څنګه خپل زړه روغ وساتو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امیر احمد
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
د بدن فعاله ساتلو لپاره روغ زړه خورا مهم دی. زړه وینه پمپ کوي او ستاسو بدن ته اکسیجن او اړین خوراکي توکي رسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د زړه او وینې شريانونو (رګونو) ناروغۍ (CVDs) په ټوله نړۍ کې هر کال نږدې ۱۸ میلیونه خلک وژني.
د زړه او وینې شريانونو ناروغۍ له کبله له پنځو مړو شویو ناروغانو څلور یې د زړه حملې او مغزي سکتې له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د یوه ځوان کس لپاره، سالم زړه هغه دی، چې ارام حالت کې په یوه دقیقه کې له ۶۰ – ۱۰۰ ضربان ولري. د زړه د متخصصینو په خبره دا هغه څه دي، چې هره ورځ کار کولی شي.
د امریکا د زړه متخصص ډاکټر ایوان لېوین وايي: "موږ کولی شو د ژوند په لومړیو کې د ښه خوراکي رژیم، تمرین او تنباکو نه کارولو سره زړه ته اوښتونکي ډېر زیانونه را کم کړو."
خو ایا دا همدومره ساده ده، چې روغ زړه به ستاسې د زړه د حملې ګواښ کم کړي؟
لومړی، د زړه حمله څه شی ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د زړه حمله هغه وخت رامنځته کېږي، چې زړه ته د وینې رسېدل ناڅاپه بند شي.
که د وینې بهیر، چې زړه ته اکسیجن رسوي له خنډ سره مخامخ شي، کېدای شي د زړه عضلات زیانمن کړي یا یې مړه کېدل پیل کړي.
که چټکه درملنې یې و نه شي، کېدای شي د زړه عضلاتو ته نه رغېدونکی زیان واوړي.
په دې حال کې که د زړه یوه لویه برخه زیانمنه شي، د زړه ضربان درېږي او د مرګ لامل کېږي. دې د زړه درېدل هم ویل کېږي.
د زړه د حملې له امله نیمایي مړینې، د نښو نښانو له پیلېدو وروسته په لومړیو دریو یا څلورو ساعتونو کې پېښېږي، نو دا خورا مهمه ده، چې د زړه د حملې نښې نښانې د بېړني طبي حالت په توګه وګڼل شي او درملنه یې وشي.
د زړه د حملې تر ټولو عام لامل د زړه د شریانونو ناروغي ده. داسې چې په شریانونو کې غوړ راټولېږي او دومره یې تنګوي، چې وینه په اسانۍ سره لار نشي پیدا کولی او نشي تېرېدای.
امریکا کې هر کال څه باندې اته سوه زره ( ۸۰۵۰۰۰ ) خلک د زړه حمله تجربه کوي. په دوی کې شپږ سوه او پنځه زره (۶۰۵۰۰۰) کسان یې د لومړي ځل لپاره د زړه حمله تجربه کوي او دوه سوه زره (۲۰۰۰۰۰) کسان یې هغه وي، چې مخکې یې هم یو ځل دا حمله تجربه کړې ده.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو په وینا، دا شمېرې ښيي، چې په هرو ۴۰ ثانیو کې پر یوه کس د زړه حمله راځي.
څنګه پوه شم چې د زړه حمله راباندې راغلې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د زړه د حملې نښې نښانې کېدای شي راز راز وي، چې تر ټولو عام یې د سینې درد دی خو یوازې شدید درد نه بلکې داسې چې تاسې احساس کوئ پر سینه مو ډېر بد فشار دی او نیول شوې ده.
ځینې ښځې کېدای شي د سینې درد ترڅنګ په غاړه او دواړو مړوندونو کې هم درد احساس کړي.
کالیفورنیا کې د زړه ناروغیو متخصصه ډاکټره اېلېن بارسیغیان وايي، کېدای شي په پیل کې د زړه حمله له بدهضمۍ سره غلطه شي خو د بدهضمۍ برعکس د زړه حمله تر ډېره د بدن په نورو برخو لکه چپ مړوند، ژامه، شا او معده کې د درد لامل کېږي.
