پاکستان کې له دولتي زېرمتونه ضبط شوي چرس او نور نشه يي توکي غلا شوي

د رپوټ له مخې د غلا شویو نشه‌ يي توکو اندازه له شپږو منو زیاته وه، چې پکې ۲۷۰ کیلو اپین او ۳۷ کیلو چرس شامل وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رپوټ له مخې د غلا شویو نشه‌ يي توکو اندازه له شپږو منو زیاته وه، چې پکې ۲۷۰ کیلو اپین او ۳۷ کیلو چرس شامل وو.
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي-کوټه

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې له دولتي زېرمتونه د نشه يي توکو غلا رپوټ ورکړل شوی دی. ویل کېږي، چې دې بې سارې پېښه کې هغه خورا پرېمانه نشه يي توکي، چې چرس او اپیوم هم پکې شامل دي، له دولتي زېرمتونه غلا شوي، چې له ضبط کېدو وروسته هلته ساتل کېدل.

د پولیسو لومړني رپوټ کې ویل شوي، له زېرمتونه ټولټال له شپږ منو زیات نشه ‌يي توکي غلا شوي دي. د راپور له مخې، نامعلومو کسانو د زېرمتون کړکۍ ماته کړې او هلته ایښودل شوي نشه ‌يي توکي یې وړي دي.

که څه هم د دې پېښې قضیه ثبت شوې ده، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي. د دوکۍ‍ مرستیال کمېشنر نعیم خان بي ‌بي‌ سي ته وویل، چې پولیس د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

د یادونې ده چې تېر کال په بلوچستان کې د کوکنارو د کرکېلې پر ضد په ځینو سیمو کې په پراخه کچه عملیات شوي وو او په هغو سیمو کې دوکۍ سیمه هم شامله وه.

د چارواکو په وینا، دا زېرمتون چې په ظاهره خوندي ځای بلل کېده، د ضلعې یا ولسوالۍ په مرکزي دفتر کې د اداري او قضايي دفترونو په ساحه کې دننه موقعیت لري. دا ځای مخکې د لیویز ملېشه ځواک تر کنټرول لاندې و، خو اوس لیویز ځواک له پولیسو سره یو ځای شوی دی.

د دوکۍ پولیسو یوه چارواکي بي ‌بي ‌سي ته وویل، که څه هم د نورو ضلعو په څېر په دوکۍ کې هم لیویز ځواک په پولیسو کې شامل شوی، خو تر اوسه یاد زېرمتون په رسمي ډول پولیسو ته نه ده سپارل شوی، بلکې د سپارلو بهیر لا هم په پړاویز ډول روان دی.

خوندي زېرمتون چې چرس او نور نشه يي توکي ترې غلا شوي

چارواکي وايي، غلو د زېرمتون کړکۍ ماته کړې او نشه يي توکي یې غلا کړي دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، چارواکي وايي، غلو د زېرمتون کړکۍ ماته کړې او نشه يي توکي یې غلا کړي دي.

له پولیسو سره د ثبت شوې قضیې له مخې، ''د جنورۍ د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ شپه کې نامعلوم کسان د مرستیال کمشنر په دفتر کې زېرمتون ته د کړکۍ له ماتولو وروسته ننوتي دي۔''

د راپور له مخې نامعلومو کسان له زېرمتونه پرېمانه نشه يي توکي غلا کړي، چې په ګڼ شمېر بنډلونو کې ځای پر ځای شوي وو. د پولیس یوه چارواکي وویل، چې دا نشه‌ يي توکي د مخکیني لیویز ځواک لخوا د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ترلاسه شوي وو.

د رپوټ له مخې د غلا شویو نشه‌ يي توکو اندازه له شپږو منو زیاته وه، چې پکې ۲۷۰ کیلو اپین او ۳۷ کیلو چرس شامل وو.

پولیس چارواکي زیاته کړه چې له دې نشه ‌يي توکو سره تړلې قضیې په محاکمو کې روانې دي او له همدې امله دا توکي د له منځه وړلو پر ځای په دولتي زېرمتون کې ساتل شوي وو.

که څه هم په زېرمتون کې نور توکي هم وو، خو د پولیسو رپوټ له مخې غلو یوازې نشه ‌يي توکي ترې وړي دي.

د دوکي پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي په وینا چې د قضیې له ثبت کېدو وروسته د غلا شویو نشه ‌يي توکو ۱۴ بنډلونه بېرته ترلاسه شوي دي.

یاد چارواکی وايي، د ترلاسه شویو بنډلونو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او په وینا یې د دې پېښې په اړه له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي.