د هک شوي، تعقیب شوي او وهل شوي یوټیوبر کیسه چې سعودي باید ورته ۳ میلیونه پونډه ورکړي

یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلیونه ځله وکتل شوه.
د لندن په ویمبلي سیمه کې د اوسېدو له خپل ځایه، دا تېز ژبی او کله کله سپکوونکی کامیډین د سعودي پر شاهي کورنۍ د نیوکو له کبله پېژندل کېده، خو د مینهوالو سربېره یې ځینې قوي دوښمنان هم لرل.
لومړۍ خبره چې المصاریر ورته پام شو دا وه چې د هغه موبایلونو عجیب چلند پیل کړ.
ډېر ورو شول اوچارج یې ژر ختمېده.
بیا یې ولیدل چې د لندن په بېلابېلو ځایونو کې ورته هماغه څېرې ښکارېدې یعنې دی به تر ډېره د څار لاندې و.
د سعودي رژیم ځینو ملاتړو، هغه به یې په کوڅه کې دراوه، ځووراوه او ان وېډیو به یې ترې ریکارډوه.
خو هغوی پر دې څنګه پوهېدل چې المصاریر هر وخت چېرې وي او چېرې ګرځي؟
المصاریر وېرېده چې د هغه موبایل د جاسوسۍ لپاره کارول کېږي.
د سایبر متخصصینو وروسته تایید کړه چې هغه د پېګاسوس هک کولو د بدنامې وسیلې قرباني شوی و.
المصاریر بیبیسي ته وویل: "دا داسې څه وو چې ما نه شوای درک کولی. هغوی ستا موقعیت لیدلی شي. کامره چالانولی شي. مایکروفون چالانولی شي. ستا خبرې اورېدلی شي".
"هغوی ستا ټول معلومات، ټول انځورونه او هر څه ترلاسه کړي دي. ته داسې احساس کوې لکه ستا شخصي حریم چې نقض شوی وي".
د دوشنبې په ورځ، له شپږو کلونو قانوني مبارزو وروسته، د لندن عالي محکمې پرېکړه وکړه چې سعودي عربستان مسؤل دی او پاچاهي ته یې امر وکړ چې المصاریر ته له ۳ میلیونه پونډو ډېر جبران ورکړي.
په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغه چې غانم المصاریر پر درېیو لېنکونو کلېک وکړ، ایفونونه یې هک شول، داسې ښکارېده چې له خبري رسنیو د ځانګړو غړیتوبونو د وړاندیز په توګه ورته لېږل شوي وو.
دغه پېښه هغه ته د تعقیب، ځورونې او د ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې په مرکزي لندن کې د وهل کېدو سبب شوه.
محکمې وویل چې دوه ناشنا کسان المصاریر ته ورنژدې شول، ورباندې نارې یې کړې او ترې ویې غوښتل چې ولې د سعودي پاچا کورنۍ په اړه خبرې کوي، بیا یې هغه پر مخ وواهه او برید یې پرې وکړ.
لارویانو مداخله وکړه او دوه کسان شا ته شول، یوټیوبر ته یې "د قطر غلام" وویل، بریدګرو ویل چې غواړي "هغه ته پند ورکړي".
د عالي محکمې قاضي د فزیکي برید پېښه مخکې له مخکې پلان شوې بللې او یادونه یې وکړه چې د بریدګرو له ډلې یوه کس غوږۍ (هېډفون) وسیله لرله.
ښاغلي جسټس سایني په خپله لیکلې پرېکړه کې وویل: "یو قانع کوونکی بنسټ شته چې دغه برید او هک د سعودي عربستان د شاهي نظام یا د هغوی د استازو لخوا ترسره شوی یا اجازه ورکړل شوې".
قاضي پرېکړه وکړه: "دې کې د سعودي عربستان ګټه څرګنده او هڅونه درلوده چې د سعودي حکومت پرضد ډاګیزه نیوکه بنده کړي".
له برید وروسته، ځورونې دوام وکړ.
په ۲۰۱۹ کال کې، یو ماشوم المصاریر ته د کنزینګټن یوه چایخانه کې ورنژدې شو او د سعودي پاچا سلمان د ستایلو سندره یې وبلله.
دغه پېښه ریکارډ او پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، ځانګړی هشتګ ورته جوړ شو او ان په سعودي عربستان کې د دولتي تلویزیون له لارې خپره شوه.
په همدې ورځ، کله چې المصاریر د لندن لوېدیځ کې له یوه رسټورانټه روان و، یو کس ورنژدې شو او ورته وویل: "ستاسې ورځې په شمار دي"، بیا لاړ.
المصاریر په سعودي عربستان کې زېږېدلی، خو له ۲۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې بریتانیا کې ژوند کوي او لومړی ځل د پورټسموټ ښار ته د زدکړو لپاره راغلی و.
هغه اوس بریتانوي تابعیت لري او په ویمبلی کې ژوند کوي، خو له کوره لرې نه ځي- له برید وروسته مرکزي لندن ته تلل لا هم د هغه لپاره وېروونکی دي.