د زړه د حملې نورې نښې نښانې د سر ګرځېدل، ډېر خولې کېدل، ساه لنډي او په سینه کې شغاری هم کېدای شي وي.
که څه هم د زړه ځینې حملې ناڅاپه پېښېږي، خو ځینې وختونه د خبرداري نښې نښانې یې ساعتونه یا ان ورځې مخکې ترسترګو کېږي. د سینې درد چې نه ارامېږي کېدای شي یو خبرداری وي.
ډاکټر اېلېن بارسیغیان وايي: "که د زړه د وینې بهیر په دریو ساعتونو کې سم نه شي یا وینه بېرته زړه ته و نه رسېږي د زړه زیانمن شوي عضلات مري. زما مشوره دا ده، ترهغو، چې روغتیاپال در رسېږي اسپرین وژوئ."
د زړه متخصصین ټینګار کوي، که تاسو فکر کوئ، چې کېدای شي د زړه حمله ولرئ نو سمدلاسه درملنه ترلاسه کړئ.
امریکا کې د زړه متخصص ډاکټر ایوان لېوین وايي: "تاسو باید له خپله ځانه خبر وئ او همدارنګه د دې ناروغۍ پر وړاندې تاسو ته د ګواښ احتمالي لاملونه، لکه عمر، وزن، سګرټ څکول او الکول څښلو عادتونه، ستاسو د کورنۍ روغتیايي تاریخ، دا ټول باید در معلوم وي. که دا هر څه سم نه وي او تاسې په سینه کې فشار احساسوئ نو بېړنۍ طبي مرستې غوښتنه وکړئ."
څنګه د زړه حملې مخنیوی وکړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د زړه حملې ګواښ کمولو لپاره ډېرې لارې شته. د خوړو ریژیم (د خوراک ښه کول او کنټرول) او ورزش له لارې د وینې فشار او کولېسټرول کچه راټیټول یې څو لارې دي.
کولېسټرول هغه ماده ده، چې ستاسو په وینه کې موندل کېږي او د سالمو حجرو جوړولو لپاره اړین دي خو د کولېسټرول د ځینو ډولونو لوړه کچه کولی شي ستاسو د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیات کړي.
د زړه متخصصین په دوامداره ډول پر صحي ژوند کولو ټینګار کوي. دا هغه څه دي چې موږ یې خپل ورځني ژوند کې عملي کولی شو ترڅو د خپل زړه ساتنه وکړو.
د کم غوړ او لوړ فایبر (Fiber) لرونکي خوراکي رژیم سپارښتنه کېږي. فایبر په خوړو کې هغه توکي دي چې په کولمو کې نه ټوټې کېږي او بدن کې نه هضمېږي خو هاضمې سره مرسته کوي، د قبضیت مخه نیسي او بدن کې د شکر او کولېسټرول منظمولو کې هم ونډه لري.
همدارنګه د مالګې مصرف په ورځ کې له شپږو ګرامو څخه مه زیاتوئ، ځکه مالګه کولی شي د وینې فشار لوړ کړي.
د دې سپارښتنه هم کېږي، چې له ډېرو پروسس شويو خوړو - چې طبیعي حالت یې بدل کړل شوی وي - او له هغو خوړو څخه ډډه وکړئ، چې ډېر غوړي ولري، ځکه دا ستاسو په وینه کې کولېسټرول زیاتوي.
په دې خوړو کې د غوښې غوړه کوفته، کېک، بېسکېټ، ساسېج، کوچ او نور هغه خواړه چې د خورما غوړي (palm oil) ولري شامل دي.
په متوازن رژیم کې باید هغه خواړه شامل وي، چې نامشبوع غوړي (unsaturated fats) ولري، ځکه دا د ښه کولېسټرول کچه لوړوي او د شریانونو د بندښت له منځه وړلو کې مرسته کوي.
په دې خوړو کې غوړ لرونکي کبان، اووکاډو، مغزیات او د سبزیجاتو غوړي شامل دي.
