښونو د برس کولو ګټې

د عکس سرچینه، Getty Images
د غاښونو برس کول د مزمنو ناروغیو د خطر کمولو کې مرسته کوي، سربېره پر دې، د غاښونو او ژامې روغتیا ساتي. خو ډېری خلک خپل غاښونه په ناسم ډول پاکوي.
دلته، د متخصصینو له نظره د غاښونو د سمو پاکولو طریقه درپېژنو.
که څه هم د غاښونو برس کول او مینځل یو ورځنی عادت دی چې موږ یې له ماشومتوبه ترسره کوو، ډېری خلک لا هم نه پوهېږي چې خپل غاښونه په سمه توګه څنګه برس کړي.
په سویډن کې یوې څېړنې وښوده چې له هر لسو کسانو یوازې یو د غاښونو د پاکولو مناسبه طریقه کاروي.
همداراز، د برېتانیا د 'بوپا' روغتیايي بیمې شرکت د یوې سروې له مخې، چې په بریتانیا کې دوه زره کسان پوښتلي، شاوخوا نیمايي ګډونوال نه پوهېدل چې خپل غاښونه په سمه توګه څنګه پاک کړي.
د بریتانیا د برمنګهم پوهنتون د غاښونو د ترمیم طب متخصصه او استاده جوزفین هیرشفیلد وايي: "ډېر احتمال شته هر هغه څوک چې د غاښونو د پاکولو لپاره له خپل ډاکټر یا د غاښونو د روغتیا له متخصص یې لارښوونه نه وي ترلاسه کړې، خپل غاښونه په سمه توګه برس نه کړي." هغې زیاته کړه: "زما د تجربې له مخې، دا د هر هېواد د وګړو لپاره تر ډېره ریښتیا ده."
دا شاید د حیرانتیا وړ نه وي، ځکه چې د غاښونو د پاکولو په اړه د موجودو معلوماتو تنوع خلک سربداله کړي.
یوه څېړنه ښيي چې لږ تر لږه ۶۶ بېلابېلې، او کله ناکله متضادې مشورې د متخصصینو له خوا وړاندې شوې دي.
د بريتانیا د خولې د روغتیا بنسټ اجرائیوي مشر نایجل کارټر وايي: "زه فکر کوم دا د عامو خلکو لپاره ډېر مغشوشوونکی دی."
دا سربدالي د غاښونو د درملنې مختلفو وسایلو، لکه د ژبې پاکوونکو، د اوبو له لارې د تار استعمال وسیلو او نورو محصولاتو، لا زیاته کړې ده.
نو، موږ چېرې تېروتنه کوو او څنګه خپل عادتونه بدل کړو؟
د غاښونو د پاکولو غوره طریقه څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هیرشفیلد وايي: "ډېر ناروغان دا درک کوي چې دوی باید د خوراکي توکو پاتې شوني لرې کړي، چې دا تر یوه حده سمه ده. خو ډېر مهم کار د غاښونو له سطحې د باکتریا لېرې کول دي."
دا باکتریاوې او نور کوچني ژوندی موجودات د خولې دننه وده کوي او د غاښونو د تختې یا پلګ په نوم یوه ښوینه طبقه جوړوي. په دې طبقه کې شاوخوا ۷۰۰ مختلف ډولونه باکتریاوې شته، چې دا د انسان په بدن کې تر کولمو وروسته د بکتریا دویم تر ټولو لوی تنوع لري. سربېره پر دې، فنګسونه او وېروسونه هم پکې موندل کېږي.
هیرشفیلد وايي: "دا باکتریاوې د غاښونو او نرم انساجو (ژامې) سره نښتي وي او په ساده موښلو نه لېرې کېږي. دا طبقه یوازې د فزیکي پاکولو (برس کولو) له لارې لېرې کېدای شي."