دغه ۴۵ کلن یوټیوبر د عربي ژبو نړۍ کې د سعودي واکمنانو، په ځانګړي ډول د ولیعهد او د ملکیت عملي واکمن محمد بن سلمان د نیوکو له کبله په طنزيه یوټیوب ویډیوګانو مشهور شو.
د المصاریر طنزي نیوکې، ویډیوګانې چې کله کله شخصي او توهینوونکې حملې پر سعودي حکومت ګڼل کېږي، اکثره وایرل او ډېرې لاس په لاس شوې چې له ۳۴۵ میلیونو ډېر ځله لیدل شوې دي.
هغه تر ټولو ډېر لیدل شوې کلیپ کې چې ۱۶ میلیونه ځله لیدل شوی، پر سعودي چارواکو په دې هېواد کې د نجونو د ګډا د وېډیو خپرېدو له امله په قهرجنه لهجه نیوکه کوي. پر یوټیوب یې له وېډیو غږ لیرې شوی او المصاریر نه پوهېږي چې دا څنګه یا کله ایډیټ شوی.
له هغه وروسته چې د المصاریر موبایل هک او برید پرې وشو، د هغه باور له لاسه ورکړل شوی او له خپګان او وېرې سره مخامخ شوی.

د عکس سرچینه، The Ghanem Show
هغه چې یو وخت خندوونکی او له نورو سره ډېر اجتماعي شخصیت لاره، بيبيسي سره خبرو ته راضي شو - خو محتاط و او نه یې غوښتل چې بشپړ مخ یې ښکاره شي.
هغه په درېیو کلونو کې هېڅ ویډیو نه ده خپره کړې او وايي چې له قانوني بریا سره سره، سعودي حکومت د هغه په غلي کولو کې بریالی شوی دی.
هغه وايي: "هېڅ اندازه پیسې نه شي کولی هغه زیان چې ما ته رسیدلی جبران کړي. هک رښتیا زما ژوند بدل کړ. زه اوس هغه غانم نه یم چې مخکې وم."
د ټورنټو پوهنتون د سیټیزن لاب سایبر متخصصینو تایید کړه چې المصاریر د پېګاسوس جاسوسي سافټویر له لارې هک شوی و. هغوی یوه شنونکي لندن ته واستوله او ډېر امکان یې وښود چې هک د سعودي عربستان لخوا پلان شوی و.
پېګاسوس ځواکمنه او بحث پاروونکې د هک کولو وسیله ده چې اسرائیلي NSO ګروپ شرکت جوړه کړې.
NSO ګروپ ټینګار کوي چې یوازې پر حکومتونو یې پلوري چې ترهګر او مجرمان وڅاري.
خو سیټیزن لاب دا سافټویر د المصاریر په ګډون د سیاستوالو، خبریالانو او مخالفینو په موبایلونو کې موندلی دی.
کله چې المصاریر لومړی د سعودي عربستان پر ضد دعوا ثبت کړه، سعودي عربستان استدلال وکړ چې د ۱۹۷۸ کال د دولت معافیت قانون له مخې له قانوني تعقیبه خوندي دی.
خو په ۲۰۲۲ کال کې محکمې پرېکړه وکړه چې سعودي عربستان معافیت نه لري.
له هغه وروسته، هېواد په نورو قانوني پروسو کې نماینده نه دی لرلی.
د عالي محکمې قاضي پایله وکړه: "سعودي عربستان د دفاع خدمت یا د دې غوښتنې ځواب ورکولو کې پاتې راغلی او د څو نورو حکمونو سرغړونه یې کړې. داسې ښکاري چې په دعوا کې برخه وانخلي."
ټولې جبران شوې پیسې ۳,۰۲۵,۶۶۲.۸۳ پونډه دي، خو دا لا نه ده معلومه چې سعودي عربستان به یې ورکړي که نه.
بیبیسي لندن کې د سعودي سفارت سره اړیکه ونیوه، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
المصاریر وايي هغه د پرېکړې د عملي کولو ته ژمن دی او که اړتیا وي له نړیوالې محکمې ګټه واخلي. خو وايي، هېڅ اندازه پیسې به یې هغه ژوند بېرته راونه ګرځوي چې هک یې خراب کړی دی.
هغه وايي: "زه خپه یم چې دوی په لندن، په بریتانیا کې له دې ډول عمل سره بې جزا پاتې شول".
المصاریر د سعودي په وروستي لوړپوړي کامیډي فیسټیوال هم تبصره وکړه، چې پکې مشهور کمېډیان لکه جمي کار، کیون هارټ، امید جلیلي او بیل بر ګډون کړی و.
هغه وویل: "په داسې حال کې چې دوی د دې لوی کامیډي فیسټیوال کوربه کوي، دوی یو کامیډین هک کوي او په لندن کې په ښکاره ورځ برید پرې کوي."
هغه زیاته کړه: "دا درته ښيي چې سعودي رژیم څومره منافق دی. دغو کمېډینانو ته زما هغه پخوانی درناوی اوس نه شته".









