زینک منرال څه شی دی او ولې موږ ورته اړتیا لرو؟

په میوې او سابه کې ډېر نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په میوې او سابه کې ډېر نه وي.
    • Author, لارا ټلټ
    • دنده, بي بي سي

زموږ بدن دا مهم منرال یوازې له خوړو ترلاسه کولی شي، خو موږ یې په اسانۍ نه شو جذبولای، نو څنګه ډاډه شو چې د اړتیا وړ دغه منرال مو بدن اخیستی؟ او که یې ترلاسه نه کړو، څه پېښیږي؟

زینک یو اړین منرال دی، د روغتیا لپاره موږ لږ کچې ته اړتیا لرو. لکه نور منرالونه بدن زینک نه شي جوړولی یعنې باید د خوړو له لارې ترلاسه شي.

زینک په بدن کې په زیاته اندازه نه زېرمه کېږي، نو باید په منظم ډول له خوړو واخیستل شي چې په خپلې سالمې کچې پاته شي.

ولې موږ زینک ته اړتیا لرو؟

زینک زموږ د روغتیا له ډېرو اړخونو سره تړاو لري. د بدن له ۳۰۰ ډېر انزایمونه چې پروټینونه دي او کیمیاوي تعاملات ګړندي کوي په زینک تکیه دي.

په دې معنا چې زینک د بدن په ډېرو پړاونو کې رول لري، لکه د پروټین او کاربوهایډرېټونو هضمول، او په نورماله توګه د ډي ان اې تولیدول.

زینک د هډوکو په سالم جوړښت کې هم رول لري، ځکه دا له کلسیم او نورو منرالونو سره مرسته کوي چې هډوکې سره ونښلي.

زینک د انټي‌اکسیډنټ په توګه عمل کوي، حجرې له زیانه ساتي او د معافیتي سیستم په نورمال فعالیت کې برخه لري. زینک د ماشوم راوړلو وړتیا سره هم مرسته کوي.

په ښځو کې دا د هګۍ په وده کې رول لري، او په نارینه وو کې د سپرم د تولید او خوځښت لپاره مهم دی.

په ماشومانو کې دا د دماغ او عصبي سیستم د ودې او پرمختګ سره مرسته کوي.

د زکام په هکله یې شواهد نه دي موندل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زکام په هکله یې شواهد نه دي موندل شوي.

زینک په ریښتیا هم د زکام یا والګي درملنه کې مرسته کولی شي؟

زینک د معافیتي سیستم د فعالیت برخه ده او له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د زکام په درملنې کې یو عام عنصر پاتې شوی دی، وروسته له هغه څېړنو وښوده چې دا ښايي لږ تر لږه په ژویو کې د زکام ویروسونو د زیاتېدو مخه ونیسي.

خو وروستۍ څېړنې ښيي زینک د زکام درولو پرتله د دې ناروغۍ مودې په کمولو کې اغېزناک دی.

په دې اړه له ۳۰ زیاتو څېړنو دا نه ده موندلي چې زینک د زکام مخنیوی کولای شي، خو ځینو څېړنو ښولي چې که وختي واخیستل شي، ښايي زکام یو یا دوه ورځې لنډ کړي.

ځکه چې د زینک ډول، کچه او د درملنې موده توپیر لري، کارپوهان وايي دوی پر شواهدو پوره باور نه لري.

همداراز، ځینې ناوړه اغېزې هم لري. له ټاکلي کچې ډېر زینک اخیستل د معدې د ګډوډۍ، زړه بدوالي لامل کېږي او د خولې خوند هم بدلوي.

دالوں اور ہول گرین میں یہ زیادہ پایا جاتا ہے

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بدن مو څومره زینک ته اړتیا لري؟

په برېتانیا کې د لویانو لپاره د زینک وړاندیز شوي ورځنۍ کچه د نارینو لپاره ۹.۵ ملی ګرامه او ښځو ته ۷ ملی ګرامه ده.

هغه ښځې چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په لومړیو څلورو میاشتو کې هره ورځ ۶ اضافي ملی ګرامه زِنک ته اړتیا لري، او له هغه وروسته ۲.۵ ملی ګرامه اضافي زِنک باید واخلي.

