د پښتورګو روغتیا لپاره څومره اوبه باید وڅښل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, چندن کومار جاجواري
- دنده, بي بي سي- هندي
پښتورګي د انساني بدن له خورا مهمو غړو دي، چې د بدن نورو غړو په روغتیا او سلامتیا کې هم خورا مهم رول لوبوي. ډاکتران معمولا د پښتورګو ښې روغتیا لپاره په مناسبه اندازه د مالګې کارولو، له خوږې د ډډې کولو او دغه راز د ډاکتر له مشورې پرته د دردونو ارامولو درمل نه کارولو سپارښتنه کوي.
د یو شمېر نورو داسې اقداماتو وړاندیزونه هم کېږي، چې پر پښتورګو فشار ورسره کمېږي. نو، ایا د پښتورګو روغتیا لپاره د اوبو یوې ځانګړې اندازې څښاک مهمه چاره ده؟
په دې رپوټ کې موږ هڅه کړې، دغه ډول ځینو پوښتنو ته ځوابونه ومومو.
پښتورګي زموږ بدن کې د الیکترولیټ تناسب ساتلو لپاره کار کوي. دا بدن غړی د سوډیم او پوټاشیم غوندې عنصرونو د کنټرول برخه کې مهم رول لري.
ډاکتر ویویکانند جها د نیپرولوژي نړیوالې ټولنې پخوانی مشر او په جارج نړیوال روغتیايي انسټیټیوټ کې اجراييوي مشر دی. دی وايي: ''پښتورګي له بدنه هغه اضافي څه لېرې کوي، چې موږ یې د خوراک یا نورو لارو اخلو.''
دی زیاتوي: ''پښتورګي دغه راز په بدن کې ګڼ شمېر هرمونونه تولیدوي، چې د وینې چمتو کېدو هرمونونه، د وینې فشار کنټرولولو هرمونونه او هغه هرمونونه پکې شامل دي، چې الیکټرولیټ تناسب ساتي.''

په بدن کې د الیکټرولیټ انډول پر ځای ساتلو لپاره بیا د میټابولیزم یا کیمیايي تعامل لپاره مهمه چاره ده. د بېلګې لپاره د زړه هرې ژوڼکې یا سیل د مناسب فعالیت لپاره د الیکټرولیټ یوه ځانګړې کچه پکار ده.
که الیکټرولیټ انډول ګډوډ شي، د دماغ پر فعالیت اغېز کېدای شي، د عضلاتو وړتیا کمېدای شي او ان د عصبي ریښو نظام هم اغېزمنېدای شي.
د هند بنګلور کې د مانیپال روغتن نیپرولوژیسته ډاکتره ګاریما اګروال وايي: ''که پښتورګي سم فعالیت و نه کړي، د ویټامین ډي کارول ګټه نه کوي. هر څومره ډېر ویټامن که وکارول شي، بدن ته ګټه نه رسوي.''
پښتورګي په بدن کې د (ولتاژ سټیبلائزر) یا برېښنايي څړیکو انډول سمونکي په نامه هم یادېږي. که یو څوک ډېرې اوبه څښي، پښتورګي باید اضافي اوبه هم له بدنه وباسي.
ډاکتر ویویکانند جها وايي: ''زموږ د پښتورګو روغتیا ساتنې لپاره د ابو څښاک ځانګړې اندازه مشخصه نه ده. زموږ بدن پخپله راته ښيي، چې څومره اوبه باید وڅښو. د تندې احساس پخپله ځای د همدې لپاره یوه اشاره ده.''
دی وايي، د تنفس یا خولې له لارې بیا د انسان بدن خپله اضافي اوبه استخراجوي. ویل کېږي، چې له همدې امله د یوه بالغ انسان بدن په یوه ورځ کې د ۷۰۰ او ۸۰۰ ملي لیټرو تر منځ اوبو ته اړتیا لري.
له دې سره ځینې نورې لارې هم شته، چې په ظاهره نه ښکاري، خو له انساني بدنه د اوبو ایستلو لپاره فعالیت کوي.