ډاکټره اېلېن بارسیغیان وايي: "د مدیترانې سیمې د خلکو دودیز خواړه خورا ښه دي، ځکه ساینس ثابته کړې چې د زړه او رګونو پېښې کموي."
د مدیترانې د خوړو رژیم هغه دی، چې په ایټالیا، یونان او اسپانیا په شان هېوادونو کې دود دی اوتر ډېره پر کرنیزو توکو ولاړ خواړه دي. خلک لومړی د میوو، بیا د سبزیجاتو او بیا د ماهي او چرګ او په پای کې په کمه اندازه د سرې غوښې د خوړو دود پالي.
له صحي خوړو سره منظم ورزش یو ځای کول، د زړه د روغتیا ساتلو لپاره یو له خورا اغېزمنو لارو ګڼل کېږي. صحي وزن ستاسو د وینې فشار د لوړېدو چانس کموي.
د زړه ناروغۍ متخصص ډاکټر ایوان لېوین سپارښتنه کوي، چې په اوونۍ کې پنځه ځله او لږترلږه په ورځ کې ۳۰ دقیقې ورزش وکړئ خو د سالم ژوند لرلو لپاره د هغه مهمه مشوره دا ده، چې "هېڅکله" سګرټ یا وېپ (برېښنايي سګرټ) مه څکوئ.
د امریکا د زړه ټولنه وايي، هغه کسان چې له مخکې د زړه حمله پرې تېره شوې وي، د دې امکان شته چې د پنځو کلونو په اوږدو کې د دوهم ځل لپاره بیا روغتون کې بستري شي.
ډاکټره اېلېن بارسیغیان وايي: "موږ له لسیزو راهیسې معلومات لرو او دا ښیي چې مضر کولېسټرول یا LDL چې څومره ټیټ وي، د زړه او رګونو د ناروغیو خطر هم هغومره کم وي."
د زړه حملې په ځوانانو کې زیاتې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د زړه د حملې ګواښ عموما له عمر سره زیاتېږي، خو د روغتیا اړوند د متحده ایالاتو د احصایې ملي مرکز معلومات ښیي، چې د ځوانانو په منځ کې د دې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۸ څخه تر ۴۴ کلونو عمر لروونکي کسانو ترمنځ شاوخوا صفر عشاریه درې ( ۰.۳) سلنه خلکو د زړه حمله تجربه کړه خو په ۲۰۲۳ کال کې دا کچه صفر عشاریه پنځه (۰.۵) سلنې ته لوړه شوه.
ډاکټر ایوان لېوېن وايي، دا زیاتوالی ډېر پروسس شویو خوړو، د ژوند ډول اوعادتونو، او کم ورزش کولو سره تړاو لري. دی وايي: "موږ ټول باید ډېر حرکت وکړو، یوازې دا نه چې جېم (سپورتځای) ته لاړ شو. زه دې ته اندېښمن یم چې د کووېډ (کورونا ناروغۍ) له امله خلکو له کوره کار کولو ته مخه کړه او دې یو زهرجن دود رامنځته کړ او هغه دا چې خلک ډېری وختونه په ناسته کې تېروي."
که څه هم سګرټ څکول د اتېروسکلروسېس - په شریانونو کې د غوړو د راټولېدو له امله د شریانونو پڼدېدلواو سختېدلو- د زیاتېدو یو عامل ګڼل کېږي، د زړه متخصصین لکه ډاکټر اېوان لېوېن وايي، پر ځوانانو د وېپونو (برېښنايي سکرټو) نامعلوم اغېز ته اندېښمن دي.
ډاکټره اېلېن بارسیغیان زیاتوي: "د جينیټیکي ګواښ عوامل لکه په کورنۍ کې د هایپرلېپیډیمیا (hyperlipidaemia) چې د وینې غوړ زیاتوالي ناروغي ده، درلودل، هم له وخته مخکې د زړه د حملې خطر زیاتوي. چاپیریالي عوامل لکه روحي فشار یا سترېس او کم خوب هم تر ډېره د مرسته کونکو عواملو په توګه پېژندل کېږي."











