د ۱۹ کلنو لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او ایرلنډ برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د کرېکټ له نوولس کنو کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام شپږ غوره لوبډلو (سوپر ۶) پړاو کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده.

ټاس د افغانستان لوبډلمشر محبوب خان ګټلی او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړې کړې ده. دغه سیالي د زمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې کېږي.

ایرلنډ د دې لوبې له ګټلو سره هم بل پړاو ته نشي وتلی، خو افغانستان لپاره بیا ځکه مهمه ده چې له دې بریا سره د نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لار مومي.

د افغانستان لپاره نن د محبوب خان په مشرۍ لوبډله کې فیصل شینوزاده، عثمان خان سادات، خالد احمدزی، عزیر خان،‌ عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، روح‌‌الله عرب،‌ عقیل خان او نصرت نورستاني لوبه کوي.

دا د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ او افغانستان دواړو دویمه او وروستۍ لوبه ده.

افغان تنکیو ځوانانو چې د روان نړیوال جام په لومړي یا ګروپي سټېج کې یې خپلې درېواړه لوبې ګټلې وې، په سوپر شپږ پړاو کې لومړۍ لوبه شري‌لنکا ته وبایلله.

د ایرلنډ لوبډلې بیا روان نړیوال جام کې تر دې دمه یوازې له جاپانه یوه لوبه ګټلې او د شپږ غوره لوبډلو په لومړي ګروپ کې تر ټولو وروستی ځای لري.‌

په دغه ګروپ کې له افغانستان او ایرلنډ سره د استرالیا،‌ سویلي افریقا،‌ وېسټ اینډیز او شري‌لنکا لوبډلې ملې دي.

که افغان زلمیان نننۍ لوبه وګټي، نو له لومړي ګروپ څخه به له خپلو استرالیايي همزولو سره نیمه پایلوبو ته ووځي.

استرالیا په دې پړاو کې خپلې دواړه لوبې ګټلې او له ۸ پواینټونو سره د ګروپ د سر لوبډله ده.‌

افغانستان د لومړي‌ سټېج د بریاو له کبله څلور پوانیټونه او ښه رن‌ رېټ لري‌ او له دې بریا سره یې د نمبرو شمېر شپږو ته لوړېږي.

د افغانستان ماته بیا شري‌لنکا چې وار دمخه ۶ پوانیټونه لري، خو رن رېټ یې منفي دی، نیمه پایلوبې ته رسوي.

Crickt

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان تنکیو ځوانانو په سوپر ۶ پړاو کې خپله لومړۍ لوبه شر‌‌ي لنکا ته بایللې وه

په دویم ګروپ کې هند، انګلنډ، پاکستان، بنګله‌دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې لوبډلې سیالي‌ کوي.

له دغه ګروپه د هند، انګلنډ او پاکستان له منځه دوه لوبډلې نیمه‌پایلوبو ته د رسېدو چانس لري.

‌ انګلنډ نن له نیوزیلنډ او پاکستان د یکشنبې پر روځ له هند سره سیالي لري.‌