د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امریندرا یرلاګډا
- دنده, بي بي سي
د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې.
پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و.
دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.
د وقار اباد د پولیسو مشر سرینواس رېډي په وینا، نکالي دشرت او لکشمي ( وژل شوي پلار او مور) همدا دوه اولادونه لرل.
سوریکا په یوه ځايي خصوصي روغتون کې نرسه وه او ورور یې په وقار اباد کې اوسي.
هغې د جنورۍ ۲۴مه خپل ورور ته زنګ وهلی او ورته ویلي یې دي، چې د دوی مور او پلار دواړه مړه شوي دي.
د پولیسو په وینا، اشوک ورته وویل: "خور مې راته وویل چې پلار مې د راغورځېدو له کبله مړ شو او د مور مو ساه له خپګانه وخته."
خو اشوک بیا هم پولیسو ته عریضه کړې او د والدینو د مړینې لامل په اړه یې پکې شک ښودلی دی.
پولیسو د څېړنو پر مهال موندلې چې سوریکا به تل په کور کې شخړه او لانجه کوله او لامل یې په خپله خوښه د واده غوښتنه وه.
د ځایي کشفي پولیسو افسر وایمالا وایي، "موږ ته معلومه شوه چې سوریکا به ډېر وخت لانجې کولې. دا چې دواړه مور او پلار په یوه وخت مړه شوي وو، نو موږ شکمن شولو او له دې اړخه مو پلټنې وکړې. کور ته ورغلو، ومو پلټه او دوه ستنې مو وموندې چې وینه پکې وه."
هغه بيبيسي ته وویل، د تورنې په کور کې د دغو ستنو له موندلو وروسته له هغې پوښتنې پیل کړې، او نوموړې بالاخره خپل جرم ومانه
'لومړی مې مور ته ستن ووهله بیا پلار ته'

د عکس سرچینه، Telangana Police
د وقار اباد د پولیسو مشر سرینواس ریډي ویلي، چې سوریکا مو توقیف کړه او څېړنې ترې وشوه، نو د مینې د تار څرک ولګېد.
د پولیسو په وینا هغه د جنورۍ ۲۴مه ماښام شپږ بجې له روغتونه کور ته ستنه شوې وه.
مور یې پر هغه شپه وریجې پخې کړې وې.
دا چې لکشمي به تل د نس له درده شکایت کاوه، نو سوریکا همدا پلمه غنیمت وګڼله او هغې ته یې د زهرو ستن ولګوله.
پولیس وايي، هغه له ستن وروسته سملاسي مړه شوه.
د سرینواس په وینا، تر دې لنډ وخت وروسته دشرت هم کور ته تللی او سوریکا ورته ویلي چې مور ته یې د درد ستنه وهلې او ویده ده.
هغه خپل پلار ته ویلي، چې "که ستا ملا خوږېږي نو تا ته به هم د درد ستن ووهم."
پولیس وايي، په دې توګه دشرت هم ووژل شو.
د انسټګرام ملګرتیا چې په مینې واوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د وقار اباد پولیس وايي، سوریکا تېر کال پر انسټګرام له یوه هلک سره ملګرې شوې وه او دې ملګرتیا بالاخره د مینې رنګ اخیستی.
د پولیسو د کشف مسوول وایملا بيبيسي ته ویلي، "د سوریکا مور او پلار دغه هلک سره د لور له ودولو انکار کړی و، ځکه هغه له بل ذات (قوم) و."
د وایملا په وینا، د څېړنو پایله کې معلومه شوه چې سوریکا له همدې کبله خپل مور او پلار دواړه وژلي دي.
اشوک رسنیو سره خبرو کې ویلي، دا تمه یې نه درلوده چې خور به یې داسې ګام واخلي.
کله چې پخپله سوریکا د رسنیو مخ ته راوستل شوه، نو هغې په دې تړاو له خبرو او څه ویلو ډډه وکړه.
بيبيسي هڅه وکړه چې د اشوک او سوریکا له خپلوانو سره هم تلیفوني خبرې وکړي، خو هغوی په تړاو غږېدو ته چمتو نه وو.