تر ټولو مهم ځای د غاښونو سطحه نه، بلکې د ژامې (لثې) کرښه ده. دا هغه ځای دی چې باکتریاوې پکې ژورې ننوځي، د ژامې التهاب (Gingivitis) رامنځته کوي او په پایله کې د غاښونو د نسجونو التهاب (Periodontitis) ته لاره هواروي. په حقیقت کې، "د غاښونو پاکول" اصطلاح تر یوه حده سمه نه ده.
هیرشفیلد وايي: "د دې پر ځای چې د غاښونو برس کولو په باب فکر وکړئ، د ژامې کرښې د پاکولو په اړه فکر وکړئ. که تاسو دا په سمه توګه ترسره کړئ، نو غاښونه به مو هم په سمه توګه پاک شي."
نو، د غاښونو د پاکولو غوره طریقه څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د "باس" تخنیک
په دې طریقه کې، د غاښونو برس د غاښونو سطحې ته د ۴۵ درجې زاویې کې اېښودل کېږي. د لاندې غاښونو لپاره برس ښکته او د پورته غاښونو لپاره برس پورته مایلوئ، داسې لکه غواړئ چې د برس زڼکي (وېښتان) تر لثې لاندې داخل کړئ. بیا د لثې کرښې سره نژدې کوچني او ارتعاشي حرکات (اهتزازي حرکتونه) وړاندې او شاته ترسره کړئ، ترڅو دا ځای ښه پاک شي.
د "سټیلمن" تخنیک
دا تخنیک د "باس" طریقې ته ورته دی، خو اضافي نرمه "جارو وهلو یا" (Sweeping) حرکت هم پکې شامل دی، چې برس له لثې لېرې کش کړئ.
هیرشفیلد وايي، فشار باید ډېر نه وي، ځکه چې شدید یا په قوت برس کول، په ځانګړي ډول په کلک یا سخت برس سره د ژامې د ژوبلېدو لامل کېدای شي.
تر حد ډېر زیات پاکول د ژامې په نرمو انساجو کې کوچني ټپونه رامنځته کوي، چې باکتریاوو ته اجازه ورکوي د وینې جریان ته ننوځي. برس ته د زیات فشار ورکول د غاښونو د انامل (Enamel) تخریب ته هم لاره هواروي، چې په اوږد مهال کې د غاښونو د خوړل کېدو لویه موکې رامنځته کوي.
هغه کسان چې لاسي برس کاروي، ډېری وختونه ډېر زیات فشار ورکوي. برېښنایي برسونه اکثره د فشار د کنټرول سیستم لري، که فشار زیات شي، خبرداری ورکوي.
د "فونس" تخنیک

دا طریقه ماشومانو او هغو کسانو ته وړاندیز کېږي چې د لاس حرکتونه یې محدود وي. برس باید د غاښونو سطحې ته ۹۰ درجې زاویه کې ونیول شي. بیا یې په دایروي حرکتونو د غاښونو سطحې ته د ژامې کرښې سره نژدې وڅرخوئ.
د غاښونو د برس کولو موده باید څومره وي؟
د نړۍ مهمې روغتیايي ادارې، لکه: د امریکا د غاښونو اتحادیه (ADA) د برېتانیا د روغتیا ملي اداره (NHS) د هند د غاښونو اتحادیه، د استرالیا د غاښونو اتحادیه، دا ټولې سپارښتنه کوي چې: په ورځ کې دوه ځله، هر ځل لږ تر لږه ۲ دقیقې غاښونه برس کړئ.
ستونزه چېرته ده؟ ډېری خلک د ۲ دقیقو دقیق وخت نه شي اټکلولی. یوازې ۲۵٪ خلک غاښونه له کافي وخت، مناسب فشار او سم حرکت سره پاکوي.
د ګرځنده تیلیفون کاریال وکاروئ، چې وخت درته تنظیم کړي. برېښنایي برس وکاروئ، چې د ۲ دقیقو ټایمر ولري.