گوشت میں سب سے زیادہ زنک پایا جاتا ہے

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کوم خواړه زینک لري؟

هغه خواړه چې د زینک بډایه سرچینې دي:

  • سمندري خواړه، تر ټولو ډېر زینک په سمندري صدف کې دی
  • غوښه
  • مټر، لوبیا او دال
  • مغزي خواړه او تخمونه
  • غلې دانې( جوار، غنم، وربشې)
  • هګۍ
  • لبنیات

که څه هم مېوې او سابه د ډېرو ویټامینونو او منرالونو ښې سرچینې دي، خو د زینک کچه پکې کمه ده. د نباتي خوړو لکه لوبیا، مغزي خواړه او غلو زینک، د حیواني خوړو زینک پرتله په بدن کې په اسانۍ نه جذبیږي.

دا ځکه چې نباتي خواړه فایټېټ لري (د فاسفورس یوه زېرمه شوې بڼه) چې زینک سره د کولمو دننه نښلي او د جذب مخه نیسي.

څېړنې ښيي هغه کسان چې سابه خوري په بدن کې یې د زینک کچه ټیټه وي، خو بدن ځیرک میکانیزمونه لري چې د زینک د استعمال له بدلونونو سره ځان عیاروي، د زینک ضایعات کموي یا یې جذب زیاتوي چې د زینک سالمه کچه وساتي.

دا ښيي چې هغه کسان چې سابه خوري، په بدن کې یې د زینک کچه که څه هم لومړي ټيټه شي، خو وروسته ثابته پاته کېږي.

زنک کا حصول کھانے کی مختلف اشیا ہیں

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ایا د زینک کموالی عام دی؟

په نړیواله کچه، د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې ۳۰٪ خلک د زینک د کموالي له خطر سره مخ دي خو په برېتانیا او نورو پرمختللو هېوادونو کې، د زینک کموالی دومره عام نه دی.

په بریتانیا کې د ملي رژیم او تغذیې نظر پوښتنې وروستي معلومات ښيي یوازې ۶٪ نارینه او ۷٪ ښځې د خپل بدن د اړتیا وړ زینک نه اخلي

هغه لاملونه چې د زینک د کموالي خطر زیاتوي

  • د کافي کچې زِنک لرونکي خواړو نه خوړل، یا داسې سابه خوړل چې په طبیعي ډول لوړ فایټېټ یا هغه ماده لري چې په بدن کې د زینک د جذبولو مخه نیسي.
  • د کولمو ناروغي یا د کولمو التهابي کېدل، ځکه دا حالت د تغذیوي موادو پر جذب اغېزه کوي
  • د ځینو درملو اوږدمهاله کارول، لکه د زړه او هغه درمل چې د ادرار یا تشو میتیازو د زیاتیدو لپاره کاریږي.
  • د پښتورګو ناروغي،

ایا د غوښې کم خوراک د زِنک د کموالي لامل کېږي؟

ځواب دادی چې، نه.

دا سمه ده چې سره غوښه په بریتانیا کې د نارینو او ښځو لپاره د زینک نږدې درېیمه برخه جوړوي، خو یو دوامداره رژیم دا معنا نه لري چې باید غوښه پوره پرېښودل شي.

د بریتانیا د تغذیې یوې ادارې موندلي چې که سره غوښه لږه هم وخوړل شي (تر ۷۰ ګرامو پورې هره ورځ)، بیا هم د اړتیا وړ زِنک ترلاسه کېدلی شي.

یوه سالم نباتي رژیم کولی شي تاسې ته کافي زینک درکړي، خو که زینک ولري. څنګه زینک لرونکي خواړه په خپل خوراکي رژیم کې ورګډ کړو؟

که تاسې لږ غوښه خورئ، نو د اړتیا وړ کچې زینک ترلاسه کولو لپاره ځینې ساده لارې دا دي:

  • سهارنۍ کې سرییل وخورئ، یا شوله جوړه کړئ او پرې مغزيات یا تخمونه واچوئ
  • هره ورځ یو موټ مغزي زړي او تخمونه وخورئ – د کدو تخمونه او کاجو بادام وخورئ.
  • دالونه او نخود، شوروا، سلاد په خپل خوراکي رژیم کې ورزیات کړئ.
  • د ماښام د خوړو لپاره هڅه وکړئ نیمه ټوټه غوښه وخورئ.