یوازې رڼې اوبه نه دي، چې د انسان بدن اړتیا پوره کوي، بلکې شیدې، د مېوې اوبه، بېلابېل څښاکونو او اوبلنو توکو له لارې هم د انسان بدن ته اوبه رسېږي.
د یادونې ده، چې د انسانانو د بدن لپاره د اوبو اړتیا د دوی د عمر، فزیکي فعالیت او چاپېریال په مناسبت توپير لري.
که یو څوک په ګرم چاپېریال کې وي، د اوبو اړتیا به یې هم زیاته وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډیلي پاټپارګنځ ماکس روغتون کې د یورولوژۍ څانګې مشر ډاکتر شالیش چندرا ساهې په دې هکله وايي: ''یو عادي انسان په ورځ کې له درې تر درېنیمو لیټرو پورې اوبو ته اړتیا لري. دا مهمه نه ده، چې دا اړتیا یوازې د رڼو اوبو له لارې پوره شي. هر ډول اوبلن توکي دا اړتیا پوره کولای شي. که موږ په بدن کې د اوبو مناسب انډول وساتو، د متیازو انفکشنونو احتمالي خطر هم ورسره کمېږي. هغه کسان چې د پښتورګو یا زړه روغتیايي ستونزې لري، د دوی لپاره ځکه د څښاک اوبو کچه محدوده ده، چې پر دې غړو ډېر فشار رانشي.''
ډاکتره ګاریما اګروال وايي: ''پښتورګي په بدن کې د اوبو انډول ساتلو دنده هم لري. که ډېرې اوبو وڅښو پښتورګي مو له بدنه اضافي اوبه باسي او که لږ اوبه څښو، هماغه اوبه په بدن کې زېرمه کېږي، نو داسې مشخصه اندازه نه شته، چې څوک باید څومره اوبه وڅښي، خو معمولا باید یو روغ او بالغ انسان هره ورځ له دوو تر درې لیټرو پورې اوبه وڅښي.''
د اوبو ورځنۍ اړتیا څرنګوالی د انسانانو د بدن په حجم پورې هم غوټه ده. د بېلګې په توګه د یوه ماشوم بدن د بالغ انسان پرتله لږ اوبو ته اړتیا لري.
د ماهرینو په خبره د پښتورګو ښې روغتیا لپاره مناسب خوراک، د بدن وزن کنټرول او پرلپسې فزیکي فعالیت خورا مهم عنصرونه دي. ډاکتره ګاریما اګروال وايي: ''د منځني ختیځ په هېوادونو کې ځکه د پښتورګو ناروغۍ کمې دي، چې د هغې سیمې خلک لږ مالګه کاروي، خو په هند کې بیا خلک ډېره مالګه کاروي، او مالګه پر پښتورګو اغېز کوي.''
کله چې څوک زیاته مالګه یا خوږه خوري، د پښتورګو لپاره د انډول ساتلو برخه کې فشار زیات شي او په اوږده مهال کې همدا فشار پر پښتورګو د اغېز لامل کېدای شي.
د دې تر څنګ ځینې خلک تر اوږده مهاله د لوړ فشار ستونزه لري، خو جدي یې نه بولي. ډاکتران وايي، لوړ فشار مخامخ پر پښتورګو اغېز کوي، ځکه پښتورګي د وینې فشار انډول ساتلو لپاره زیات فعالیت کوي او فشار پرې ډېر شي.
له همدې کبله ماهرین وايي، که څوک د وینې لوړ فشار ستونزه لري، باید د ډاکتر له مشورې سم یې د درملو له لارې درملنه وشي.
ډاکتره اګروال وايي: ''زه د طبیعي بوټو له لارې د درملنې ضد نه یم، خو هر څه چې کاروئ باید د ډاکتر یا ماهر له مشورې سره سم وي، په خپل سر باید له بازاره درمل وانخلو او په ځانګړې توګه د دردونو اراموونکي درمل، ځکه دا د پښتورګو اغېزمن کېدو لامل کېدای شي.''
یوه بله مشوره چې ماهرین یې ورکوي، د سګرېټو له څکولو ډډه کول دي، ځکه تمباکو او تولیدات یې پر پښتورګو مخامخ اغېز کولای شي.