۲ دقیقې کافي ګڼل کېږي چې ټول غاښونه او د ژامې کرښه پاکه کړي. که د لثې ناروغي یا د خولې نورې روغتیایي ستونزې لرئ، ښایي زیات وخت ونیسي، ترڅو د غاښونو پر سطحه جوړه شوې ښوینه طبقه بشپړه لېرې شي.
هیرشفیلد وايي: "د غاښونو د پاکولو معیاري وخت د هر چا لپاره توپیر کوي، ځکه چې د غاښونو او خولې روغتیايي وضعیت له شخص شخص ته توپیر لري." نو، دقیق وخت د هر فرد د اړتیاوو پر اساس مشخصېږي.
په ورځ کې څو ځله باید غاښونه برس کړو؟
په امریکا، برېتانیا او استرالیا کې سپارښتنه کېږي چې په ورځ کې دوه ځله د غاښونو پاکولو تخنیک وکاروئ.
هند کې د غاښونو اتحادیه وړاندیز کوي چې په ورځ کې درې ځله (له غرمنۍ وروسته هم) غاښونه برس کړئ، ځکه دا اضافي ګټه لري.
که د غاښونو او ژامې جدي روغتیایي ستونزې نه لرئ، نو د ورځنۍ دوه ځله برس کولو سپارښتنې ته غاړه اېښودل بسیا دي.
ایا له خوراک مخکې یا وروسته د غاښونو پاکول غوره دي؟
ایا له ناشتې مخکې یا وروسته د غاښونو پاکول غوره دي؟
ډېر شمېر د معجونونو جوړوونکي او د غاښونو روغتیا مرکزونه سپارښتنه کوي چې د ناشتې مخکې خپل غاښونه پاک کړئ، نه له ناشتې وروسته. خو دا لا هم د بحث وړ موضوع ده.
هرڅنګه چې وي، که د ناشتې مخکې یا وروسته وي، نو غوره لار ستاسو د خوړو او وخت پورې اړه لري.
له ناشتې وروسته د غاښونو پاکولو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې باید د خوړو او د غاښونو پاکولو ترمنځ کافي وخت تېر شي. د امریکا د غاښونو اتحادیه سپارښتنه کوي چې ۶۰ دقیقې باید تېرې شي، ځکه چې په خوړو کې موجود اسیدونه او هغه مواد چې د مېکروبو لخوا د کربوهیدرېټونو پر هضمولو تولیدیږي، غاښونه موقتا کمزوري کوي.
هیرشفیلډ وايي: "اسیدونه پر مینا طبقې برید کوي او دا یې موقتي ډول نرموي"، چې دې سره د مینا اصلي اجزاء لکه کلسیم او فاسفیټ له منځه ځي، سره له دې چې وروسته په څو ساعتونو کې په ناړو کې پر موادو بدلولېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
او اړین دا چې غاښونه د ناشتې مخکې یا وروسته پاک شي. د غاښونو پاکول باید تل له ویدېدو مخکې اخري وخت کې وشي.
کارټر وایي: "لعاب ستاسو د طبیعي دفاعي میکانیزم دی"، دا د بکتریا د ودې او د غاښونو د خرابېدو مخه نیسي او په دې ټکي تاکید کوي چې "د خوب پرمهال د لعاب جریان کمېږي، نو دا خورا مهمه ده چې له خوب مخکې د غاښونو اړوندې بکتریايي طبقې پاکې شي."
د غاښونو کوم برش باید وکارول شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالغو لپاره د منځنۍ برسونه (نه ډېر نرم او نه شخ) کارول غوره دي. د غاښو کرېم باید کوچنۍ خشنې ذرې ولري. همدارنګه د برس کوچنی سر غوره دی، چې دا د هر غاښ هرې برخې ته په جلا توګه رسېدلی شي. هیرشفیلډ همدارنګه سپارښتنه کوي مخکې له دې چې د برس غاښونه کاږه شيو باید بدل یې کړئ.
دودیز برس یا د مسواک په شان لویه څوکه (چې په افریقا، منځني ختیځ او جنوبې اسیا کې عام دي) هم د پلاک د پاکولو او د غاښونو د خرابېدو د مخنیوي لپاره اغېزناک دي، خو که سم ونه کارول شي نو د لثې د زخمونو خطر زیاتوي.
د پلاک پاکولو لپاره د لاسي برسونو پرتله د برېښنايي برسونو کارول- که څه هم ګران دي- خو ډېر اغېزناک دي. دلیل یې دا دی چې د دې برسونو حرکت اتوماتیک دی او د لاس مهارت ته لږ اړتیا لري او سر یې هم کوچنی دی، علاوه پر دې چې ځینې یې له ډېر فشار سره خپل حسګر لري او په ټینګه د برسولو مخه نیسي.
د غاښونو کوم کرېم (معجون) غوره دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغو موادو له ډلې چې په غاښونو پاکولو معجون په شا موجود وي، یو ځانګړی مواد شته چې باید په ځانګړې توګه یې وپلټئ او هغه فلورایډ دی.
که څه هم د غاښونو مینا د بدن تر ټولو سخت نسج ګڼل کېږي او د طبیعت له سختو نسجو دی، خو دا په اسانۍ سره په اسیدونو کې حل کېږي.
فلورایډ د غاښونو مینا ترمیمولو کې مرسته کوي؛ داسې چې دا د هغو اسیدونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري چې د غاښونو د خرابېدو لامل کېدای شي.
همدارنګه، د غاښونو له پاکولو وروسته په خوله د اوبو نه تېرول یا (مضمضه) نه کول فلورایډ د غاښونو په شاوخوا کې د ډېر وخت پاتې کېدو کې مرسته کوي چې اضافي خوندیتابه ورته چمتو کړي.
هيرشفيلډ وایي: "کله چې فلورایډ د غاښونو پاکولو معجون ته اضافه شو، د خرابۍ کچه کې ډېر پام وړ کموالی راغی."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو، ځینې معاصر مواد باید په احتیاط سره وکارول شي. د غاښونو د کریمونو ادعاوې چې په کې د لرګو سکاره یا انګېټۍ، د بکتریاوو، فنګس او وېروسونو ضد مواد شامل وي، تر اوسه نه دي تایید شوې. همدارنګه، شواهد د دې خبرې ملاتړ کوي چې سکاره د غاښونو سپینولو کې کومه ځانګړې مرسته نه کوي او دا کولای شي د غاښونو د خوړل کېدو او نورو ستونزو خطر زیات کړي.
د (بیکینګ سوډا) د سوډیم بیکربونیټ کوچنۍ کرسټالونه) لرونکي کرېمونه هم تر هغو کرېمونو ډېر مؤثر دي چې دا مواد نه لري. دا کرېم د غاښونو طبقه (پلاک) ښه لېرې کوي او ممکن د ژامې د التهاب له امله خونریزۍ لږه کړي.
د خولې پاکوالي او عمومي روغتیا ترمنځ تړاو
د غاښونو پاکول د خولې د بد بوی، د غاښونو زړښت او د خرابېدو خطر کمولو لپاره مؤثره لاره ده. سربېره پر دې، دا هغه لاره ده چې کولی شي د شکر د دویم ډول، د زړه او وینې رګونو ناروغیو او د ادراک د کچې زوال مخنیوی وکړي.
د نیویارک پوهنتون د رواري مایرز نرسینګ سکول د نړیوالې روغتیا ښوونکې بای وو وايي: "مخ په زیاتېدونکي شواهد ښیي چې د غاښونو ناروغۍ او ادراکي نیمګړتیا سره د نښلولو یوه لاره التهاب دی."
له دې انګیزې سره، د غاښونو پاکولو لپاره د مختلفو وسیلو لکه د برس، د خولې د پاکولو وسایلو او د غاښونو د تار او د ټایمر تنظیموونکي درلودل هېڅکله بې ګټې نه ښکاري.








